Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا له هڅو او نوې ستراتیژۍ نه د ښاغلي انجنیر حکمتیار ملاتړ

د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي، چې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد img kabul hpc officials meeting hekmatyaar aqrab 9 1اکرم خپلواک، د سولې عالي مرستیالانو او د مشرتابه پلاوي یو شمیر غړو یې ملتیا کوله نن د لړم په ۹مه له غرمې مخکې د حزب اسلامي افغانستان له امیر ښاغلي انجنیر حکمتیار سره د هغه په هستوګنځي کې ناسته درلوده.
ناسته د سولې عالي شورا د غړي ښاغلي مولوي شفیع الله نورستاني  له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي د خپلو پیلیزو خبرو په ترڅ کې د حزب اسلامي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر منځ د سولې د تفاهملیک لاسلیک کول د ښاغلي حکمتیار یو img kabul hpc officials meeting hekmatyaar aqrab 9 2جرأتمندانه اقدام وباله چې د افغان ولس له خوا د قدرونې او ستاینې وړ دی.ده زیاته کړه چې د سولې عالي شورا د نوې ستراتیژۍ پر بنسټ په پام کې ده چې د یادې ستراتیژۍ د پلي کیدو او سولې ته د رسیدو په موخه د جهادي درنو مشرانو او د مطرح سیاسي شخصیتونو مشورې او اندونه ترلاسه کړو.
ورپسې د سولې عالي شورا رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي د حزب اسلامي له ښاغلي امیر نه مننه وکړه چې د سولې عالي شورا مشرتابه پلاوی یې خپل حضور ته ومانه، څرګنده یې کړه چې ددې کتنې موخه له سولې عالي شورا سره د حزب اسلامي د مشرتابه مرسته او مشورې ترلاسه کول دي. ښاغلي خلیلي د سولې عالي شورا د کړنو نوي باب ته په اشارې سره وویل چې د شورا مشرتابه د خپلې نوې ستراتیژۍ پر بنسټ په پام کې لري د افغان ولس ټولې پرګنې د سولې په پروسه کې راګډې کړي او له همدې لامله غواړو چې د دولت د وسله والو img kabul hpc officials meeting hekmatyaar aqrab 9 3مخالفینو مشروع غوښتني دې ومنل شي. نوموړي زیاته کړه، چې د وسله والو مخالفینو ستره برخه د دواړو لوریو تر منځ د خبرو اترو د پیلیدو غوښتونکي دي او دغه مذاکرات د باور فضا ته اړتیا لري چې دولت کولی شي د باور دا ډول فضا رامنځته کړي.
بیا د حزب اسلامي افغانستان امیر ښاغلي انجنیر حکمتیار لومړی میلمنو ته هرکلی ووایه، د سولې عالي شورا له نوې ستراتیژۍ یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او په هیواد کې د سولې د ټینګښت او جګړې د خاتمې په برخه کې له سولې پروسې سره د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ. ده زیاته کړه زیاتره مخالفین د سولې پلویان دي، ډیر کم شمیر یې جګړه غواړي. جګړه کله هم ګټونکی نه لري او ټول باید پوه شي چې له سولې پرته بله حل لاره نشته.د سولې ټینګښت هغه مهال شونی دی، چې عدالت تأمین او مخالفینو ته د عدالت د تأمین ډاډ ورکړل شي.
همدا راز پدې ناسته کې ښاغلي حاجي دین محمد، ښاغلي قاضي محمد حکیم، ښاغلي رحیم بیګ او ښاغلي مولوي عبدالحکیم مجاهد هره یوه په خپل وار سره د حزب اسلامي له ښاغلي امیر، نورو جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره ددې ډول لیدنو کتنو د ګټورو پایلو اړوند خبرې وکړې. لیدنه د افغانستان له پاره د خیر او پرمختګ په دعا سره پای ته ورسید.

 

د ۱۳۹۶ کلیز