Language Switcher

RJ Social Icons

په خوست کې د ارواښاد پير صاحب سيد احمد گيلاني فاتحه واخيستل شوه

د روان کال د دلوې په ۱۲مه نیټه د خوست د سولې ولايتي دفتر په بلنه د خوست ولايت په مرکزي جامع جومات کې د سولې عالي شورا د رئیس او د افغانستان د اسلامي محاذ د مشر ارواښاد پير صاحب img khost pirsaheb fateha dalwa 12سيد احمد ګيلاني فاتحه واخيستل شوه.
د ختم او دعايې په دې مراسمو کې چې د خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي سره خوا کې د سولې ولايتي دفتر مشر مولوي حنيف شاه حسيني او غړو، د ولايت مقام نظامي او ملکي منسوبينو، ديني عالمانو، قومي مخورو، مدني فعالينو ګډون کړى و، ټولو د پير صاحب روح ته دعاګانې وکړې.
 خوست والي د پير صاحب په شخصيت او کارنامو رڼا واچوله او د ده مړينه يې په دې حساسو شرايطو کې يوه لويه ضايع وبلله.
پوهنمل حکم خان حبيبي وويل چې پير صاحب يوازې د هېواد د ازادۍ اتل نه و، بلکې د هېواد د سولې، ابادۍ او پرمختګ اتل هم و. نوموړي زياته کړه چې د ګيلاني صاحب منځلارى معقول سياست د هر چا لپاره د منلو وړ و، په همدې وجه کله چې د سولې عالي شورا مشر شو، د سولې هيلې هم په غوړېدو شوې او حزب اسلامي د سولې له بهير سره يو ځاى شو.
خوست والي د افغان دولت په مخالفينو غږ وکړ چې بايد د سولې له بهير سره يو ځاى شي، ځکه سوله د خداى امر دى او په سوله کې خير دى.

 

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info