Language Switcher

RJ Social Icons

د منبر له لارې وسلوالو مخالفینو ته د سولې پیغام

د پکتیکا ولایت دغونډو په تالار کې د روان کال د جدی په ۶مه نیټه په سوله کې د دیني علماوو ونډه تر سر لیک لاندې غونډه جوړه وشوه.
img paktika uluma gather forpeace jadi 6په غونډه کې چې د یوناما په مالي مرسته جوړه شوې وه د پکتيکا مرستیال والي عطاالله فضلي، د سولې ولایتي کميټې رئیس الحاج محمد هاشم حکیمي، علماوو، قومي مشرانو اوځوانانو ګډون درلود.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونوپه تلاوت سره پیل شوه. بیا د پکتیکا سولې  ولایتي کميټې رئیس ښاغلي الحاج محمدهاشم حکیمي وینا وکړه وې ویل: سوله یو حیاتي ضرورت دی له ټولو علماوو او مشرانو څخه هیله لرم چې دې ستر هدف ته د رسیدو په لار کې له مونږ سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي، څو د سولې او امن په فضا کې ژوند وکړو. ورپسې د پکتیکا مرستیال والي عطاء الله فضلي د خپلي وینا په ترڅ کې وویل لکه څرنګه چې علماء په افغاني ټولنه کې ډیر رول لري نو باید په سوله کې هم ستره ونډه ولري. دغونډې په وروستۍ برخه کې څو تنه علماوو هم خبرې وکړې وې ویل چې د تل په څیر هڅه کوو د منبر له لارې وسلوالو مخالفینو ته دسولې پیغام ورسوو او خپل مسؤلیت په ډیر جرآت سره سرته ورسوو څو له دې تپل شوې جګړې څخه خلاص شو. غونډه په هیواد کې د تلپاتې سولې په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز