Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې او امنيت ټینګښت هر ډول ناخوالې او ستونزې له منځه وړي

د روان کال د مرغومي په۲۰ مه نیټه د کندهار د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء مسئول د افغانانو ولسي ټولني او مدني فعالانو لخوا په یوه جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ، img kandhar ppc gathering civil society jadi 20 1یاده ناسته چې د کندهار پریس کلپ په تالار کې جوړه شوي وه په پیل کې د درالانشاء مسئول خبري وکړي او ویې ویل د سولې او امنيت تامين هر ډول ناخوالې او ستونزي له منځه وړي او د قانون حاکميت او د ټولنې پرمختګ ته زمينه برابروي او هم د ګاونډيو هيوادونو د استخباراتي لاسوهنو مخه نيسي. هغه زیاته کړه موږ ته په کار ده چې تر هر څه لومړي په هيواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره داسي هڅي ترسره کړو تر څو تپل شوې اوږده جګړه پای ته ورسوو، وروسته د افغانانو ولسي ټولني رئیس د کنفرانس په اړه معلومات وړاندي کړل وويل چې د پاکستان او امريکا وروستی موقف د افغانانو په ګټه دی او د امریکا فشار پر پاکستان باندې د سولې په برخه کې د افغانانو په کټه دي او همدارنګه د ملي محاذ ګوند مشر د img kandhar ppc gathering civil society jadi 20 2بي مسؤليتو هغو خبرو چې د طالبانو مشران په افغانستان کې دي، دا څرګندوني يې د افغان ولس په ضد دي. د پيوند مدني ټولني مشر د الکترونيکې تذکرو په ژر ويشلو باندې ټينګار وکړ ځکه الکترونيکې تذکرې د هر ډول درغليو په مخنيوي کې اغيزمنې دي، او زیاته یې کړه د تذکرو ویش د افغانستان په ثبات کې خاص رول لري نو ژر تر ژره دې د الکترونیکې تذکرو د ویش لړۍ پیل شي.

د ۱۳۹۶ کلیز