Language Switcher

RJ Social Icons

سولې ته د رسیدو پر عملي لارو چارو د بحث ملي کنفرانس

د روان کال د تلې په ۱۷ او ۱۸ مه نیټه د سولې عالي شورا له خوا  سولې ته د رسیدو په عملي لارو چارو د بحث دوه ورځنی ملي کنفرانس د سولې عالي شورا د رئیس، مرستیالانو، د دارالانشاء رئیس او img kabul national peace approaches conf meezan 18 1سولې عالي شورا د غړو، د سولې ولایتي کمیټو د رئیسانو، مرستیالانو او منشیانو په ګډون د ملي او نړیوالو رسینو په شتون کې د سولې عالي شورا د کنفرانسونو په تالار کې تر سره شو.
یاد کنفرانس د قرانکریم د څو مبارک ایتونو په تلاوت سره پیل شو، او د هیواد د ملي سرود څخه وروسته  د سولې عالي شورا رئیس ښاغلی استاذ محمد کریم خلیلي د کنفرانس د رئیس په توګه پرانیستونکې او هر اړخیزه وینا وکړه، ګډونوالو ته  له هرکلي وروسته یې وویل: افغانان سولې ته سخته اړتیا لري، له نېکه مرغه چې اوس په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هیواد، سیمې او نړۍ په کچه شرایط له بل هر وخته زیات برابر دي. د هیواد د مشرتابه او د ټولنې د ټولو پرګنو تر منځ د سولې img kabul national peace approaches conf meezan 18 2بهیر د تحقق په اړه هیڅ ډول اختلاف نشته، ټول سوله غواړي، ښايي له دې فرصت نه د سولې د ټینګښت په لار کې ښه ګټه واخلو، ښاغلی خلیلي یادوه وکړه چې زما په اند اوس باید د سولې انقلاب د بریالیتوب لپاره ګډ کار وکړو، د سولې ولایتي کمیټې دې د ولس له مختلفو پرګنو آن له وسله والو مخالفینو سره کاري اړیکې ټینګې کړي، څو د ولس دا ستره هیله پوره شي.
ورپسې د سولې پروسې د دار الانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د لاسته راوړنو، فعالیتونو او سیمینار د موخو تر سرلیک لاندې وینا وکړه، لومړی یې د کنفرانس په موخو رڼا واچوله،  د سولې عالي شورا لاسته راوړنې یې بیان کړې بیا یې د سولې عالي شورا د img kabul national peace approaches conf meezan 18 3ستراتیژۍ او نوي اداري جوړښت په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل، څرګنده یې کړه چې د تیرو شاوخوا اوو کلونو د تجربو په رڼا کې او روانو حالاتو او ستونزو ته په پام سره مو د تشکیلاتو دا نوې بڼه غوره کړې ده، چې له کیفي او کمي پلوه به ښې پایلې ولري.
همدارنګه د سولې عالي شورا مرستیال حاجي عزیز الله دین محمد د سیاسي او قومي مشرانو د رول په اړه خبرې وکړې، نوموړی کنفرانس یې د سولې د استازو تر منځ د نظریاتو او تجربو د تبادل ګټوره وسیله وشمیرله، هیله یې څرګنده کړه چې د ټولنې ټولې پرګنې، علماء، قومي مشران، ښځې او مدني ټولنه د همدې کنفرانس د پریکړو په رڼا کې د سولې د ټینګښت هڅې وکړي.
بیا رسنیو، تبلیغاتو او پیغام ورکولو تر عنوان لاندې د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاء الرحمن سلیم وینا درلوده، ښاغلی img kabul national peace approaches conf meezan 18 4سلیم یادونه وکړه چې د سولې فعالین باید لومړی په خپله په سوله باوري وي، بیا د خطاب، بلنې او مناقشې تر ټولو غوره لاره خپله کړي، د خلکو غوښتنې، احساسات او مشاعر په پام کې ونیسي او له هر ډول تعصب نه ډډه وکړي. رسنۍ هم دنده لري د سولې د تأمین په لار کې خپل ستر مسؤولیت په سمه توګه ادا کړي.
له اجنداء سره سم د سولې عالي شورا د ښځو کمیټې غړې آغلې ماري اکرمي د سولې په پروسه کې د مدني ټولنې او ځوانانو رول تر عنوان لاندې خپله وینا واوروله، څرګنده یې کړه چې ځوانان او مدني ټولنه په دې برخه کې ډیر څه کولی شي، اړینه ده د سولې پروسې د تحقق په لار کې د هغوی له ځواک او تجربو نه لازمه ګټه پورته شي. نور باید د سولې بحثونه عام شي او مونږ ته ښايي چې سوله پالنه لومړی له ځانه پیل کړو.
img kabul national peace approaches conf meezan 18 5ورپسې د عدلیې وزارت معیین او د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي محمد قاسم حلیمي د سولې په پروسه کې د علماوو د رول په اړه خبرې وکړې، څرګنده یې کړه چې علماء د ټولنې ديني مشران دي، ورته ښايي خپل مقام او اهمیت ته په پام سره په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي، حکومت باید د سولې پروسې د بریا په موخه په ټولو ولایتونو کې د علماوو په ګډون د سولې مشورتي بوردونه جوړ کړي.
د سیمې او نړۍ پر امنیت د افغانستان د سولې اغیزه هغه عنوان ؤ چې په اړه یې د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد وینا وکړه، وې ویل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت نه یوازې د افغانانو بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه دی. افغانان د ټولې نړۍ لپاره د امن او ټولو ګاونډیو هیوادونو سره دوستي او ښې اړیکې غواړي، هغوی دې هم د افغانستان د ناامنۍ هڅې نه کوي، ځکه د افغانستان د جګړې له ناوړه اغیزو ټول اغیزمن کیږي.
img kabul national peace approaches conf meezan 18 6بیا د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي د سولې په پروسه کې د ښځو رول تر سرلیک لاندې خبرې وکړې، څرګنده یې کړه چې د سولې په پروسه کې د ښځو رول ډیر اغیزمن او اړین دی او څرنګه چې د تیرو څلورو لسیزو د غم زیات بار د ښځو پر اوږو پروت ؤ، نو نه ښايي هغوی ته  د شپږمې ګوتې په توګه وکتل شي. له بلې خوا دا هم لازمي ده چې ښځې هم باید د سولې پروسې په پیاوړتیا او بریا کې خپل اثر او رول درک او په اثبات ورسوي.
بیا د سیمینار ګډونوال په اوو کاري ګروپونو img kabul national peace approaches conf meezan 18 7وویشل شول چې هر ګروپ د اړونده زون په استازیتوب سره د مطرح شویو پوښتنو د ځوابولو په موخه ځانګړې غونډې درلودې.
د سیمینار د دویمې ورځې کار هم د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس ډاکټر محمد اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د نوې ستراتیژۍ په اړه ګډونوالو ته د پریزینټیشن وړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې نوې ستراتیژي داسې تدوین شوې ده، چې د ولس د ټولو پرګنو نظریات پکې شامل شوي، د ښځو ونډه په کې زیاته شوې، د سولې  عالي شورا په تشکیلاتو کې اړین او رغنده اصلاحات راغلي او د تلپاتې ټېکاو، پرمختګ او سوله ییز ګډ ژوند د تأمین ټولو غوښتنو ته ځواب ویونکې ستراتیژي ده.
img kabul national peace approaches conf meezan 18 8بیا د اوو زونونو د استازو له خوا د خپلو ګروپي کارونو رپوټونه وړاندې شول، چې د هر زون استازي په خپل وار سره په اړونده ولایتونو کې د سولې پر وړاندې پراته خنډونه، ستونزې او پدې برخه کې شته فرصتونه او ګټور وړاندیزونه په مفصله توګه بیان کړل.
همدارنګه د هیواد د امنیي سکتور رهبرۍ د کنفرانسی له ګډونوالو ته د د سولې په اړه د دولت پالیسي اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل یاونه یې وکړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت مشرتابه د سولې عالي شورا ملاتړ کوي او img kabul national peace approaches conf meezan 18 9پدې باور لري چې د سولې عالي شورا ملي او نړیوال اعتبار ترلاسه کړی، او د دې شورا د قربانیو او مدبرانه مشرتابه له برکته د سولې په برخه کې نوي بې سارې فرصتونه رامنځته شوي، چې باید اړینه ګټه ورنه پورته شي، همدا راز  هیله څرګنده شوه چې د سولې عالي شورا د ملي اجماع د رامنځته کولو، په ملي او سیمه ییزه کچه د اړیکو ټنیګولو او د منځګړي په توګه د رول ادا کولو په برخه کې د دولت توقعات پوره کړي، د امنیتي سکتور د رهبرۍ یادونه وکړه چې د افغانستان روانه جګړه که څه هم بهرنی اړخ یې ډیر پیاوړی دی، خو یو شمیر کورني عوامل هم شته چې د جګړې په دوام کې خپل اغیز لري، مونږ باید هڅه وکو څو زمونږ لوستي ځوانان د دښمنانو د شومو هیلو ښکار نه شي. همدا راز مونږ باید خپل منځي ناسالم رقابتونه له منځه یوسو img kabul national peace approaches conf meezan 18 10او هم اجازه ورنګړو هیواد مو د بهرنیو هیوادونو د رقابتونو ډګر وي. د بیان د آزادۍ لپاره هم پولې وټاکل شي او ټول ولس باید د جګړې ضد چیغه پورته کړي.
بیا د سیمه ییزو ارګانونو د مستقلې ادارې لوی رئیس عبدالمتین بیګ د سولې په پروسه کې د والیانو او سیمه ییزو چارواکو رول تر عنوان لاندې وینا درلوده، وې ویل چې مونږ د سولې عالي شورا له نوي جوړښت نه ملاتړ اعلانوو، د مرستې ډاډ ورکوو او ټولو والیانو ته هدایت شوی چې د img kabul national peace approaches conf meezan 18 11سولې ولایتي کمیټو سره په بشپړه توګه همکاري او همغږي ولري، څو له شته فرصتونو نه د سولې د ټینګښت په برخه کې لازمه استفاده وشي، نوموړي هیله څرګنده کړه چې زمونږ په ګډو هڅو به ډیر ژر د جګړې اور مړ شي.
له اجنډاء سره سم د ګروپي کارونو راپور د هر زون په استازیتوب کنفرانس ته وړاندې شو.
د سیمینار په بله برخه کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء ارشد مرستیال فرهاد الله فرهاد د سولې عالي شورا د مالي او بودجوي ستونزو او وضعیت په اړه اړین معلومات وړاندې کړل، څرګنده یې کړه چې تیر کال مو ستونزې درلودې، خو اوس ډاډ یو چې د روان کال مالي مشکلات حل شوي او په راتلونکې کې باید د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې اقدامات وشي، څو بیا له ستونزو سره مخ نه شو.
په وروستیو شیبو کې د سولې عالي شورا رئیس ښاغلی استاذ محمد کریم خلیلي د کنفرانس پایلې راغونډې او جمع بندي یې وکړه، سیمینار یې بریالي وباله، وې ویل چې یو ځل بیا مو د سولې عالي شورا نه د دولت د ملاتړ اعلان واورید، د مرکز او ولایتونو تر منځ نظریات تبادله شول، نوې ستراتیژي او مالي رپوټ له ولایتي همکارانو سره شریک شو، د سولې ژمنه تجدید شوه او بیا ځلې اعلانوو چې مونږ سوله غواړو، د تیر شوي وخت او تاریخ یاد نه کوو، له وسله والو مخالفینو سره پر درناوي ولاړ تعامل غواړو او هڅه کوو د سولې انقلاب بریالی کړو.
سیمینار د سولې عالي شورا د مرستیال مولوي عبدالخبیر اچقون په دعا سره پای ته ورسید.

د ۱۳۹۶ کلیز