Language Switcher

RJ Social Icons

ښځې کولای شي ټولنې ته یوه با عزته سوله راوړي

د روان کال د قوس په شپږمه نیټه د سولې عالي شورا د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د جنډر برخې مسؤلینو پکتیا ته د سولې پیغام د لیږد او له ښځینه وو سره د یوې ځانګړې img paktia women ability to bring peace qaws 6غونډې د جوړیدو په موخه سفر درلود، چې د پکتیا د سولې د ولایتي کمیټې غړو او پکتیاوالو له خوا یې دروند هر کلی وشو.
پدې مناسبت په ګردیز ښار کې جوړه شوې غونډه کې په زیاته کچه ښځینه وو، د سولې ولایتي کمیټې غړو او د دارالانشاء کارکوونکو او یو شمير ځوانانو ګډون کړی و، غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د افغانستان ملي سرود واورول شو.
د غونډې پرانیستونکې وینا د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې غړې او د ښځو چارو رئیسې نسرین اوریاخیل واوروله، ګډونوالو ته د هر کلي تر څنګ یې د سولې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې او د ښځینه وو رول یې د سولې په پروسه کې خورا اړین یاد کړ.
د پکتیا ولایت مرستیال عبدالولي سهي بیا د سولې په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې، څرګنده یې کړه چې ښځې کولای شي خپلې ټولنې ته یوه با عزته سوله راوړي.
ورپسې د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې مرستیال جنت خان منګل خبرې وکړې، وې ویل په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده، نو ټول ولس په ځانګړې توګه ښځې او ځوانان یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هڅې وکړي.
ورپسې د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي خبرې وکړې او د دولت په مخالفینو یې غږ وکړ، چې نور دې له ورور وژني نه لاس واخلي او د سولې پروسې سره په یو ځای کېدو سره دې د وطن د آبادی له پاره لاسونه سره ورکړي.
نوموړې د سولې د عالي شورا  د نوې ستراتیژۍ په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل د سولې عالي شورا د اوسني جوړ شوي کاري طرزالعمل په ښه ډول سره پر مخ بیولو کې یې له ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول له ښځینه وو څخه د پوره کاري مرستې غوښتنه وکړه.
د غونډې بله وینا واله د جمهوري ریاست سلاکاره شریفه زرمتۍ وه، نوموړۍ په خلو خبرو کې وویل چې خویندې کولای شي د وروڼو له لاسونو ټوپک واخلي او سولې ته یې راوبلي. نوموړې زیاته کړه، د سولې په څنګ کې باید د نظام په ټینګښت کې هم رول ولرو او د هېواد د ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړو.
د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د ولایتي چارو مسؤل خالد سادات هم د سولې په ارزښت او جنګ جګړو په زیانونو او په نړیواله کچه د سولې په میکانیزم هر اړخیز معلومات ورکړل او د غونډې په وروستیو کې یې د ګډونوالو له خوا یو شمیر پوښتنو ته ځوابونه وویل.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز