Language Switcher

RJ Social Icons

دسولې او یووالې دراوستلو په برخه کې د ولسونو مشورو ته اړتیا ده

د  روان کال د مرغومي په ۱۵ مه ورځ په زابل ولایت کې یوه غونډه د لسګونو قومي مشرانو او دیني عالمانو سره جوړه شوي وه. د غونډې په پیل کې د زابل دسولي ولایتی کمیټی رئیس ښاغل  ی توخي او img zabul people advice for peace unity jadi 15 1د دارالانشاء مسئول خبري وکړې او ویې ویل چې دوئ د ولسونوڅخه دمشورې اخیستلو په موخه دسولي ترعنوان لاندی غونډې جوړه وي او هیله لري چې دسیمي قومي مشران او علماء کرام به ورسره لازمه همکاري وکړي. توخي په وینا چې دشاه جوي ولسوالی چې دزابل لویه او پرنفوسه ولسوالۍ ده، نو پیل یی دهمدې ولسوالی څخه وکړ او دټول ولایت له ولسونو سره به دسولې په اړه مشورې کوی. دزابل والي الحاج خیال محمد حسیني وویل چې زابل یوه سنعتي او پښتنې ټولنه ده چې پکې دیني عالمان او قومي مشرانو ډیر رول لري او هرمشکل دجرګو او مرکو له لاري پکې حل کیږي، نو اړتیا ده چې د سیمي ټول مشران او علمان دسولې غږ تر وسله والو مخالفینو ورسوي او په یوه ټغربه یی سره راټولوی
ښاغلي حسیني زیاته کړه چې دوئ چمتو دي چې هغه وسله وال مخالفین چی دسولې دپروسی سره یوځای کیږی هغوی ته هر ډول امکانات چمتو کړي
img zabul people advice for peace unity jadi 15 2زابل والي همدا ډول دشاه جوۍ قومي او جهادي مشرانو او دیني عالمانو ته اختیار ورکړ چې هره فیصله دوسله والو مخالفینو او دولت ترمنځ کوي موږ اماده یو چی دقانون په چوکاټ کی یې ومنو.په غونډه کې دزابل دولایتي شورا رئیس  دزابل والي څخه مننه وکړه چې  د ولایت مقام دروازې یې دټولو خلکو پرمخ خلاصي کړيدي
د ولایتي شورا رئیس له قومي مشرانو وغوښتل باید سوله او یووالی دکليو څخه راپیل کړو اوپه پوره اخلاص اوصادقت سره د ټول ولایت په سطحه سوله او ملي یووالي رامنځته کړو.
د شاجوی ولسوالۍ قومي او جهادي مشرانو او دیني عالمانو له دولت سره ژمنه وکړه چې دسولي او یووالي لپاره د سر په بدله کې دسولې ولایتی کمیټي او دولایتي ادارې سره ولاړ دي.
دوئ زیاته کړه د ډیره پخوا څخه دسولې او امن ارمانجن دي او هیله لري چې کور په کور به سوله او امن راځي.

د ۱۳۹۶ کلیز