Language Switcher

RJ Social Icons

له تیارو نه د روښانه راتلونکي په لور

د علینګار ولسوالۍ د تګ کلی د لغمان ولایت د ناامنو کلیو له جملی څخه وو چې خوشبختانه اوس د امن او سولې له نعمت څخه برخمن شوی او خلک یې چې زیاتره بزګران دي، د خوشالۍ ژوند لري.

دغه کلی هغه مهال د ناامنۍ له شره وژغورل شو چې د محمد ولي زوی ۳۰ کلن شمشیر خان له جنګ او مخالفت څخه لاس واخست او له خپل ۱۵ کسیز ګروپ سره یوځای د سولې له روانې پروسې سره یو ځای شو.

هغه وخت چې شمشیر خان په غرونو کې په جنګ مصروف وو، نه یوازې کلی او سیمه  یې ناامنه کړې وه، بلکې د ده خپل اولادونه هم د درس او تعلیم له نعمت څخه محروم وو او  ددې پر ځای ځکه چې د کلي مکتب د جنګ له ویرې تړل شوی و، خو اوس حالت بدل شوی، سیمې ته امن راغلی او د شمشیر خان د اولادونو په شمول دکلي ټول ماشومان مکتب ته ځي او په خوشالۍ سره خپل ژوند مخ ته وړي.

شمشیر خان چې یو کال مخکې یې له جنګه لاس اخستی په دې هکله داسې وايي: ما او زما ملګرو چې کله خپله وسله پر ځمکه کېښوده  او د سولې پروسې سره یو ځای شو، نو وار د مخه د سولې شورا له  ۹۰ ورځنیو مرستو څخه برخمن شو او ورپسې مو د خپل  کلي په هغو پروژو کې کار پیل کړ چې د سولې د عالي شورا له خوا راته منظورې شوې وې.

هغه زیاتوي : نن زه ډیر خوشاله یم چې د خلکو له ازار او اذیت نه مو لاس اخستی او سوله ییز ژوند ته مو مخه کړې او د روښانه راتلونکي په امید یو. ښه په ارام زړه کولای شم چې کار او اولادونه مې د امن په فضا کې په زده کړه بوخت دي.

د تګ کلي د همبستګی شورا مشر سعدالله خان د شمشیر خان او ملګرو په اړه یې داسې وايي: پخوا زمونږ په کلي حتی ولسوالۍ کې نا امني او بیکاري خپل اوج ته رسیدلې وه، خو له نېکه مرغه چې شمشیر خان او افراد یې د سولې پروسې سره یوځای شول او په دې سره د ناامنۍ ټغر ټول شو او اوس د خدای په فضل سره مونږ ټول په دې سیمه کې د آرامۍ او آبادۍ شاهدان یو. د سولې عالي شورا ددې سیمې لپاره د ددو کانالونو د بیارغاولو پروژې منظورې کړې چې یوه یې د تګ بالاحصار په کلي کې  او بله یې  پشیله تګ پورې اړوند کلي کې وه. ددې پروژو له برکته  ۱۲۰۰ کسانو ته ګټه ورسیده او پر دولت د خلکو باور لازیات شو.

laghman_alinegar



د ۱۳۹۵ کلیز