Language Switcher

RJ Social Icons

له جگړی ستړی قاري فریدون

دا ځوان قاري فريدون د مير زمان زوي او د ميرزا خان لمسي دي. ۲۴ کاله مخکې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګذارې کلي کې زيږيدلي دي، د پلار تر مريني وروسته د خپلې ۱۱ کسيزې کورنۍ مشري پر غاړه لري.img_qari_fraidon_success_story

قاري فريدون وايي : مونږ په خپل کلي کې اوسيدو، هغه وخت زه په زده کړو بوخت وم او پلار مې ډير کمزوري و، طالبان هم نوي نوي زمونږ سيمې ته راغلي وو، يو وخت مو له خپل تره سره د ځمکې په سر لانجه پيدا شوه، هغه زموږ پر ځمکه قبضه واچوله، قومي مشرانو ډيرې جرګې وکړې، خو څه نتيجه يې ورنکړه اخر مسئله دولت ته وسپارل شوه. دا چې تره مې مالداره او په دولتي محاکمو کې يې اړيکې لرلې، نو د پيسو او واسطو په زور د قضيې ګټونکی شو. په دې سره مې له خپل دولت څخه زړه تور شو او د خلکو د پيغور له امله يو ځل بيا ددې قضيې د ګټلو په هڅه کې شوم، نو بله لار مې پيدا نکړه او په خپل کلي کې د وسله والو مخالفينو له يو وړوکي ګروپ سره يو ځاي شوم.

img_qari_fraidon_success_story_2

يو کال وروسته د ښه فعاليت له کبله د همدې ګروپ سر ګروپ وټاکل شوم او بيا د مخالفينو له يو غټ ګروپ سره چې بهرنيان هم پکې وو ملګري شوم.                                    

د مالي مرستو په اړه ښاغلي قاري فريدون وايي : زموږ سره زياته مالي مرسته د پاکستان له خوا کيدله. د هرې وران کارۍ په بدل کې به موږ ته پيسې راکول کېدلې، د عسکر وژلو خپل قيمت درلود، بم ايښودلو خپل قيمت او همدا راز هرې تخريبي کړنې. پر دې سربيره مو د سيمې له قاچاقبرانو څخه هم ډيرې پيسې اخستلې.                    

سولې او سوله يېز ژوند ته مخه کول :                            

سوله ييز ژوند ته د راستنيدولو په هکله نوموړي داسې وايي : زه له جګړې ستړي شوی وم، څه اندازه ديني او عصري زده کړې مې چې کړې وې د هغې له برکته د وطنپالنې احساس راسره و، نو پريکړه مې وکړه چې له جګړې لاس واخلم. بله خبره دا چې د اشرف غني تر مشرۍ لاندې حکومت له جوړيدو وروسته مې د دولت پر خلاف کرکه هم ختمه شوه. هماغه وو چې د سولې پروسې سره يو ځاي شوم. زه او زما ملګري اوس ډير خوشاله يو ځکه چې اوس له خپلو کورنيو او خپلو هيوادوالو سره يو ځای آرام ژوند کوو .         

له دولت څخه د قاري فريدون غوښتنې                                                                                                

۱: بايد په کلکه د اداري فساد مخنيوي وشي.                                                                          

۴:دولت بايد ځوانانو ته د کار زمينه مساعده کړي.                                                                

۵: کار بايد اهل کار ته وسپارل شي.                                                                          

۶:دولت بايد له ولسونو سره ښې اړيکې وساتي.                                                                        

د ۱۳۹۶ کلیز

1