Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا په مشرې د سولې پروسې څخه دافغانستان د ملي یووالي حکومت ملاتړ

د روان کال د قوس میاشتي په ۹ نیټه د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس جلالتمآب داکتر عبدالله عبدالله په سپیدار ماڼې کې د سولې عالي شورا د اجرائیه هیئت سره لیدنه وکړه.

img kabul hpcsupport executivedirect qaws 9 1 په دې ناسته کې د سولې عالي شورا په استازې توب د دی شورا غړی او د افغانستان د علماوو شورا مشر ښاغلی مولوی قیام الدین کشاف د سولې په پروسه کې د اجرائیه ریاست له همکاری او هڅو څخه مننه وکړه او وی ویل چې د ملي یووالې د حکومت له مرستې او ملاتړ پرته د سولې عالي شورا دا وروستې لاسته راوړنې نشوای ترلاسه کولای.
وروسته د سولې عالي شورا مرستیالې آغلی حبیبه سرابی د سولې او ملي مصالحې د نوې ترتیب شوي ستراتیژې په اړه جلالتمآب اجرائیه رئیس ته هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل او وی ویل چې په دې ستراتیژې کې د هیواد دیني عالمانو، ښځو، ځوانانو، مدنې ټولنو، علمي مراکزو، مطبوعاتو او محلي متنفیذینو ته ډیره پاملرنه شوي ترڅو په دې توګه د سولې بهیر اهداف ( د مخالفینو د سیاسی رهبری سره مذاکرات، د سولې لپاره ملي او نړیواله اجماع رامنځته کول او د سولې فرهنګ ترویجول) تر لاسه او په هیواد کې تلپاتې سوله راشي.
img kabul hpcsupport executivedirect qaws 9 2ورپسی د سولې عالي شورا بل مرستیال ښاغلی مولوی عطاءالرحمن سلیم د سولې عالی شورا د وروستیو لاسته راوړنو او د دی شورا په ساختاری او تشکیلاتی برخو کې د لازمو اصلاحاتو راوستلو په اړه د ناستې ګډونوالو ته وینا واوروله. همدارنګه په دې ناسته کې ځینو نورو ګډونوالو لکه محترم قاضی محمد امین وقاد، عبدالحکیم مجاهد او محمد اسماعیل قاسمیار په وار سره خبرې وکړي او د افغانستان دملي یووالې حکومت له رهبری څخه یې د سولې په پروسه کې د هغوې له همکاری او ملاتړ څخه مننه وکړه.
په پای کې د افغانستان د ملي یووالې د حکومت اجرائیه رئیس جلالتمآب داکتر عبدالله عبدالله د سولې عالي شورا رهبری، اجرائیه هیئت او غړو څخه مننه وکړه چې د تلپاتې سولې د تآمین او د امنیت په ټینګښت کې يې نه ستړی کیدونکې هڅې کړی او په دی لاره کې یې قربانې ورکړی. هغه یو ځل بیا د سولې له عالي شورا څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملاتړ اعلانولو ترڅنګ تاکید وکړ چې سوله زموږ ستر هدف دی او د سولې پروسې بشپړه مشرې د سولې عالی شورا ته ورکړل شوې ده او د حکومت ټولې اړوندې ادارې ورسره img kabul hpcsupport executivedirect qaws 9 3لازمه مرسته ترسره کوی.

د ۱۳۹۵ کلیز