Language Switcher

RJ Social Icons

په پکتیا کې د سولې عالي شورا د رئیس پیر سید احمد ګیلاني د مړینې له کبله د قران عظیم الشان د ختم او فاتحې مراسم تر سره شول

د روان کال د دلوې میاشتې په دولسمه نېټه د پکتیا ولایت مرکز ګردېز، د حج او اوقافو ریاست په جومات کې، د پکتیا د سولې ولایتې کمیټې له خوا د سولې عالي شورا د رئیس ارواښاد پیر سید احمد img paktia pirsaheb fateha dalwa 12ګیلاني د مړینې له کبله، د قرآن عظیم الشان ختم او فاتحې مراسم تر سره شول.
د قرآن عظیم الشان د ختم او فاتحې په دې مراسمو کې د پکتیا والي، د سولې ولایتي کمیټې رئیس او غړو، د دارالانشاء مشرتابه او غړو؛ په پکتیا کې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند غړو، ولایتي چارواکو، علمای کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو او په سلګونو تنو پکتیاوالو ګډون کړی وو.
پکتیا والو د سولې د عالي شورا د رئیس او د ملي اسلامي محاذ ګوند د رهبر پیر سید احمد ګیلاني د سولې سرلاری او روحاني مشر یادوي،  په مړینه یې خواشیني څرګندوي او د لوی خدای له درباره ده ته د فردوس جنت  او د کورنۍ غړو، خپلوانو او خواخوږو ته یې د صبر غوښتنه کوي.
د قران عظیم الشان د ختم او د فاتحې د وروستۍ دعایې پر مهال د پکتیا  د حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالغفور د ارواښاد پیر سید احمد ګیلاني مړینه د هيواد د اوسني حالت لپاره لویه تشه یاده کړه او په حق کې یې د خیر دعا وکړه.
د دعایې پر مهال د هيواد ټولو شهیدانو ته د مغفرت، کورنیو ته یې د صبر او ټپیانو د عاجلې شفا دعا وشوه.

 

 

د ۱۳۹۶ کلیز

1