Language Switcher

RJ Social Icons

په ځوانانو پانګونه په یوه سولییز او با ثباته افغانستان پانګونه ده

د کابل ولایت د سولې ولایتي کميتې رئیس ښاغلي مولوي دین خبر او د کابل ولایت والي او ورسره پلاوي د روان کال د مرغومي په ۱۳ مه نیټه د کابل ولایت خاکجبار img kabul ppc head travel khakjabar jadi 13 1ولسوالۍ ته یو سفر درلود. د یادې ولسوالۍ د قومي او مخورو مشرانو او ځوانانو سره د سولې د ټینکښت او د سولې د پروسې د حمایه کولو په موخه د ولسوالۍ په مقام کي یوه پراخه غونډه جوړه شوه. په پیل کې د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض د کابل ولایت والي او ورسره راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له والي نه یې مننه وکړه چې تل یې د ولسونو ستونزې له نږدې اوریدلي او په لږ وخت کې یې ډیرو ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړیدي. ورپسئ د کابل والي یعقوب حیدري هم په خپل وار سره ګډونوالو ته خبرې وکړې او تاکید یې وکړو چې زه غواړم د ولسونو ترمنځ واوسم او هرڅه د ولسونو په خوښه img kabul ppc head travel khakjabar jadi 13 2ترسره کړم. همدا راز يې د خاکجبار ولسوالۍ خلکو ته د سولې پیغام ورساوه او له هغو یې وغوښتل چې د سولې په فضا کې له یو بل سره د همکاري ژوند وکړي.
 په ځوانانو پانګونه په یوه سولییز او باثباته افغانستان پانګونه ده، دا خبره مولوی دین خبر په یاده غونډه کې وکړه او تر څنګ یې ګډونوالو ته د سولې اړوند هر اړخیزې خبرې وکړي، له هغو یې وغوښتل چې په ګډه باید د یو باثباته افغانستان لپاره یو بل سره همکار وکړو. ځکه چې د سولې فضأ کې مونږ کولای شو چې خپلې ټولې ستونزې حل کړو که هغه د تعلیم په برخه کې وي او که یا هم د عامه بنسټونو په برخه کې وي، همدا رنګه یې ټینګار وکړ چې باید ټول د سولې په بهیر کې د یو بل سره مرسته وکړو. د خاکجبار ولسونو هم د سولې له بهیر څخه خپل هر اړخیزه ملاتړ اعلان کړ.

د ۱۳۹۶ کلیز