Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې د ټینګښت په برخه کې له فعالو بنسټونو سره د سولې عالي شورا غونډه

نن د روان کال د لړم په ۱۳ مه نیټه د سولې عالي شورا مشرتابه په هیواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې له شپږو فعالو بنسټونو سره مشورتي غونډه درلود.
img kabul hpc meeting peace org aqrab 13 1غونډه چې د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي، د شورا ښاغلو مرستیالانو، د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د سولې د ټینګښت په برخه کې د شپږو فعالو بنسټونو مشرتابه، استازو او د سولې عالي شورا یو شمیر غړو ګډون پکې درلود، د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالخبیر اچقون له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس ښاغلي محمد اکرم خپلواک د ناستې پر اهدافو رڼا img kabul hpc meeting peace org aqrab 13 2واچوله، څرګنده یې کړه چې د سولې عالي شورا پتېيلې چې د ولس ټولې پرګنې پدې پروسه کې را شاملې کړي، چې پدې لړ کې مو نن د سولې د ټینګښت په برخه کې له شپږو فعالو بنسټونو سره دا غونډه جوړه کړې ده.
img kabul hpc meeting peace org aqrab 13 3بیا د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي وینا وکړه، څرګنده یې کړه چې سوله نه یوازې د الله تعالی امر دی، بلکې زمونږ د ټولنې اړتیا هم ده. مونږ ټول باید له جګړې نه رامنځته شوی ناورین پای ته ورسوو. د سولې عالي شورا د ولس له ارادې نه د راټوکیدلې ادارې په توګه پدې باور ده، چې د سولې غږ د ولس غږ دی او مونږ په پوره شفافیت سره د ولس د هیلو د پوره کولو لپاره مخ پر وړاندې درومو. ښاغلي خلیلي د سولې عالي شورا  له یو شمیر لاسته راوړنو او د هیواد له یو شمیر جهادي او سیاسي مشرانو سره د ترسره شویو کتنو یادونه وکړه، وې ویل مونږ غواړو د ولس هر وګړي پدې پروسه کې شامل وي، ځکه هڅه کوو عزتمنه سوله ټینګه کړو او هدف مو د طالبانو تسلیمي نه، بلکې مشارکت او پخلاینه ده.
ورپسې د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي حاجي دین محمد وینا وکړه، وې ویل: هر افغان د سولې غوښتونکی دی، نو په کار ده چې د سولې دا هیله په واقعیت بدله شي، د جګړې دواړه لوړي یو د بل خبرې واوري، غواړو پدې اړه ستاسو نظریات واورو څو داسې یوه کړنلاره تیاره شي چې د بین الافغاني تفاهم لپاره زمینه برابره کړي.
ورپسې د سولې او نجات شورا مشر ګل رحمن قاضي خبرې وکړې، څرګنده یې چې سوله د افغان ولس هیله، حق او ملکیت دی، نو اړینه ده د ولس ټولې پرګنې پکې شاملې وي. د سولې عالي شورا دې د منځګړي په توګه له تیرو ناکامو تجربو او شته فرصت نه په استفادې سره د وسله والو مخالفینو د پخلاینې او ټول ولس د یووالي هڅه  وکړي، څو په هیواد کې عادلانه سوله ټینګه شي.
بیا د سولې د ټینګښت لپاره د علماوؤ ټولنیزې شورا مشر مولوي تاج الدین نوري وینا درلوده، وې ویل: د سولې ټینګښت ډیر کار غواړي، ښايي مونږ ټول په پوره همغږۍ سره پدې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړو. ورپسې د افغانستان د خلاصون لار بنسټ په استازیتوب مولوي صدیقي خبرې وکړې، څرګنده یې کړه چې ولس ټول پدې باوري شوی چې جګړه د حل لار نه ده، نو باید ټول د شته امکاناتو په کارولو سره د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړو.
همدارنګه مولوي کفایت الله د ملي ثبات ټولنې په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل چې قرآنکریم مونږ ته د په جګړه اخته مسلمانانو تر منځ د مصالحې لاره راښوولې، نو باید مونږ په ګډه همغه الهي حکم عملي کړو څو روانه بدمرغه جګړه پای ته ورسي او سوله تأمین شي.
د سولې د مطالعاتو د مؤسسې مشر خان زمان امرخیل هم په خپل نوبت وویل چې مونږ د سولې عالي شورا له دریځ او هڅو ملاتړ کوو او زیار باسو د سولې د ټینګښت په برخه کې مثبتې هڅې ولرو.
بیا د سولې او نجات شورا غړي دکتور فضل هادي وزین خپل وړاندیزونه او پوښتنې مطرح کړې، ورپسې د سولې عالي شورا رئیس او د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس د مطرح شویو وړاندیزونو، پوښتنو او نظریاتو په اړه اړین توضیحات ورکړل، په ډاګه یې کړه چې د سولې عالي شورا یوه مستقله او منځګړې اداره ده، د جلالتمآب ولسمشر له خوا پوره صلاحیت ورکړل شوی او په پوره شفافیت سره د  عزتمنې سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي. مونږ د مذاکراتو لپاره هیڅ ډول شرطونه نه لرو او تیار یو په هر ځای او هر ډول شرایطو کې له وسله والو مخالفینو سره خبرې اترې وکړو، څو داسې تلپاتې سوله رامنځته شي چې د ټول ولس له ملاتړ نه برخمنه وي. غونډه د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي د غړي مولوي عطاء الله لودین له خوا په دعا سره پای ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز