Language Switcher

RJ Social Icons

قومندان خیر محمد: د وهمونو له بوړبوکیو راووتم

قومندان خیر محمد د کونړ د چپې درې د هزار میر کلي اوسیدونکی دی، (۹) کاله یې د دولت په مخالفت کې په غرو او درو کې تیر کړي او د خپل ژوند پدې موده کې له ډول ډول ناخوالو سره مخ شوی چې پخپله ژبه يې داسې بیانوي:

img_successtory_kunar1زمونږ د سیمې اوسیدونکي ټول غریب خلک دي، زه هم چې یو بزګر وم د نورو په څېر له فقر او ستونزو سره لاس او ګریوان وم. زمونږ په سیمه کې حکومت نه و، خلکو به خپلې ستونزې دعلماوو او قومي مشرانو په واسطه حلولې، خو وروسته حالت واوښت د حکومت مخالفین ډیر شول، هر لوري ته وسلې وې، جنګونه شروع شول، خلکو د یوه بل د وژلو پروا نه کوله، او پدې توګه کلی په کلي او کور په کور دښمنۍ شوې.

هرسړی په دښمنۍ واوښت، زمونږ دره چې تقریبا ۲۵ کلي لري، په هر کلي کې تر شلو زیاتې دښمنۍ وې. پدغه دښمنیو کې ۴۰۰ کسان ووژل شول، سیمه سور اور وه، هیڅوک ازاد نه شوی ګرځیدی، د کارونو ډیر بار د ښځو پر اوږو پریوت، نارینه یوازې مورچلو کې پاتې شول. لوږې او بیوسۍ هم د خلکو مرۍ خپه کولې او ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي وضعیت خرابیده. د خلکو ژوند له پاکستان څخه په راغلو اوړو ولاړ و، ځکه هلته داسې بازار نه و چې هر څه دې پکې پیدا شي، ورو ورو خلک لا زیات بې وسه کیدل او د سترې غمیزې د پیښیدو احتمال پیاوړی کیده.

له بل لوري مخکني جوړښتونه هم پخپل حال پاتې نه شول، هر چا ځان په یوه ډله پورې ونښلوو. د دوو کسانو تر منځ به چې ستونزه پیداشوه، نوهرې ډلې به خپل ملګری په حقه باله او د هغه ملاتړ به یې کاوه، پدې سره ورو ورو ټولنیز عدالت او د عدالت په پلي کېدو کې د علماوو او مشرانو رول له منځه ولاړ یوازې زور واکي شوه هرڅوک به چې زورور و هماغه په حقه ګڼل کیده.

صحي ستونزې مو تر ټولو زیاتې وې، نه ډاکتر و او نه کلینیک. کله به چې څوک ناروغ شو، نو د ولسوالۍ کلینیک ته به مو د یو ماشوم پواسطه استاوه، سرک مو ډیر خراب و او د وړلو راوړلو وسیلې هم نه پیدا کېدې ډیری مریضان به کلینیک ته په لاره کې مړه شول.

img_successtory_kunar2پر دغو ستونزو چې یوه لحظه یې هم زمونږ ګریوان نه خوشی کاوه، نورې ستونزی هم راغلې، د دولت وسلوالو مخالفینو چې زور پیدا کړ نو پر مونږ یې فشار راوړ چې هغه څه وکړو چې هغوۍ به کول. خو مونږ هیڅکله دا نه شوه منلی چې خپل مکتب وسوځوو او یا پلچک والوزوو، خو دوی به د دغسی فعالیتونو په ترسره کولو ټینګار کاوه، مونږ یې چې غوښتنې ونه منلې، نو یوه ورځ یې ډله ییز برید راباندې وکړ، له هر لوري حملې شروع شوې، مونږ مقاومت وکړ، خو خپل یو ګران او تکړه تره مې پکې شهید او مور مو ټپي شوه. له هغې وروسته زمونږ او طالبانو تر منځ دښمني شوه، د ژوند په هر قدم کې ستونزې راته پیدا شوې، له اندیښنو ډک راتلونکي ارام نه پریښودم، د وهمونو قفس کې راګیر وم. ویرې او سوچونو په سراخستی وم، پریکړه مې وکړه چې نور باید دې ناوړه حالت ته بدلون ورکړم، خو په سیمه کې بدلون ممکن نه و، نو ومې پتییله چې نور باید له دغې سیمی، جګړو او ټوپک سره خدای پاماني وکړم، همغه وه چې د سولې پروسې سره د یو ځای کېدو لاره مې غوره کړه او له خپلو ټولو ۱۸ ملګرو سره د سولې بهیر سره یو ځای شوم که څه هم خپل کور او کلی رانه پاتې شول او له هغه ځایه مې کډه وکړه، خو خوښ یم چې له دښمنۍ ، پهره دارۍ او ټوپک پرته ژوند لرم او ماشومان مو سبق ووایې، اوس زه د وهمونو له بوړبوکېو راوتی یم او د خپل ژوند او ماشومانو د راتلونکي په هکله هیله من یم.

د ۱۳۹۵ کلیز