Language Switcher

RJ Social Icons

ولس دې عامه شتمنۍ د جنګ له بدو پایلو وساتي او د سولې غږ دې پورته کړي

د سولی عالي شورا مرستیال ښاغلي سردار نادر نعیم  د روان کال د لیندۍ په ۱۳مه نیټه د فراه ولایت له څو تنو قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
img farah nadir naim meeting farah people qaws 13د سولې عالي شورا محترم مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې تاسو باید د سولې غږ پورته کړئ، د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د پخلاینې هڅې وکړئ څو په ګران هیواد کې جنګ پای ته ورسیږي. نوموړي زیاته کړه چې نور د دې وخت را رسیدلی چې عام ولس له خپلو عامه شتمنیو څخه ساتنه وکړي او تاسو هیچا ته د دې اجازه مه ورکوئ چې ښوونځي، روغتونونه او مساجد  وران کړي
بیا ټولو درنو مشرانو وعده وکړه چې موږ مخکې هم سولې ته تعهد درلود او اوس یې هم لرو، سوله زمونږ د کارونو لومړیتوب دی تر بل هرکاره مخکې به مونږ سولې لپاره کار کوو، هیچا ته به د دې اجازه ور نکړو چې د جنګ په پلمه زمونږ عامه شتمني لوټ کړي.
د سولې عالي شورا مرستیال هم له قومي مشرانو سره وعده وکړه چې ان شاءالله د سولې عالي شورا به د عام ولس د سوله ییزو هڅو هراړخیز ملاتړ کوي، تر څو په ګران هیواد کې سوله حاکمه شي.
لیدنه په هیواد کې د تل پاتی سولې په دعاء سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز