Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي عمومي غونډه ترسره شوه

نن چهار شبنه د روان کال د لړم په ۳مه نیټه د سولې عالي شورا عمومي غونډه د شورا د رئیس ښاغلي استاذ محمد کریم خلیلي په مشرۍ او د سولې پروسې د دار الانشاء د img kabul hpc grand assembly aqrab 3 1رئیس ښاغلي ډاکتر محمد اکرم خپلواک، د سولې عالي شورا د مرستیالانو او غړو په ګډون د یادې شورا په مقر کې تر سره شوه.
غونډه د ماسپښین په ۲ بجو د سولې عالي شورا د غړي ښاغلي مولوي شفیع الله نورستاني له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د سولې عالي شورا رئیس ښاغلی استاذ محمد کریم خلیلي پرانیستونکې وینا وکړه، ګډونوالو ته یې هرکلی ووایه، په هیواد کې د وروستیو غمجنو پیښو شهیدانو ته یې د لوړو درجو او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه، زیاته یې کړه چې دا ټولې غمیزې د جګړې زیږنده ده او  همدې غمیزو ته په img kabul hpc grand assembly aqrab 3 2کتو سره زمونږ مسؤولیت لا زیاتیږي، نو ښايي زمونږ عزم لا ټینګ او هڅې مو ګړندۍ شي.
استاذ خلیلي د هیواد له سیاسي او جهادي مشرانو سره د خپلو لیدنو او بامیان ولایت ته د img kabul hpc grand assembly aqrab 3 3خپل سفر د یادونې په ترڅ کې په ډاګه کړه چې ولس ټول حتی هغه چې ډیر ځپل شوي دي د سولې غوښتونکي دي، د جلالتمآب ولسمشر په شمول له کومو مشرانو سره مې چې پدې وروستیو کې لیدلي هغوی ټولو د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ راکړئ، اوس زمونږ وار دی چې د جګړې عوامل په ګوته او د له منځه وړلو لارې چارې یې ولټوو.
ورپسې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک له اجندا سره سم د سولې عالي شورا پر وروستیو هڅو او اداري فعالیتونو رڼا واچوله وې ویل: د سولې ولایتي کمیټو د مشرتابه لپاره جوړ شوي سیمینار ښې پایلې درلودې، حکومت او نړیواله ټولنه د شورا د فعالیت او اوسني تشکیل په اړه ډاډه دي.
ښاغلي خپلواک په مسقط کې د ترسره شوې څلور اړخیزې غونډې په اړه هم د عمومي غونډې غړو ته اړین معلومات ورکړل، په ډاګه یې کړه چې د افغانستان پر حق ولاړ دریځ د ټولو اړخونو ملاتړ له ځان سره لري، مونږ پر دې هڅو سربیره د اسلامي نړۍ له علماوو سره هم ناستې درلودې او زیار باسو په نژدې راتلونکې کې د یوه ښه پرمختګ شاهدان واوسو.
نوموړي د شورا راتلونکو فعالیتونو ته په اشارې سره یې وویل: پنځګونو کمیټو په کار پیل کړی، ډیر ژر به ولایتي سفرونه او د سیاسي بنسټونو له مشرتابه سره ملاقتونه پیل کړو، څو پدې برخه کې له شته اجماع نه په ګټې اخستنې سره تلپاتې سوله ټینګه کړو.
وروسته د آزاد بحث نوبت شو، چې د عمومي غونډې غړو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه، سوالونه او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې په خپل وخت به د سولې عالي شورا د ښاغلي رئیس او د سولې پروسې د دارالانشاء د رئیس له خوا ځواب شول.
ناسته د سولې عالي شورا د مرستیال ښاغلي مولوي عطاء الرحمن سلیم له خوا په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په دعا سره پای  ته ورسیده.

د ۱۳۹۶ کلیز