Language Switcher

RJ Social Icons

ولسونو کې د سولې کلتور خورول

د روان کال د لیندۍ میاشتې په۳۰مه نېټه د میدان وردګو ولایت والي ښاغلي زماني په هغه غونډه کې چې د دې ولایت سلګونو کسانو په میدان وردګو ولایت کې له نظام img wardak peacepro supp qaws 30 1او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه، په ولسونو کې د سولې د کلتور په خورولو ټینګار وکړ.  په دغه غونډه کې د یاد ولایت والي ، نظامي او ملکې ادارو استازو، قومي مشرانو، دینې علماوو، د ولایتې شورا رئیس او غړو، د سولې ولایتي کمیټې غړیو، مدنې فعالینو، سپین ږیرو، ورزشکارانو، ګڼ شمیر ځوانانو او د کوچیانو قومي مشرانو ګډون درلود.
الحاج انجنیر ځنډي ګل زماني د میدان وردګو ولایت له ولسونو څخه مننه وکړه، چې تل د خپلو امینتي ځواکونو تر شاه ولاړ دي او د دوی ملاتړ کوي، ښاغلي زماني زیاته کړه؛ چې ولایتې اداره او امنیتې ځواکونه تل ددې خاورې د بچیانو خدمت کوي، خو د نظام او امنیتي ځواکونو له خوا ولسونو ته غوره خدمات هغه وخت وړاندې کیدای شي چې د ولسونو ملاتړ له ځان سره ولري، او ولسونه مکلف دي څو د سولې په ترویج او د بدبختیو نه د خلاصون له پاره غږ پورته کړي،.
 دغه راز ښاغلي زماني وویل: په ننۍ ملاتړ غونډه کې ستاسو پراخ ګډون دا په ډاګه کوي چې تاسو د خپل نظام او امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ یاست او په هیواد img wardak peacepro supp qaws 30 2کې د سولې غوښتونکي یې.
بیا د افغانستان ملي ثبات ټولنې مشر او ورپسې مدني فعالې حمیدي وردګ  هم خبرې وکړې او سوله یې د افغان ولس هیله وبلله. د میرمنو چارو رئیسي وحیدي ښکلي ته چې وار ورغی نو وې ویل: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو یوازینۍ لاره سوله ده، همدارنګه نوموړې د امینتې ځواکونو سرښیندنې وستایلي او وې ویل چې همدغه امینتې ځواکونه دی، چې د ناموس څخه دفاع کوی او مونږ هم په یو غږ د خپلو امینتي ځواکونو څخه ملاتړ کوو.
 د ولایتي شورا رئیس اختر محمد طاهري، قومي مشر حاجي حضرت جان، د سولې ولایتي کمیټې غړي استاد باذل، جنرال زلمی وردګ، او ګڼ شمیردینې علماوو، مدنې فعالانو او سپین ږیرو په یو غږ د امنیتې ځواکونو څخه ملاتړ څخه د ملاتړ تر څنګ په هیواد کې د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او یووالي په دعایې سره پای ته ورسېده.

د ۱۳۹۶ کلیز

1