Language Switcher

RJ Social Icons

د سیاسي چارو له کارپوهانو او شنونکو سره د سولې عالي شورا د مشرتابه مشورتي ناسته

نن د روان کال د مرغومي په ۱۲مه نیټه د سولې عالي شورا مشرتابه د هیواد د سیاسي چارو له کارپوهانو او شنونکو سره سولې ته د رسیدو په لارو چارو د غور په اړه img kabul hpc meeting political analysts jadi 12 1مشورتي ناسته درلوده.
ناسته چې د سولې عالي شورا د کنفرانسونو په تالار کې راغوښتل شوې وه، د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د ناستې د موخو او سولې عالي شورا د لاسته راوړنو او کار دود په اړه معلومات وړاندې کړل، وې ویل: سولې ته رسیدل، د سولې فرهنګ ترویج، ملي ټېکاو، د سولې د تړونونو پلي کول او د سولې لپاره د اړین ظرفیت رامنځته کول د سولې عالي شورا د نوې ستراتیژۍ بنسټیزې موخې دي.
مونږ د خپل کار په موده کې همدې موخو ته د رسیدو لپاره رغنده ګامونه اوچت کړي، د ټولنې له مختلفو پرګنو سره مو په مرکز او ولایتونو کې ډیر شمیر img kabul hpc meeting political analysts jadi 12 2مشورتي غونډې کړې دي، چې پدې لړ کې د هیواد د متنفذو او بې پرې علماوو دوه ورځنی سیمینار د یادونې وړ دی، چې د یوه ډیر مهم پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسید. نن هم غواړو ستاسو نظر واورو. نوموړي د سولې په برخه کې د ترسره شویو هڅو او اقدماتو یادونه هم وکړه، زیاته  یې کړه چې د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته شوې، اوس ددې وار دی چې د ولس ټولې پرګنې ددې اجماع د انسجام او عملي کولو په لارو چارو غور  وکړي.
بیا آزاد بحث پیل شو، چې له ګډونوالو نه هر یوه قاسم وحید، هادي میران، زرقا یفتلي، لیلی جعفري، موسوي، خلیل رومان، بارکزي، جنرال امرخیل، جنرال طاقت، استاذ مسعود، استاد فریور، مسعوده کروخي، سپوږمۍ وردګ، واحدي، بشیر بیژن، مشعل متصل، روشن ځیړن، نسرین اوریاخیل، وحید مژده، نوریه صافۍ او مسعود ترشتوال د موضوع اړوند خبرې وکړې، خپل نظریات او وړاندیزونه یې له ګډونوالو سره شریک کړل.
په وروستۍ برخه کې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس ډاکټر خپلواک اساسي پوښتنو ته ځوابونه وویل او اړین توضیحات یې ورکړل،
 ناسته د سولې عالي شورا د مرستیال مولوي عبدالخبیر اچقون په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز