Language Switcher

RJ Social Icons

میرمنې دې په هېواد کې د امن په راوستو کې فعال رول ولوبوي

دا څرګندونې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیالې آغلې داکتر حبیبه سرابي د روان کال د جدې په ۵مه په لغمان کې د ختيځو ولايتونو په کچه د سولې او همغږۍ علمي او ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې لغمان ته د دوی د راتګ یوازینۍ موخه همدا ده څو د لغمان او په ټوله کې د ختیځو ولایتونو مېرمنو img laghman sarabi womeninpeace jadi 5 2ته دا ډاډ حاصل شي چې موږ د دوی تر څنګ ولاړ یو او غواړو چې مېرمنې دې ته وهڅوو څو د سولې په پروسه کې خپل ځانونه شریک وګڼي او هغو مېرمنو ته چې له ښارونو لرې په کلیو کې اوسېږي د سولې پیغامونه انتقال کړي او هغوی په دغه برخه کې د یو ګډ کار لپاره تشویق کړي څو په راتلونکي کې د یو با امنه افغانستان درلودونکي اوسو.
اغلې سرابي زیاته کړه مېرمنې چې له جنګه کرکه لري او همېشه د جنګونو قرباني ګرځېدلي دي، نو همدا وجه ده چې په مېرمنو کې د سولې روحیه ډېره پیاوړې ده او موږ ډاډه یو چې دوی د اوسني ناورین د پای ته رسېدو او په هېواد کې د امن او ثبات د راوستو په برخه کې فعاله رول لوبولی شي.
دغه کنفرانس چې د لغمان ولایت مقام او د لغمان د ښځو چارو ریاست په ګډو هلو ځلو د ښځو چارو رياست په تالار کې جوړ شوی و، په کې د سولې عالي شورا مرستیالې آغلی داکتر حبیبه سرابي، د لغمان ولايت سرپرست والي او مرستیال الحاج شهزاده مظلوميار سربېره ، د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او مسلکي چارو معينې سپوږمۍ img laghman sarabi womeninpeace jadi 5 1وردګ، د کونړ ولايت د ښځو چارو رئيسې اغلې سهیلا بابړي، د ننګرهار د ښوونې او ورزنې پوهنځي رئيسې اغلې ذاکره بابکرخيل، د يوناما استازو او د ختيځ د څلورو ولایتونو یو شمېر ښځینه مدني فعالانو هم ګډون درلود.
د لغمان ولايت مرستیال ښاغلي شهزاده مظلوميار په خپلو خبرو کې د مېرمنو له لوري د زون په کچه د سولې او همغږۍ علمي او ملي کنفرانس د سولې د پروسې د چټکتیا او لا اغېزمنتوب په برخه کې یو مهم او پر ځای اقدام په ګوته کړ او د سولې او ثبات په راوستو کې یې د ښځو رول تر نورو موثر یاد کړ او زیاته یې کړه چې اوس تر بل هر وخت په دغه برخه کې لا زیاتې همغږۍ او ګډ کار ته اړتیا ده.
ښاغلي مظلوم یار د اسلام د مقدس دین د تاریخ په اوږدو کې د سولې، امن او ابادۍ په چارو کې د مېرمنو ونډه د پام وړ یاده کړه او زیاته یې کړه چې اوس هم مېرمنې کولی شي څو د تېر په څېر په یادو برخو کې فعال او بارز رول ولوبوي.
ورپسې د لغمان ولايت د ښځو چارو رئيسې اغلې نسيمه شفیق سادات د سولې او امن په ارزښت او په دې برخه img laghman sarabi womeninpeace jadi 5 3کې د زون په کچه د مېرمنو په همغږۍ او ګډ کار د خبرو کولو تر څنګ په مخالفو وسلوالو غږ وکړ چې نور له جنګ جګړو لاس په سر شي او د سولې لاره خپله کړي.
وروسته په وار سره د ښځو چارو وزارت د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیالې آغلې سپوږمي وردګ، د کونړ د ښخو چارو رئیسې آغلې سهیلا بابړي، د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیسې آغلې ذاکره بابکرخیل او نورو ویناوالو د خپلو خبرو پر مهال وویل: د سولې عالي شورا، لغمان ولایت مقام او په ځانګړې توګه د لغمان د ښځو چارو ریاست د دغه نوښت چې د لومړي ځل لپاره یې د سولې په برخه کې د زون په کچه د همغږۍ داسې ستره غونډه جوړه کړې د ستاینې تر څنګ وویل چې دوی نن په همدې موخه په لغمان ولایت کې سره راټولې شوې څو دغه خوځښت د نورو ولایتونو مېرمنو ته هم په ډاګه شي او په دې برخه کې هغوی هم کولی شي چې د سولې او ثبات د راوستو لپاره په خپلو سیمو کې عملي قدمونه واخلي.
یاد کنفرانس په هیواد د تلپاتې سولې او ټیکاو په عاء پای ته ورسید.

د ۱۳۹۶ کلیز

1