Language Switcher

RJ Social Icons

د ولسونو قوي اراده کولای شي په هېواد کې سوله تأمین کړي

موږ یو ژوندی ملت یو، د لوی خدای په فضل سره به د روان ناورین، جګړو، فقر، او بهرنیو دسیسو په تورتم کې د بري، نیکمرغۍ، سولې، ورورولۍ، یووالي او سرلوړۍ img wardak people strong faith for peace qaws 11سباوون ته رسیږو.
دغه خبرې د میدان وردګو د سولې ولایتي کمېټې رئیس عبدالقادر طارق د دې ولایت د ولایتي شورا  له غړو سره په هغه ناسته کې وکړې چې د روان کال د لیندۍ په ۱۱مه نېټه د ولایتي شورا د غونډو په تالار کې  له روان وضعیت نه د وتلو او تل پاتې سولې ته د رسېدو په لارو چارو د غور په موخه جوړه شوې وه.
طارق د ولایتي شورا له غړو نه وغوښتل چې د ولس د ریښتینو استازو په توګه په ناامنه سیمو کې د هغو قومي مخورو په همکارۍ د سولې او ثبات له پاره کار وکړي چې په ولسونو کې نفوذ لري.
ورپسې د دارالانشاء مسؤل محمد اسحق دقیق په خپلو خبرو کې وویل: سوله زمونږ د دین او کلتور یوه اړینه برخه ده، که  ولسونه په ریښتیني معنی لاسونه سره ورکړي لرې نه ده چې په هېواد کې سرتاسري سوله تامین شي.
د سولې ولایتي کمېټې مرستیال محمد حسین بصیر هم د سولې په راوستو کې د علماوواو قومي مشرانو رول اړین وباله او ټينګار یې وکړ چې باید له هغوی نه د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشي.
بیا د ولایتي شورا مرستیالې سیلۍ وردګ په دې ولایت او بیا ټول هېواد کې د جګړې لامل بې کاري او د سیمې استخباراتو دسیسه یاده  کړه، وې ویل: که ځوانانو ته مو کار پیدا شي او د تعلیم په برخه کې زیات کار وشي په راتلونکي کې به له دا ډول ستونزو نه خلاص یو، نوموړې د ولایتي شورا په استازیتوب د سولې او ثبات په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.
د ولایتي شورا بل غړي احمد جعفري سوله د افغانانو لومړنۍ اړتیا وبلله، هغه علماء کرام د سولې سرلاري یاد کړل او غوښتنه یې وکړه چې علماء دې خپل یووالی نور هم ټینګ کړي.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او یووالي په دعاء سره پای ته ورسېده.

د ۱۳۹۶ کلیز