Language Switcher

RJ Social Icons

د لغمان دولت شاه ولسوالی د نیل خان کلي د پیاده رو بیارغونې پروژه

لغمان ولایت د هغو ولایاتو له جملې څخه دی چې پخوا به پکې د نا امنۍ خبرې کیدې، خو اوس مهال پکې د سولې او امنیت او بابیاودانولو ډیر خبرونه اوریدل کیږي. په دې ولایت کې ډیری وسله وال مخالفین  د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي او له همدې لامله  په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي وضعیت  ښه شوی او ورځ تر بلې مخ په ښه کیدو دی.img_laghman_successtory

 د دې ولایت په  دولت شاه، علینګار، بادپښ او علیشنګ ولسوالیو  کې امنیتي وضعیت تر ډیر جدي ګواښ لاندې و، خو خوشبختانه  د سولې پروسې سره د بیلا بیلو ګروپونو له یو ځای کېدو وروسته په یادو ولسوالیو کې  هم نسبي امنیت راغلی او د سولې ولایتي کمیټې  له خوا ځنې پروژې په کار اچول شوې چې ځنې بشپړې او نورې یې تر کار لاندې دي، چې ان شاءالله په نژدې راتلونکې کې به  ګټې اخستنې  ته وسپارل شي .

 دغه  ډول پروژې ځکه په دې ولسوالیو کې  تطبیق کېږي  چې خلک د سولې پروسې ته تشویق شي او خلکو، په ځانګړې توګه د سولې پروسې سره یوځای شوو کسانو ته د لنډې مودې لپاره کار پیدا او سیمه انکشاف وکړي.

  له دې ډول پروژو نه یوه هم د دولت شاه  ولسوالۍ   د فرشغان د درې د نیل خان  کلي  د پیاده رو پروژه ده، چې  کار یې د سولې د عالي شورا په مالي لګښت  په ۱۳۹۲/۴/۲۲ تاریخ پیل او په ۱۳۹۳/۸/۱۸ پای ته ورسید. د دغې پروژې ټول مالي لګښت ۱۲۴۷۶۰۰ افغانۍ دی چې د سولې  عالي شورا له خوا ورکړل شوې دي.  دغه پروژه  له دې لامله دلته پلې شوه، چې ددې کلي نهه تنه  د سولې پروسې سره یوځای شوي او په همدې پروژه کې یې  کار کاوه.

 د کلي د همبستګۍ شورا د رئیس سید عالم  په وینا  ددې پروژې له بشپړیدو وروسته  د سیمې په امنیتي برخه کې ډیر زیات توپیر راغلی،  تقریباً ۴۰۰۰ کسان ګټه ورنه اخلي، د سولې پروسه تقویه شوې، د سیمې د خلکو او دولت ترمنځ  واټن کم شوی،  دخلکو د محصولاتو او ضروریاتو د وړلو راوړلو کار آسانه شوی

  دی.

لغمان ولایت د هغو ولایاتو له جملې څخه دی چې پخوا به پکې د نا امنۍ خبرې کیدې، خو اوس مهال پکې د سولې او امنیت او بابیاودانولو ډیر خبرونه اوریدل کیږي. په دې ولایت کې ډیری وسله وال مخالفین  د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي او له همدې لامله  په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي وضعیت  ښه شوی او ورځ تر بلې مخ په ښه کیدو دی.

 د دې ولایت په  دولت شاه، علینګار، بادپښ او علیشنګ ولسوالیو  کې امنیتي وضعیت تر ډیر جدي ګواښ لاندې و، خو خوشبختانه  د سولې پروسې سره د بیلا بیلو ګروپونو له یو ځای کېدو وروسته په یادو ولسوالیو کې  هم نسبي امنیت راغلی او د سولې ولایتي کمیټې  له خوا ځنې پروژې په کار اچول شوې چې ځنې بشپړې او نورې یې تر کار لاندې دي، چې ان شاءالله په نژدې راتلونکې کې به  ګټې اخستنې  ته وسپارل شي .

 دغه  ډول پروژې ځکه په دې ولسوالیو کې  تطبیق کېږي  چې خلک د سولې پروسې ته تشویق شي او خلکو، په ځانګړې توګه د سولې پروسې سره یوځای شوو کسانو ته د لنډې مودې لپاره کار پیدا او سیمه انکشاف وکړي.

  له دې ډول پروژو نه یوه هم د دولت شاه  ولسوالۍ   د فرشغان د درې د نیل خان  کلي  د پیاده رو پروژه ده، چې  کار یې د سولې د عالي شورا په مالي لګښت  په ۱۳۹۲/۴/۲۲ تاریخ پیل او په ۱۳۹۳/۸/۱۸ پای ته ورسید. د دغې پروژې ټول مالي لګښت ۱۲۴۷۶۰۰ افغانۍ دی چې د سولې  عالي شورا له خوا ورکړل شوې دي.  دغه پروژه  له دې لامله دلته پلې شوه، چې ددې کلي نهه تنه  د سولې پروسې سره یوځای شوي او په همدې پروژه کې یې  کار کاوه.

 د کلي د همبستګۍ شورا د رئیس سید عالم  په وینا  ددې پروژې له بشپړیدو وروسته  د سیمې په امنیتي برخه کې ډیر زیات توپیر راغلی،  تقریباً ۴۰۰۰ کسان ګټه ورنه اخلي، د سولې پروسه تقویه شوې، د سیمې د خلکو او دولت ترمنځ  واټن کم شوی،  دخلکو د محصولاتو او ضروریاتو د وړلو راوړلو کار آسانه شوی

شوی دی.

د ۱۳۹۶ کلیز