Language Switcher

RJ Social Icons

د لغمان د سولې ولایتي کمیټې مشرتابه د یوناما له مسؤلینو سره ناسته وکړه

د لغمان د سولې ولایتي کمیټې مشرتابه د روان کال د تلې په ۱۳مه نیټه د یوناما له مسؤولینو سره د سولې ولایتي کمیټې په دفتر کې ناسته درلوده.
img laghman hpc comm meeting unama meezan 13پیل کې د لغمان د سولې ولایتي کمېټې مرستیال ''مولوی عبدالاحد عتید'' د یوناما استازو ته ښه راغلاست وویل، ترڅنګ یې د سولې ولایتي کمېټې د لاسته راوړنو اړوند معلومات وړاندې کړل، او د سولې ولایتي دفترونو پر پياوړتیا یې ټینګار وکړ.
وروسته د یوناما استازي ''Luis Gomez-Orodea'' خبرې وکړې او د حزب اسلامي یو ځای کېدل یې د سولې عالي شورا یو له مهمو لاسته راوړنو څخه وګڼله، زیاته یې کړه: د جګړې په مخنیوي کې د ټولنې د فرد، فرد ترڅنګ د دیني علماوو او قومي مشرانو رول تر نورو اړین دی او زیاته یې کړه چې د ستونزو د حل په موخه به له اړونده چارواکو سره خبرې وکړي، څو د سولې روان بهیر کارونه په چټکتیا سره پرمخ ولاړ شي.

د ۱۳۹۶ کلیز