Language Switcher

RJ Social Icons

هیواد ته خدمت مې د خوشالۍ راز دی

img_laghman_successtory_sargroupڅرنګه چې د سولې پروسه یوه ملي او ګټه وره پروسه ده او له دې لارې هرڅوک کولای شي چې د قانون تر سیوري لاندې خپل اهداف او حقوق تر لاسه کړي. اوس چې زموږ د ډیرو ځوانانو حقوق تر پښو لاندې کیږي او د هیواد دښمنه کړیو له خوا ځانمرګو  بریدونو او تخریبي کړنو ته هڅول کیږي، نو د دې لپاره چې د داسې کړنو مخه ونیسو باید سوله وکړو، سوله پیاوړې کړو او د سولې تر سیوري لاندې ګډ ژوند وکړو.
 نن مو له داسې یو ځوان سره د زړه خواله کړې، چې د ظالمانو او د هیواد د دښمنانو له خوا د یو بې هدفه ژوند لپاره هڅول شوی وو او د دولت ضد وسله وال فعالیتونه یې ترسره کول، خو اوس د سولې له پروسې سره یوځای شوی سوله ییز یې ژوند غوره کړی دی.
دغه ځوان ګلداد نومیږي او د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د بړخندو د کلي اوسیدونکی دی او فعلا له خپلې کورنۍ سره چې ۱۳ غړي لري، همدلته ژوند کوي.

دی له وسله والو مخالفینو سره له یوځای کیدو نه مخکې ژوند په اړه وایي: په خپل کلي کې مې له خپلو خپلوانو سره یو ځای ژوند کاوه چې له همدې ځایه مې له وسله والو مخالفینو سره چې زمونږ کلي  ته یې رفت آمد کاوه اړیکې ټینګې شوې، بیا ورسره ملګری شوم او بالآخره د هغوی له خوا د یو ګروپ سرګروپ و ټاکل شوم.
نوموړي د خپلو مالي امکاناتو په اړه وویل:  د هر جنګ او یا نورو فعالیتونو په بدل کې به دوی د ګروپ د مشر له خوا پیسې او مهمات ورکول کیدل.
هغه زیاته کړه چې د وخت په تیریدو سره زه  له جګړې ستړی شوم او داسې یو احساس راسره پیدا شو چې تر کله به خپل وطن ورانوم او تر کله به خلک وژنم، نو همدا وجه وه چې د سولې پروسې سره یوځای شوم.
دی وایي د سولې پروسې سره له یوځای کیدو مخکې له ډيرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان وم چې یو له هغه مشکلاتو څخه زما د کورنۍ او ماشومانو د تعلیم ستونزه وه، چې خوشبختانه اوس مې ماشومان او اولادونه مکتب ته ځي او زه  پدې ډیر زیات خوشاله یم. 
 هغه د خپل نوي ژوند په اړه داسې وایي:
زه له خپل ژوند نه ډیر خوشاله یم ځکه کولای شم چې خپلو وطنوالو ته خدمت وکړم او تر خپلې وسې کوشش کوم چې خپل وطن او خلکو ته د صادقانه خدمت له لارې هوسا او آرام ژوند برابر کړم.

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info