Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې پروسې سره په یوځای کیدو مې هوسا ژوند ته لاره ومونده

نوراحمد چې د وسلوالو مخالفینو په یوې ډلګۍ کې مرستیال پاتې شوی؛ وايي، د سولې له پروسې سره په یو ځای کېدو، مې یوه ارامه، هوسا او نېکمرغه ژوند ته لاره ومونده.
img paktia successtory noorahmad qaws 20 1نوراحمد چې د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، مخکې مې ژوند په ډار کې و، له ډیرو ګواښونو سره مخ وم، مګر اوس چې د سولې له پروسې سره یو ځای شوی یم، راحت احساسوم او هر چیرته چې وغواړم تللی شم.
نوموړی د خپل شخصي ژوند په اړه وايي، واده مې کړی، څلور بچیان لرم، دوی ټول اوس تعلیم کوي، هیله لرم په راتلونکې کې به ډاکټران یا انجنیران او یا د دولت په نورو برخو کې کارکوونکي شي، څو خلکو او دولت ته خدمت وکړي.
د سولې پروسې سره له یوځای کیدو نه مخکیني ژوند کیسه په دې ډول کوي؛ وایي، موږ هغه وخت د دولت ضد کړنې تر سره کولې، هرې تخریبي کړنې به ځانګړی قیمت درلود.
نوموړی زیاتوي: بالاخره زه پدې پوه شوم چې هر هغه څوک چې بې ځایه جنګ جګړو ته لمن وهي او دولت تخریبوي، هغوی په غلطه دي، ځکه همدا دولت دی چې زمونږ او د راتلونکو نسلونو آینده روښانوي.
دی وايي: موږ ټول مسلمانان باید ځانونه وپېژنو، د خدای تعالی احکامات پر ځان ومنو، موږ باید د دولت په چوکاټ کې د هغه img paktia successtory noorahmad qaws 20 2چا ملاتړ وکړو، چې وطن مو نه خرڅوي او خپلې خاورې ته خدمت کوي.
اوس مهال، نوراحمد په خپل کلي کې د دهقانۍ کارونه مخته وړي او وايي په ډېر یو ښه شان سره مې ژوند مخته وړم او له ژونده مې راضي یم.
دا چې نوموړی چا وهڅاوه د سولې پروسې سره یو ځای شي؛ په دې اړه وايي، د کلي ملا امام او یو شمېر قومي مشرانو به راته بیا بیا ویل، چې باید د سولې له پروسې سره یو ځای شم، نو همغه وو، چې  د پکتیا ولایت د سولې ولایتي کمېټې په همکارۍ د سولې پروسې سره يو ځای شوم.
نوموړی د دولت نورو مخالفینو ته دا پیغام ورکول غواړي، چې هیڅکله هم باید یو افغان خپل ولسونه په ستونزه کې وانه چوي او د دوی د مرګ هڅه ونه کړي؛ دی وايي ټولو مخالفینو ته دا پیغام ورکول غواړم، چې د سولې له بهیر سره دې یو ځای شي او د خپلې خاورې، خپلو راتلونکو نسلونو په خاطر دې سولې او سوله ییز ژوند ته مخه کړي.

د ۱۳۹۶ کلیز

1