Language Switcher

RJ Social Icons

له علماوو او قومي مشرانو سره د کابل د سولې ولایتي کمیټې ګډه ناسته

د کابل د سولې ولایتي کمیټې رئیس مولوی دین خبر د روان کال د لیندۍ په لومړی نیټه د سروبي له ولسوال، علماوو شورا رئیس، یو شمیر علماوو، قومي مشرانو، سپین ږیرو، img kabul kbl peace committ meets scholars elders qaws 1 1مدني فعالانو او ځوانانو سره ناسته درلوده.
دغه ناسته د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا د کابل ولایت د سروبي ولسوال وینا وکړه، وې ویل: قانون باید پر ټولو یو ډول تطبیق شي او پدې سره د دولت او عامو خلکو تر منځ واټن کمیږي او پایدارې سولې ته زمینه مساعدیږي.
ورپسې د سروبي ولسوالۍ د علماوو شورا رئیس مولوي ګل محمد خپله وینا واوروله، څرګنده یې کړه چې د
  سروبي ولسوالۍ ټول علماء سولې ته ژمن دي او تر هغې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوو څو تلپاتې او عادلانه سولې ته ورسیږو.
img kabul kbl peace committ meets scholars elders qaws 1 2ورپسې د کابل د سولې ولایتي کمیټې رئيس مولوي دین خبر په خپلو خبرو کې په عالمانو او قومي مشرانو غږ وکړ چې د سولې او ټیکاو په برخه کې خپل دیني رسالت سرته ورسوي، ځکه سوله الهي امر دی او باید د ټولنې هر وګړی په دې لار کې کوښښ وکړي.
ناسته د سولې او امنیت د راتګ په دعایې پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز