Language Switcher

RJ Social Icons

د هلمند له قومي مشرانو سره د سولې عالي شورا مرستیال نادر نعیم ناسته

د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي سردار نادر نعیم د روان کال د  لیندۍ په ۱۳ مه  نیټه د هلمند له قومي مشرانو سره چې امیر حفیظ الله خان او معلم احمدالله وزیري یې img helmand nader naim meeting helmand elders folks qaws 13مشري کوله په خپل دفتر کې په یاد ولایت کې د سولې د ټینګښت په لارو چارو تفصیلي خبرې وکړې. د سولې عالي شورا مرستیال په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې زمونږ هدف دادې چې په ټول هیواد کې عادلانه سوله تأمین کړو، ځکه جګړه نوره د زغملو نه ده، افغانان د جنګ پر ځای سوله او د ورانۍ پر ځای ابادي غواړي، مونږ ستاسو په همکارۍ کولی شو چې هلمند ولایت ته سوله راولو او له تاسو مو غوښتنه داده چې له مونږ سره د سولې په راوستو کې پوره همکاري وکړئ.
بیا یادو مشرانو هریو په خپل وار سره د سولې په هکله خبرې وکړې، څرګنده یې کړه چې زمونږ خلک له جنګ نه کرکه لري، بدمرغه جګړې له مونږ هرڅه واخیستل، زمونږ ماشومان بې تعلیمه را لوی شول، عامه شتمنۍ مو تباه شوې، ستاسو دفتر ته زمونږ راتګ هم د سولې غوښتنې لپاره دی، مونږ له زړه نه سوله غواړو ځکه د بدمرغه جګړې لومړني قربانيان مونږ یو. ښاغلو مشرانو وعده وکړه چې د سولې عالي شورا سره به همکاري کوي، او دا پیغام به خوروي چې سوله کول د تسلیمۍ په معنی نه، بلکې له خپلو خلکو سره د یوځای کیدو او په ارام محیط کې د قانون تر حاکمیت لاندې خوشاله ژوند کولو په معنی ده.
په اخیر کې د سولې عالي شورا مرستیال  له راغلو قومي مشرانو نه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د سولې عالي شورا به په پوره قوت سره د هغو اشخاصو لاسنیوی وکړي چې په اخلاص سره ګران هیواد کې د سولې حاکمیت لپاره هلې ځلې کوي.لیدنه په هیواد کې د تل پاتې سولې په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز