Language Switcher

RJ Social Icons

د ولسمشر په مشرۍ د ملی امنیت شورا ته د سولې عالي شورا نوې ستراتیژي وړاندې شوه

د سولې عالي شورا نوې پنځه کلنه ستراتیژي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت شورا د روان کال د قوس په دېرشمه د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې جوړه شوې غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شوه.
img kabul hpc strategy president qaws 30د افغانستان د سولې او پخلاینې ملي ستراتیژي په سیاسي او ستراتیژیکو ډګرونو کې د بنسټیزو سوله ییزو موخو پر تحقق، د سولې پروسې د پلي کولو پر نوي تعریف او څرګند میکانیزم پر پیژندنه، د تشکیلاتو او جوړښتونو پر ریفورم او اصلاح، د سولې په پروسه کې د ښځو او مدني ټولنې د رول پر لا پیاوړتیا، د حساب ورکولو، شفافیت، نظارت او اغیزمنتیا د تأمین د میکانیزم پر تقویت تمرکز لري.
دغه ستراتیژي تیرو تجربو او نننیو حالاتو ته په پام سره د سیاسي مذاکراتو د ترسره کولو، ملي اجماع رامنځته کولو، د سوله ییز کلتور د ترویج او بنسټیزه کولو او بالآخره په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه جوړه شوې ده.
د ملي امنیت شورا د دې ستراتیژۍ د تدوین په برخه کې د سولې عالي شورا هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د بین الافغاني سولې پروسه دې د شفاف او  اغیزمن میکانیزم په چوکاټ کې او د ټولنې د ټولو فعالو پرګنو په ګډون سره دوام ولري.
همدا راز د افغانستان له ټولو سوله خوښو او شریفو خلکو غوښتنه وشوه چې ددې اساسي موخو، د تلپاتې عادلانه سولې د ټینګښت، سوله ییز کلتور د ترویج، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ودې او سوکالۍ او له خپلو حقونو نه د خلکو د برخمن کیدو لپاره د سولې عالي شورا سره اوږه په اوږه کار وکړي.
پدې اړه له دقیق بحث او د سولې عالي شورا د تیرو فعالیتونو  او راتلونکو پلانونو له څېړنې وروسته د ملي امینت شورا پریکړه وکړه چې د افغانستان د سولې او پخلاینې ملي ستراتیژي دې د ملي امنیت راتلونکې غونډې ته د مفصل او دقیق بحث لپاره وړاندې شي.

د ۱۳۹۵ کلیز