Language Switcher

RJ Social Icons

د رسنیو له مسؤولینو سره د سولې عالي شورا د مشرتابه مشورتي غونډه

د روان کال د لړم په ۱۴ مه نیټه د سولې عالي شورا مشرتابه د کنفرانسونو په خونه کې د هیواد د رسنیو له مسؤولینو سره د «سوله او رسنۍ» تر سرلیک لاندې مشورتي img kabul hpc officials meeting media aqrab 14 1غونډه درلوده.
غونډه کې د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي، ښاغلو مرستیالانو، د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د سولې عالي شورا د اجرائیه او عمومي غونډې یو شمیر غړو او د هیواد د مشهورو رسنیو مسؤولینو او استازو ګډون درلود.
په پیل کې د سولې عالي شورا غړي ښاغلي مولوي شفیع الله نورستاني د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت کړل، بیا د سولې عالي شورا مرستیال او د مطبوعاتو، مطالعاتو او تحقیقاتو کمیټې رئیس ښاغلي مولوي عطاء الرحمن سلیم پرانستونکې خبرې وکړې، img kabul hpc officials meeting media aqrab 14 2ګډونوالو ته یې هرکلی ووایه، زیاته یې کړه چې جګړه یوه فتنه ده، که په ګډه یې مخه ونه نیسو، نو ورنه د زیږیدونکو مصیبتونو لمن یې پراخیږي، بناء د ټولنې هره پرګنه په ځانګړې توګه رسنۍ دنده لري چې ددې فتنې او مصیبتونو په پای ته رسولو کې خپل مسؤولیت ادا کړي او د سولې فرهنګ په ترویج کې له مونږ سره مرسته وکړي.
ورپسې د سولې عالي شورا رئیس د نوی ستراتیژۍ په رڼا کې د سولې فرهنګ په دودولو کې د رسنیو مسؤولیت تر عنوان لاندې هر اړخیزه وینا وکړه، وې ویل: رسنۍ د ټولنې څلورم ځواک دی، ارزښتمن رول ته په پام سره یې د مرستې غوښتونکي یو. افغان ولس پدې خبره یوه خوله دی چې نور باید جګړه ختمه او سوله ټینګه شي، له همدې لامله هڅه کوو چې د ټولنې ټول ازغیزمن اړخونه د یوې شفافې پروسې له لارې د سولې په پروسه کې راګډ کړو. څرګنده دې وي چې د سولې عالي شورا د یوه img kabul hpc officials meeting media aqrab 14 3بې پرې درېیمګړي په توګه خپل کار ته ادامه ورکوي. نوموړي زیاته کړه، د بیان آزادي د نوي پړاو یوه داسې لاسته راوړنه ده، چې په هر حال یې باید ساتنه وشي، رسنۍ دې ډاډه وي چې د سولې په ټینګښت سره د دوی آزادي لا پیاوړې کیږي. له رسنیو غواړو زمونږ د ټولو چارو څارنه وکړي، خو ددې ملي پروسې د بریالیتوب په لار کې دې زمونږ ملاتړ وکړي.
بیا د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ښاغلي محمد اکرم خپلواک وینا درلوده، څرګنده یې کړه چې د رسنیو رول او ارزښت له چا پټ نه دی، همدا رسنۍ دي چې زمونږ غږ تر خلکو رسوي، نو یوځل بیا وایم img kabul hpc officials meeting media aqrab 14 4چې د سولې عالي شورا نوې ستراتیژي د تیرو تجربو له څېړنې او ارزونې وروسته عیني واقعیتونو ته په پام سره جوړه شوې ده او د شورا ټول غړي ورته ژمن دي. مونږ هم مو د کارکوونکو شمیره کمه  کړې او هم مو لګښتونه راټیټ کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د سولې عالي شورا اساسي دنده دا ده چې وسله وال مخالفین له حکومت سره د خبرو لپاره تیار او په یوه میز یې سره راغونډ کړي. حکومت د مذاکراتو لپاره شرط نه لري، نړیواله ټولنه هم زمونږ له هڅو ملاتړ کوي، نو رسنۍ دې زمونږ د سولې غږ تر خلکو ورسوي او له مونږ سره دې د افراطیت او تاوتریخوالي په مخنیوي او له منځه وړلو کې خپله مرسته نه سپموي.
همدارنګه د غونډې د ګډونوالو په استازولۍ آغلې نجیبې ایوبي هم د اجندا له مخې د سولې عالي شورا سره د رسنیو د مرستې د څرنګوالي په باب ګټورې خبرې وکړې، وې ویل: څلویښت کلنې جګړې پر ټول ولس خپلې بدې اغیزې کړې دي، نو اړینه ده ټول په یوه آواز د جګړې د پای ته رسولو او سوله ییز ذهنیت د ایجاد لپاره کار img kabul hpc officials meeting media aqrab 14 5وکړو.
بیا د یو شمیر رسنیو مسؤولینو او استازو هر یوه په خپل وار خپل سوالونه، وړاندیزونه او اندونه د سولې عالي شورا له مشرتابه سره شریک کړل، چې د غونډې په پای کې د سولې عالي شورا ښاغلي رئیس او د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس په دې اړه لازم توضیحات او معلومات ورکړل. غونډه د ښاغلي خلیلي له خوا له جمع بندۍ وروسته د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز