Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې په ټینګښت کې د ځوانانو رول

د پکتیا د سولې ولایتي کمېټې له خوا د روان کال د دلوې په ۲۱مه نیټه د اي پي ډي مؤسسې په مرسته، سولې ته د عامه ذهنیت برابرولو او تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه، یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
img paktia peace anti voilence workshop dalwa 1یاد ورکشاپ کې د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې رئیس مولوي محمد خالقداد حقاني، د کمیټې منشي جنت خان منګل او د دارالانشاء رئیس حمید الله حسنیار او شلو تنو ځوانانو ګډون کړی وو.
د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء رئیس حمیدالله حسنیار وینا وکړه، د ګډونوالو له راتګ نه یې مننه وکړه او ورکشاپ په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له دغسې پروګرامونو چې پکې د سولې په اړه د عامه ذهنیت په اړه خبرې کیږي،  ګټه پورته کړي ځکه د افغانستان خدمت او په کې د سولې ټینګښت د افغانانو اساسي دنده ده.
ورپسې د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې رئیس مولوي محمد خالقداد حقاني خپله وینا واوروله او د اسلام له نظره یې د سولې په ارزښت خبرې وکړې او وې ویل چې په کومه ټولنه کې چې جنګ وي، هلته پرمختګ او سوکالي نه وي، نو د تل پاتې سولې په موخه سره یو موټی شئ او د هيواد لپاره کار وکړئ او نورو ځوانانو ته هم دغه ذهنیت ورکړئ، چې د خپلو خلکو لپاره کار وکړي.
د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې منشي جنت خان منګل بیا له ځوانانو وغوښتل چې د خپلو کلو، جوماتونو، مکتوبونو او دغسې پروګرامونو له لارې خلکو ته د سولې ذهنیت ورکړي او هیوادنۍ مینې او د img paktia peace anti voilence workshop dalwa 2خلکو سره ښه سلوک کولو ته یې راوبولي او د تاو تریخوالي د له منځه وړلو په موخه ورسره خبرې وکړي، ځکه دغسې ستونزې د خبرو له لارې حل کيدلای شي.
ورپسې، د اي پي ډي ولایتي دفتر مرستیال ایمل ځاځي د ورکشاپ په ځانګړو موضوعګانو ګډونوالو ته معلومات ورکړل، نوموړي له  ګډونوالو وغوښتل چې د دایمي سولې د راتګ په موخه هلې ځلې وکړئ او په ټولنه کې د خلکو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه ډب کړئ.
نوموړي په دې برخه کې د علماوو رول خورا اړین وباله او له علماوو یې وغوښتل، چې د دغه ډول غونډو له لارې دې ولسونو ته د سولې په ارزښت خبرې وکړي.
نوموړي د ورکشاپ له موضوعاتو سره سم، په ټولنه کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په لاملونو او د تاوتریخوالي د مخنیوي په لارو چارو ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د ورکشاپ په ترڅ کې د ګډونوالو نظرونه هم واخیسل شول او دوی ژمنه وکړه، چې تر ډېره به په داسې غونډو کې ګډون کوي او نورو ته به هم د تل لپاره د سولې پیغام له ځان سره لري.
یاد ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسيده.

د ۱۳۹۵ کلیز