Language Switcher

RJ Social Icons

له طالب قوماندانۍ تر مسلکي زده کړو

قوماندان غلام حضرت  له هغو طالب قوماندانو څخه دی چې د میدان وردګو ولایت په سیداباد  ولسوالۍ کې یې د دولت په خلاف وسله وال فعالیتونه کول .

غلام حضرت  د خپل ژوند د سړو تودو کيسه داسې کوي (( زه چې کله له دولسم ټولګي څخه فارغ شوم له ځینو طالبانو سره معرفي شوم، هغوی راته ویل چې بهرنیانو زمونږ هیواد اشغال کړی، باید په خلاف یې جهاد وکړو، له ډیر تشویق او ترغیب وروسته زه هم په همدې عقیده د طالبانو تحریک ته لاړم او د دولت په خلاف مې وسله وال فعالیتونه پیل کړل٬  د دولت پر ضد جنګېدم ، بالاخره د سړکونو ،مکاتبو او نورو عامه ځایونو د ورانولو امر زه په فکر کې کړم چې په جنګ کې خو عامه شتمنۍ محفوظې وې،   زما مشران ولې ماته د یادو شیانو د ورانولو امر کوي؟! همدې مفکورې زما د ژوند مسیر په بدلېدو کړ. 

کله چې ژمی را ورسید  زما مسوول قوماندان  امر راته وکړ چې د ژمي تیرولو  لپاره د پاکستان د وزیرستان سيمې ته لاړ شم، هلته لاړم ماته یې په ټریننګ کې ویل چې  د سړکونو، مکاتبو او نورو عامه ځایونو په مقابل کې پراخ عملیات پیل کړم، دې کار زما او  طالبانو تر مینځ لارې  د تل لپاره سره جدا کړې، له خپلې کورنۍ او  مشرانو سره په مشوره له خپلو دو تنو وسله والو ملګرو سره د سولې بهیر سره یوځای شوم. د سولې  بهير سره له یوځای کېدو وروسته د میدان وردګو  د سولې ولایتي دفتر ټول هغه امکانات راته برابر کړل چې د دوی په واک کې وو.  وروسته زه په خپله خوښه د موټر جوړونې په مسلکي ورکشاپ کې چې د  سولې دفترپه همکارۍ د نهو میاشتو د پاره جوړ شوی و، زده کړې پیل کړې، چې هم مسلکي زده کړې کوم او هم میاشتنی معاش راکوي او تر فراغت وروسته به د خپلې ټولنې له پاره خدمت کوم او کورنۍ ته به حلاله روزي ګټم)).

قوماندان غلام حضرت زیاتوي:(( زه ویاړم چې د وطن د ورانولو پر ځای د وطن د ابادۍ لپاره زده کړې کوم ترڅو د خپل هيواد او خلکو لپاره د خدمت جوګه شم )).هغه په هغو خلکو چې تر اوسه د دولت په خلاف وسله واله مبارزه کوي داسې غږ وکړ:(( راځئ نور د پرديو په لمسون د خپل هيواد ورانول پرېږدئ او د سولې له ملي بهير سره یو ځای شئ )).

 

 

 

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info