Language Switcher

RJ Social Icons

استاذ سیاف: سوله د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ وسیله ده

د سولې د ټینګښت لپاره د ملي اجماع د پیاوړتیا په موخه د سیاسي، جهادي او ملي مشرانو او خوځښتونو سره د سولې عالي شورا د مشورتي ناستو په لړ کې د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد img kabul hpc officials meeting ustad sayaf aqrab 10 1کریم خلیلي پداسې حال چې مرستیالان، د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او د شورا یو شمیر غړي هم ورسره ملګري وو نن د لړم په ۱۰ مه نیټه له غرمې مخکې د دعوت اسلامي ګوند له رئیس ښاغلي استاذ عبدرب الرسول سیاف سره چې د حراست او ثبات شورا د بنسټګرو له ډلې څخه  دی، د یادې شورا د یو شمیر غړو په شتون کې، د هغه په کور کې وکتل.
ناسته د سولې عالي شورا د غړي مولوي پیر محمد روحاني له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي لومړی په مختلفو برخو کې د سولې عالي شورا د وروستیو کړنو اړوند خبرې وکړې، څرګنده یې کړه چې د شورا د نوې ستراتیژۍ له مخې به په سوله پروسه کې د درنو جهادي مشرانو، محترمو سیاسي شخصیتونو، مخورو img kabul hpc officials meeting ustad sayaf aqrab 10 2او معزیزینو رول لا څرګند شي، له تاسو ښاغلي او د حراست او ثبات شورا له ښاغلو غړو سره زمونږ لیدنه په هیواد کې د سولې او ټېکاو د ټینګښت په موخه د هڅو شریکول دي. ښاغلي خلیلي د سولې د نوې ستراتیژۍ د پلي کیدو او موخو ته د رسیدو په برخه کې د ښاغلي استاذ سیاف رول ارزښتمن او اغیزمن وباله او هیله یې څرګنده کړه چې په خپلو ګټورو مشورو سره د سولې د ټینګښت په د سولې عالي  شورا سره مرسته وکړي.
ورپسې ښاغلي استاذ سیاف میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو عالمانه خبرو په ترڅ کې یې د سولې عالي شورا وروستیو هڅو ته په اشارې سره وویل چې ستاسو وروستي نوښتونه د سولې پروسه بډایوي. ده زیاته کړه جګړه په جګړه له منځه نه ځي، بلکې د جګړې د ماتولو یوازینۍ وسیله سوله ده، اوس مهال د تیرو کلونو په پرتله سولې ته د رسیدو فرصتونه زیات شوي. ښاغلي سیاف د خبرو اترو img kabul hpc officials meeting ustad sayaf aqrab 10 3میز ته د وسله والو مخالفینو د راکاږلو لپاره غوره دا ده چې د هغوی له ملاتړو سره اړیکې ټینګې او خبرې وشي او باید د سولې عالي شورا ته ددې کار د ترسره کولو صلاحیت وسپارل شي.نوموړي په پای کې د حراست او ثبات شورا له هغو هڅو هم یادونه وکړه چې د سولې په ګټه یې ترسره کړې دي او ټینګار یې وکړ چې د سولې هڅې باید داسې تنظیم او منسجمې شي چې ټول ښکیل اړخونه په ګډه یوه طرحې جوړه کړي.
بیا د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک خبرې وکړې، وې ویل چې له سیاسي ګونډونو او خوځښتونو سره د سولې اړونده چارو کې مشورو او ورسره د معلوماتو شریکولو لړۍ په چټکۍ سره جریان لري او د سولې عالي شورا مشرتابه هڅه کوي له شته فرصت نه img kabul hpc officials meeting ustad sayaf aqrab 10 4د سولې د ټینګښت لپاره اړینه ګټه پورته کړي، څو په هیواد کې تلپاتې سوله ټینګه شي. ښاغلي خپلواک زیاته کړه، د سولې عالي شورا د داسې یوې ګډې غونډې لپاره تابیا نیسي چې د حراست او ثبات شورا، حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا به پکې ګډون ولري او د نظریاتو د څرګندولو ترڅنګ به په ګډه وسله والو مخالفینو ته په بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون بلنه ورکړل شي.
همدا راز پدې ناسته کې د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي حاجي دین محمد او د حراست او ثبات شورا د سیاسي کمیټې رئیس ښاغلي محمد عمر داود زي هم د سولې او د سولې په بهیر کې د جهادي او سیاسي مشرانو د رول د ارزښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې. ملاقات د خیر په دعا سره پای ته ورسید.

 

د ۱۳۹۶ کلیز