Language Switcher

RJ Social Icons

سوله د افغان مېرمنو لومړنۍ غوښتنه ده

سوله او ثبات زموږ ښځو او ټولو افغانانو لومړنۍ غوښتنه ده، نو زه له خپلو هیوادوالو څخه په کلکه غوښتنه کوم چی د خپلو خلکو د وژنو د مخنیوي په کار کې په صداقت لاسونه سره ورکړي او خپل ټاټوبی img kand women peace desire dalwa 24د پردیو د جګړو او سیالیو  په ډګر بدل نه کړي.
دغه خبره د کندهار ښار د ملالۍ ښځینه لیسې مدیرې اناهیتا د سولې په اړه د عامه پوهاوي په هغه جوړه شوې غونډه کې وکړه چې د سلواغې پر ۲۴مه نیټه د هغې لیسې د لوړو ټولګیو د زده کوونکو او ښوونکو په ګډون د لیسې په تالار کې جوړه  شوې وه.
لومړی د ملالۍ لیسې مدیرې د سولې د ارزښت او د سولې په لاره کې د افغان مشرانو د مسؤلیتونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
وروسته د کندهار د سولې شورا منشي جمیلې یوسفي هم د سولې د ګټو او د جګړې د زیانونو په اړه اوږدې خبرې وکړې وې ویل د دښمنانو له خوا د تپل شوې جګړې له کبله هره ورځ د افغان ولس وینې تویږي، هغې پر نړیوالو ځواکونو  هم نیوکه وکړه چې دوی د افغانستان د امنیت، سولې او مرستې لپاره راغلي خو جګړه د بیلابیلو اسبابو له امله نور هم زور اخلي.
په اخر کې برخه والو نجونو او ښځینه ښوونکو د سولې او امنیت د تامین په اړه په خپلو ویناوو کې وویل افغانان باید بی له توپیره او تبعیضه د ملي یووالي لاسونه سره ورکړي او خپل هیوادوال د جګړې له ناخوالو څخه وژغوري، اداري فساد او د ګاونډیو ملکونو بیشرمانه لاس وهنو هم د سولې په لاره کې ستونزی جوړې کړې دي، د سولې عامه پوهاوي لپاره باید په لیرو پرتو سیمو کې پروګرامونه په لاره واچول شي څو مخالفین د دولت د پخلاینې له پروګرام څخه خبر شي.
د افغان بچېانو زده کړو ته باید پراخیتا ورکول شي، ځوانانو ته باید د کار زمینې برابرې شي دا ځکه هغوی د بیکارۍ او غربت له کبله د جګړو په لیکو کې دریږي.

د ۱۳۹۵ کلیز