Language Switcher

RJ Social Icons

سوله د دې ټولنې دهروګړي دنده ده

د روان کال د سلواغي د میاشتې په ۹مه نېټه د میدان وردګو ولایت نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو د سولې له پاره د یوې عملي طرحې جورولو په موخه په ولایت مقام  کې ناسته و کړه.
img wardak everyone for peace dalwa 9غونډه د یوه دیني عالم لخوا د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا د میدان وردګو ولایت سرپرست والي محمد امین مبلغ د ناستې هدف چې د ولایت په سطحه یوې تل پاتې سولې ته د رسېدو په موخه د طرحې جوړول وبلل،  ښاغلي مبلغ زیاته کړه، سوله د دې ټولنې د هر وړګي دنده ده او د اړوند ادارو نه یې غوښتنه وکړه څو په سوله کې د اړوند ادارو رول او غوښتنې د طرحې جوړېدو په موخه له دوی سره شریکې کړي.
ورپسې د سولې ولایتي کمېټې د دارالانشا مسؤل د سولې نوې ستراتیژي د غونډې ګډونوالو ته تشریح کړه او د ولایت د اړونده ادارو نه یې غوښتنه وکړه  چې د سولې په برخه کې کار وکړي، او د پوهنې، حج او اوقافو، اطلاعاتو فرهنګ او ښځو چارو ریاستونو، ولایتي شورا او علماو شورا نه غوښتنه وکړه څو د سولې د فرهنګ په ترویج او عامه پوهاوي په برخه کې ورکشاپونه او ناستې جوړې کړي، ولسونه او وسله وال د سولې په ارزښت پوه او ورته د جنګ زیانونه بیان کړي، او د سکتوري ریاستونو نه وغوښتل څو پروژې د سولې تر نوم په هغو سیمو کې عملي کړي چې جنګ ځپلې دي، د امنیتي مسؤلینو نه یې غوښتنه وکړه څو د هغو کسانو د امنیت په تامین کې همکاري وکړي چې سولې پروسې سره یو ځای کیږي ترڅنګ یې د وسله والو په ارزونه کې ورسره همکاري وکړي، همدارنګه د طرحې جوړېدو په موخه یې ۱۵ماده یزه لېست د ولایت مقام ته وسپاره څو د سولې په اړه جوړېدونکې طرحه کې ترینه ګټه واخلي.
د ولایت د ادارو مسولینو په وار سره خبرې وکړې، سوله یې د ټولو افغانانو غوښتنه وبلله او ژمنه یې وکړه چې ادارې به یې د سولې او ثبات په برخه کې زیات کار کوي او په پوره توګه به د سولې ولایتي کمېټې سره همکاره وي.

د ۱۳۹۶ کلیز