Language Switcher

RJ Social Icons

روانه جګړه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو ستر لامل دی

د روان کال د لیندۍ په ۵ مه نېټه په ميدان وردګو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالې د مخنیوي نړۍ واله ورځ د ښځو چارو ریاست د غونډو په تالار کې په داسې حال کې img wardak war leads to voilence againts women qaws 5 1ولمانځل شوه چې پکې پر دولتي چارواکو سربیره ګڼ شمير میرمنو، د مدني ټولنو استازو، د سولې ولایتي کمیټې غړو او د ښځو د حقونو فعالینو برخه درلوده.
غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د ښځو چارو رئيسې او د سولې ولایتي کمیټې غړې اغلې وحيدې ښکلې د همدې ورځې په مناسبت د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري پيغام ولوست چې پکې له اړونده ادارو غوښتل شوي وو څو د علمای کرامو  په مرسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخواولي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي. د دې ترڅنګ اغلې ښکلې په خپلو خبرو کې وویل: له نيکمرغه د ميدان وردګو ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه په کې کمه ده. ښکلې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل روانه جګړه یاده کړه، هغې باور وښود چې که ولسونه، علمای کرام او میرمنې په پوره مسؤلیت سره د سولې او ټیکاو له پاره کار وکړي نو د ښځو په وړاندې به روان ظلم او تاوتریخوالی له منځه ځي.
د ميدان وردګو ولايت مرستیال والي ډاکتر محمد امين مبلغ غونډې ته په خپله وينا کې د ښځو سره د تاوتريخوالي ترسره کوونکي د اسلام له نظره د ښځو له حقوقو څخه بې خبره وبلل، هغه په اړوندو ادارو غږ وکړ چې بايد لرې پرتو سيمو کې د خلکو لپاره عامه پوهاوی او د ښځو لپاره د تعليم زمينه برابره کړي.
همدارنګه غونډې ته د حج او اوقافو رئيس رحيم الله رحمتي د ښځو حقونه د اسلام له نظره  تشریح کړل، د مدني ټولنې فعالې بخت زمینې  وویل: د ښځو حقوق له بل هر حالت څخه په سوله کې ښه تامین کېدای شي. د پوهنې رياست مرستيال سيد نعيم د ښځو د حقونواو مدني ټولنو فعالینو په خپلو ويناو کې ښځو ته د هغوی د اسلامي حقوقو پر ورکړه ټینګار وکړ.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او یووالي په دعا سره پای ته ورسېده.

د ۱۳۹۶ کلیز