Language Switcher

RJ Social Icons

د ارواښاد پيرسیداحمد ګیلاني رحمه الله فاتحه واخیستل شوه

په هلمند کي د سولې ولايتي کمېټې او جهادي مشرانو له خوا د روان کال د دلوې په ۱۴ مه نېټه د روحاني او جهادي شخصيت او د سولي عالي شورا د پخواني رئیس فضیلتماب پير سيد احمد ګيلاني د فاتحې مراسم د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې په مرکز لښکرګاه کې ترسره شول.
img helmand pirsaheb fateha dalwa 14په يادو مراسمو کې د هلمند والي حيات الله حيات د سولې ولايتي کمېټې او ولايتي شورا غړو، ګڼ شمېر جهادي او قومي مشرانو، ديني عالمانو، د دولتي ادارو مسؤلينو او سلګونو ولسي وګړو ګډون کړی وو.
د فاتحې په مراسمو کې د ديني علماوو، حافظانو او قاري صاحبانو له خوا د ارواښاد پیر صاحب روح ته د ثواب بښلو په موخه د قرانکريم تلاوتونه او دعاګانې وشوې همدا ډول  ديني علماوو د خدای بښلي پير صاحب د روحاني او جهادي شخصيت په اړه ويناوې وکړې.
جيد ديني عالم مولوي محمد حنيف صاحب پخپلو خبرو کي وويل:  پير صاحب سيد احمد ګيلاني د روحاني شخصيت ترڅنګ هغه مخکښ او سپېڅلی جهادي رهبر وو، چې د سره اشغالګر پوځ په وړاندې يې  د الله جل جلاله د رضا او خپل هيواد د ساتلو په موخه یې په ډېره مېړانه او سپېڅلتيا د مقدس جهاد لپاره ملا وتړله او په لوړشمېر، پر اسلام او وطن مين هيوادوال د پير صاحب مبارک سره په دې سپېڅلي کاروان کي ملګري شول او دی یې د ملي اسلامي محاذ ګوند د مشر په توګه ومانه، پیر صاحب هغه جهادي مشر ؤ، چې د ژوند تر پایه يې د خپلو ملاتړ کوونکو پوره باور له ځانه سره وساته او خپله رښتینولي يې په اثبات ورسوله، د پير صاحب یاد به تل ژوندی وي خو د ده مبارک نه شتون د هیواد په سیاسي ډګر کي ستره تشه ده.
دغه ډول نورو دیني عالمانو هم د خپل وعظ په ترڅ کې د اراوښاد پير صاحب سید احمد ګیلاني د دروند او سپېڅلي شخصیت په اړه خپلو ویناوو کې اشاره وکړه چې ارواښاد پیر صاحب نه یوازې دا چې د سپېڅلي جهاد په دوران کې یې د یرغلګرو په وړاندې کلک مقاومت کړی، بلکې ترڅنګ يې د جهادي کړیو او تنظیمونو ترمنځ د یووالي او همږغۍ لپاره ډیرې هلې ځلې کړې دي، همدا ډول يې د هیواد په مهمو مسائلو کې د یوه ملي مخکښ او رهبر په توګه اغېزمن رول لوبولی دی او د ژوند په وروستیو وختونو کې يې د افغانستان د سولي عالي شورا د مشرۍ پر مهال لاسته راوړنې ډيري مهمې او د ستایلو وړ دي.
ديني عالمانو او د فاتحې ګډونوالو، دالله تعالی له دربار څخه د ارواښاد پير صاحب روح ته د فردوس جنت، کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه.

د ۱۳۹۵ کلیز