Language Switcher

RJ Social Icons

د ایرلنډ د سولې او مذاکراتو له کارپوهانو سره ګډه ناسته

د روان کال د قوس په ۲۳ نیټه، دسولې عالي شورا د مرستیالې آغلې حبیبه سرابي په مشرۍ د سولې عالي شورا رهبري، د حزب اسلامي مرکچي پلاوي، د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د لاسلیک شوي توافقنامې د تطبیق د ګډ کمیسیون مشر او غړو، په افغانستان کې د اروپا اتحادیه سفیر ښاغلي میلیبن او د ایرلنډ د سولې او مذاکراتو د کارپوهانو هیئت په ګډون د سولې عالي شورا د غونډو په تالار کې د سولې توافقنامې د پلی کولو په اړه ګډه ناسته ترسره شوه.
img kabull peace Imple Rndtbl HPC HEI Ireland Dec 13 2016 1غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته آغلې حبیبه سرابي د سولې عالي شورا مرستیالې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د سولې عالي شورا د نوې لیکل شوي ستراتیژي د اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړۍ زیاته کړه چې د سولې عالي شورا د نوې رهبری په راتګ سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي سره مخامخ مذاکرات پیل شوه چې په نتیجه کې یې د افغانستان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې توافقنامه لاسلیک شوه چې اوس د دي توافقنامې د پلی کولو لپاره د جمهوري ریاست له فرمان سره سم یو ګډ کمیسیون په سیاسیي چارو کې د ولسمشر د خاص استازي ښاغلي داکتر محمد اکرم خپلواک په مشری جوړ شوي دي ترڅو د دې توافقنامې ټول موارد په صحیح توګه پلي شي.
وروسته په افغانستان کې د اروپا اتحادیې سفیر ښاغلي میلیبن د دی ناستې پر ارزښت خبرې وکړي او ویی ویل چې دا یو ښه فرصت دي ترڅو د افغانستان حکومت او حزب اسلامي په ګډه د سولې توافقنامې په پلی کولو کې جدی هڅه وکړي. نوموړی زیاته کړه چې د ایرلنډ څخه د سولې او مذاکراتو د کارپوهانو راغلی پلاوی به افغانانو img kabull peace Imple Rndtbl HPC HEI Ireland Dec 13 2016 2سره خپل تجارب او لاسته راوړنې شریکې کړی ترڅو د افغانستان حکومت او حزب اسلامي وکولای شي د دغو تجاربو په رڼا کې د سولې توافقنامې په پلي کول کې تری ګټه واخلي.
ورپسې د سولې توافقنامې د تطبیق ګډ اجرائیوي کمیسیون مشر ښاغلی محمد اکرم خپلواک په خپل وینا کې وویل چې یاد کمیسیون به د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د شوې توافقنامې ژمني په ښه توګه تطبیق او عملي کړي. نوموړې زیاته کړه چې تراوسه دغه ګډ اجرائیوي کمیسیون بیلابیلې کاری غونډې نیولی دي او د کارونو د ښه تطبیق په موخه یې یو هراړخیزه پلان ترتیب کړي ترڅو وکولای شي پر وخت د توافقنامې د ژمنو په پلی کولو کې لازم اقدامات ترلاس لاندي ونیسي.
د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر ښاغلي محمد امین کریم په خپل ګډونکوونکو ته د سلام وړاندې کولو ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې د اروپا اتحادیې او په ځانګړې توګه د ایرلند څخه د مذاکراتو او سولې کارپوهانو راغلی هیئت څخه مننه کوم چې افغانستان راغلی ترڅو د مذاکراتو په برخه کې خپل تجارب او لاسته راوړنې زموږ سره شریکي کړي. نوموړي زیاته کړه لکه څرنګه چې د سولې په مذاکراتو کې د حزب اسلامي مرکچي پلاوي د هلوځلو له برکته دغه د سولې توافقنامه img kabull peace Imple Rndtbl HPC HEI Ireland Dec 13 2016 3لاسلیک شوه، نو د دی توافقنامې د ژمنو د پلی کولو کې په برخه کې به هم صادقانه هلې ځلې وکړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دغو ژمنو د عملي کولو په لاره کې خنډونه ایجاد کړي.
وروسته د ایرلند څخه د مذاکراتو او سولې کارپوهانو په خپل وار سره خپل تجارب د ناستې له ګډونکوونکو سره شریک کړل. دغو کارپوهانو په ځانګړې توګه د مذاکراتو په پایله کې د شوو توافقنامو د تطبیق په مرحله کې پر دې موضوعاتو چې څرنګه کولای شو پر اخلال ګرو غلبه او بریا ترلاسه کړو، د سولې توافقنامې څخه ملي ملاتړ ترلاسه کړو او په جګړه کې د زیانمنو شوو سره همدردی او عدالت لپاره هلې ځلې وکړو، په اړه بحثونه درلودل.  
د دوې په وینا د دې ترڅنګ چې د رهبري په کچه خبرې اترې سرته رسیږي باید په محلي کچه د خلکو سره په ځانګړې توګه د هغو کسانو سره چې په جګړه کې زیانمن شوي، هم مخامخ خبرې پیل شي ترڅو هغوي ته ډاډ وکړل شوي چې د هغوي پرسر سیاسي معامله نه ده شوي او د سولې توافقنامې په پلي کولو کې د هغوي قناعت img kabull peace Imple Rndtbl HPC HEI Ireland Dec 13 2016 4حاصل شي.
د غونډې په پای کې د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي مولوی عطاء الرحمن سلیم د ناستې اختتامییه وینا وړاندې کړه. نوموړې د ایرلند د سولې او مذاکراتو د کارپوهانو هیئت څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې خپل تجارب شریک کړل او هیله یې څرګنده کړه چې د حزب اسلامي په څیر نورې وسله والې ډلې هم د بین الافغاني مذاکراتو له لاري په هیواد کې تلپاتې سوله تامین لپاره د افغانستان خلکو او د سولې عالي شورا سره مخامخ او بین الافغاني مذاکرات پیل کړی. نوموړي زیاته کړه لکه څرنګه چې د ایرلند د سولې په پروسې کې ګاونډې هیوادونو په صادقانه توګه هلې ځلې وکړي نو موږ د افغانستان له ګاونډې هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه هم غواړو ترڅو په هیواد کې د سولې په راوستلو کې د افغانانو سره مرسته وکړي.

د ۱۳۹۶ کلیز

1