Language Switcher

RJ Social Icons

اندونیزیا له سولې پروسې او سولې عالي شورا نه خپل ملاتړ اعلان کړ

د سولې عالي شورا اجرائیه پلاوي د روان کال د لیندۍ په ۸مه د ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي تر مشرۍ لاندې غونډه وکړه. غونډه چې د سولې عالي شورا د کنفرانسونو img kabul hpc exec board members meeting qaws 8 1په خونه کې جوړه شوې وه د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي د غړي مولوي عبدالحکیم مجاهد له خوا د قرآنکریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. بیا د سولې عالي شورا رئیس ګډونوالو ته هرکلی ووایه او اندونیزیا ته یې د سولې عالي شورا د پلاوي د سفر اړوند خبرو په لړ کې دا سفر یو تاریخي او ګټور سفر یاد کړ، زیاته یې کړه: زمونږ لومړنۍ لیدنه د اندونیزیا له ولسمشر او د هغه له مرستیال سره وه، چې هغوی پلاوي ته د ګرم هرکلي ترڅنګ د افغانستان له سولې پروسې سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او د افغانستان په اړه یې د خپلو نیکو احساساتو څرګندونه وکړه.
img kabul hpc exec board members meeting qaws 8 2استاذ خلیلي زیاته کړه: په اندونیزیا کې د علماوو بنسټونو ډیر پیاوړي دي، د مثال  په توګه نهضة العلماء ۹۱ ملیونه او محمدیة  ۳۵ ملیونه پیروان لري، د سولې عالي شورا پلاوي له دې بنسټونو سره د افغانستان د سولې اړوند مسایلو په اړه تفصیلي او اغیزمنې خبرې درلودي، چې په پایله کې یې د علماوو دې دواړو سترو بنسټونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له سولې پروسې او سولې عالي شورا نه خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې د اندونیزیا او اسلامي نړۍ علماء به د افغانستان د سولې پروسې اړوند یو ستر کنفرانس جوړ کړي.
ورپسې د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل: اندونیزیا د افغانستان له سولې پروسې او سولې عالي شورا نه د ملاتړ په برخه کې خپله بشپړه تیاري څرګنده کړې او مونږ له جلالتمآب ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو نه هیله کوو چې دا مسأله تعقیب کړي.
وروسته د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاء الرحمن سلیم د یاد سفر له پایلو نه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې وویل: په هیواد کې د اچي په نوم یوه سیمه ده، چې اوسیدونکي یې مسلمانان دي او دیرش کاله یې له جاکارتا سره منازعه او جګړه درلوده،  شاوخوا ۳۰ -۳۵  زره کسان پکې ووژل شول، خو بالآخره هغوی له سولې پرته بله حل لاره نه مومي او یو له بل سره سوله او مصالحه کوي.
img kabul hpc exec board members meeting qaws 8 3بیا د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي او د دارالانشاء مرستیال فرهاد الله فرهاد د افغانستان پر وړاندې د اندونیزیا له رښتینولۍ نه په یادونې سره وویل:  د هغه هیواد چارواکو چې د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ، د علماوو له خوا د نړیوال کنفرانس د جوړیدو، د ظرفیت لوړولو او ښوونیزو بورسونو په اړه کومې ژمنې کړې دي، هغه باید په جدي توګه تعقیب شي.
د اجرائیه پلاوي نورو غړو د مطرح شوې موضوع اړوند خپل وړاندیزونه او اندونه په ډاګه کړل او ناسته د سولې عالي شورا د مرستیال مولوي عبدالخبیر اچقون له لوري په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز