Language Switcher

RJ Social Icons

د هلمند ولایت د سولې عالي شورا د ولایتې کميټي رئیس د ملکي وګړو او ملي اردو ترمنځ راپورته سوي شخړه په سوله بدله کړه

د روان کال د مرغومي په ۱۳ مه نیټه د هلمند ولایت د سولې ولایتي کميتې د ملي اردو او ملکي وګړو هغه شخړه په سوله بدله کړه چي څه موده وړاندې دهلمند او کندهار img helmand ana conflict resol people ana jadi 13پر عمومي لاره د ملي اردو لخوا دپلټني په موخه د ملکي وګړو دکرولا ډوله موټر د درولو غوښتنه وکړه خو د موټر چلونکي د نه پاملرنې له وجې موټر و نه دریده، د ملي اردو سرتیرو پر موټر ډزې وکړې چې په پايله کې يې دوه تنه ملکي وګړي په شهادت ورسېدل. د قضیي د حل په موخه دواړو خواوو د سولي ولایتي کمېټې ریاست ته د موضوع د حل لپاره مراجعه کړي وه، چي دکمېټې د رئیس الحاج غلام محمد خان اسحاقزي لخوا په یوه پراخه ناسته کي چي ګڼ شميرقومي مشران، دیني عالمان او دم لي آردو افسران پکې راغونډ شوي و، لومړی د سولې ولایتي کمېټې  رئیس ګډون والو ته د سولې د ارزښت او بیا د قضي ټول جریان ګډون والو ته وړاندي کړي. او وروسته يې دقضیې د طرفینو د شخړې موضوع په سوله ييز ډول حل او فصل کړه، او وویل چي د مسلمانانو ترمنځ سوله کول د الله جل جلاله آمر دی، نو موږ د دې آمر په ترسره کولو باندي مکلف یو.
وروسته د علماؤ شورا رئیس او د سولې ولایتي کمېټې غړي مولوي خدای نظر د سولې او عفوې پر ارزښت د آیت او حدیث په رڼا کې خبرې وکړې، نوموړي وویل: الله جل جلاله د خپلو بنده ګانو څخه په سوله اوعفوه کولو سره راضي کیږي، نو زه د دغه شهیدانو د وارثینو څخه هیله لرم چې د الله جل جلاله د رضایت په خاطر سولي کولو ته غاړه کښېږدي او د دغه جرګې پرېکړي ته درناوی وکړي.
دغه ډول د جرګې یو شمیر قومي مشرانو د سولې او جرګې د اهمیت په اړه ویناوي وکړې او د طرفينو څخه يې د سوله ییز حل لارې د غوره کولو غوښتنه وکړه. په پاي کي د ملي اردو مرستیال قمندان د سولې ولایتي کمېټې د رئیس د بې ساري هلو ځلو څخه مننه وکړه او د جرګې پرېکړه يې د اسلامي او افغاني غرور څخه ډکه وبلله او زیاته يې کړه چي  سوله د افغانانو یو ارمان دي او هیله یي څرګنده کړه چي د سولې پروسه نوره هم قوي شي.

د ۱۳۹۶ کلیز