Language Switcher

RJ Social Icons

دجومات جوړول د تیروتلو ژوند ژغورل

نیټه :  ۲۶،۹،۱۳۹۲

د ارغنداب ولسوالۍ د کندهار ولایت په شمال کې یوه شنه او حاصلخیزه سیمه ده چې د انارو خوند او رنګ یې په ټوله نړۍ کې مشهور دی، یاده ولسوالي د ارغنداب رود پر دواړو غاړو پرته سیمه ده بیلابیل قومونه ژوند پکې کوي خو زیات شمیر یې د الکوزو په قوم پورې اړه لري.

په تیرو څو کلونو کې ارغنداب یوه ناامنه ولسوالي وه، خو په دې وروستیو کې د کندهار د سولې ولایتي کمیټې او د ارغنداب ولسوالۍ د مشرتابه او قومي مشرانو په هڅو د ملاتورجان د ډلې په څېر ډیرو تیروتلو کسانو له مخالفت څخه لاس اخیستی او د سولې د پروسې سره په یوځای کېدو هلته جګړه پای ته رسیدلې ده.

تیرکال د سولې عالي شورا په مرسته ارغنداب ولسوالۍ کې دری کوچنۍ پروژې په دریو بیلابیلو کلیو کې پلې شوې دي چې یوه  یې هم د خواجه ملک په کلي کې د یوباب جومات  جوړولو پروژه ده.  ملاعبدالسلام اخند هغه چې د سولې سره یوځای شوی په دې اړه داسې وایي:  موږ تیروتي وو، د غلطو تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلي وو،  خو کله چې پوه شوم حکومت د خلکو په خدمت کې دی، جوماتونه او مدرسې جوړوي،  نو ما له خپلو مشرانو سره اړیکه ونیوله او د سولې پروسې سره یوځای شوم،  له خپلې کورنۍ سره خوشاله ژوند کوم، وروسته مې خپلو ملګرو ته پیغامونه ولیږل چې نور ددولت پرخلاف جګړه بس کړئ، په هرکلي کې  د خلکو په غوښتنه د اسلام دخدمت لپاره جوماتونه، مدرسې او نور عام المنفعه تاسیسات جوړشوي. له ښه مرغه هغوی هم له جګړې لاس واخیست او اوس زموږ په ولسوالۍ کې ډاډمن امنیت راغلی، ټول خلک دخپلو باغونو او کرهڼیزو ځمکو په آبادولو بوخت دي په هر کلي کې د کوچنیانو او ځوانانو لپاره ښوونځي جوړ شوي دي.kandaharmasjidsuccessstory

همدا راز د سولې عالي شورا د خواجه ملک په کلي کې یو باب جومات ترمیم کړ.  څرنګه چې د  کلي نفوس ډیر شوی و او پخوانی جومات یې ډیر کوچنی و، خلک یې د لویې ستونزی سره مخ وو، نو ددې اړتیا  وه چې جومات پراخ او ترمیم شي، همغه وه چې د سولې عالي شورا پریکړه وکړه د کلیوالو دا ستونزه داسې حل کړي چې د سولې پروسې سره یوځای شویو کسانو ته د کار زمینه هم ورسره برابره شي. ددغه جومات په جوړولو سره ددې سیمې خلک د سولې له پروګرام سره بلد شول او په دې پوه شول چې سوله یعنی آبادي، هوساینه او سوکالي.  په دې توګه اوس ددیې ولسوالۍ امنیت تر ډیره حده ډاډمن دی او هر وګړی غواړي چې د امن او سولې په فضا کې کار او تعلیم وکړي او ژمن دي چې هیڅکله به پردیو او نورو ته اجازه ورنکړي چې خلک ووژني او یا مکتبونه او سړکونه د ماینونو خوراک کړي.

 د نوموړې ولسوالۍ د پرمختیایي شورا مشر حاجي محمد او د یاد کلي مشر حاجي ګل محمد له دغه کار څخه ډیر خوښ دي  او هیله لری چې د سولې عالي شورا به پدې ولسوالۍ کې دیته ورته  نور زیربنایي کارونه  هم ترسره کړي او بالاخره به  په ټول افغانستان کې آرامي راشي.


د ۱۳۹۶ کلیز

1