Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا د دارالانشاء د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګې د تشکیل او جوړښت په اړه لارښود

سريزه:

د سولې او سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې پروګرام د سولې ملي مشورتي جرګې چې د ۱۳۸۹ کال د جوزا په میاشت کې د افغانستان د خلکو د ۱۶۰۰ تنو استازو په ګډون جوړه شوي وه، د سپارښتونو پر بنسټ طرح او تدوین شو. دغه پروګرام چې مشري یې د سولې عالي شورا په غاړه لري او د یو شمیر سکتوري او امنیتي ارګانونو له خوا په ګډه پلی کیږي، د کابل په نړیوال کنفرانس کې تایید او د جمهوري ریاست د ۴۳ شمیرې فرمان له لارې توشیح شو.
د سولې او سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې پروګرام موخه د سیاسي بهیر له لاري عادلانه سوله تامینول دي. دغه پروګرام وسله وال مخالفین او مشران یې هڅوي تر څو له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې ملي پروسې سره یوځای شي او د افغانستان د نورو اتباعو په څیر له خپلو کورنیو سره یوځای د سولې او ثبات په فضا کې ژوند وکړي او د خپل هیواد په بیا رغونه او اقتصادي وده کې برخه واخلي.
د سولې عالي شورا دارالانشاء چې د دې شورا د ټولو پریکړو د پلي کولو مسؤولیت په غاړه لري په لاندې ډول تشریح شوی.

د سولې عالي شورا دارالانشاء:

د سولې عالي شورا دارالانشاء له شپږو عمده څانګو څخه جوړه شویده چې په عمومي ډول د سولې عالي شورا د پریکړو او همدارنګه د سولې او سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې پروګرام د پلي کولو مسؤلیت په غاړه لري. د یادو چارو د ښه تنظیمولو لپاره دارالانشاء شپږ تخنیکي څانګې لري چي عبارت دي له:

  • اوپراتیفي او ملکي کولو څانګه
  • د اقتصادي او ټولنیزوخدمتونو پراختیایي څانګه
  • د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګه
  • د پالیسۍ څانګه
  • مالي او اداري څانګه
  • د جندر څانګه

دلته غواړو چې یوازې د دې شورا د دارالانشاء د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګه معرفي کړو:   

د سولې عالي شورا د دارالانشاء د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګه

په دغه څانګه کې مسلکي کسان کار کوي چي د عامه پوهاوي او تبلیغاتو کمیټې د پریکړو او لارښوونو د پلي کولو مسؤولیت په غاړه لري او په عین وخت کې د سولې عالي شورا د ویاند سره په ورځنیو چارو، د هغه د اړتیا او هدایت سره سم، مرسته او همکاري کوي. همدارنګه دغه څانګه د سولې عالي شورا د انترنیټي پاڼۍ تخنیکي مدیریت مسؤولیت هم په غاړه لري او د اسنادو، مؤلفو، تلویزیوني پروګرامونو او اطلاعاتو  د تسهیل او برابرولو مسؤولیت په غاړه لري او د خلکو د ذهنونو د بدلولو، روښانولو او په ټولنه کې د ملي یووالي، زغم او تاوتریخوالي څخه د مخنیوي په موخه د اغیزمنده تبلیغاتي فعالیتونو لپاره زمینه برابروي. دغه څانګه د سولې عالي شورا د پروګرام د موخو په ټاکلو او نورو اړونده چارو کې همکاري کوي او د سولې عالي شورا او خلکو ترمنځ د یو ارتباطي پل حیثیت لري چې تل خلکو ته د سولې عالي شورا د فعالیتونو په اړه معلومات او پوهاوی ورکوي.
د سولې عالي شورا د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګه د سولې فرهنګ په تبلیغ او ترویج کې څرګند  رول لري او هڅه کوي ترڅو د سولې او په ټولنه کې د ارزښت په اړه یې د عامه افکارو په جوړولو کې ګټوره واقع شي.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګه په لاندې برخو کې فعالیت سرته رسوي:
۱- له علماوو سره اړیکې: دیني عالمان د ټولنې په رهبرۍ کې ډیر مهم رول لري او تل یې لارښوونې ګټورې او د خلکو د قبول وړ وي. څرنګه چې سوله زموړ د ټولنې یوه ډیره اړینه اړتیا او پر ځای داعیه ده، نو ځکه د هیواد علمای کرام دا برحق او مقدسه داعیه ترویجوي، د سولې ښکاره پیغام د منبر او تربیون له لارې په ښه توګه بیان او تر خلکو رسوي.
له علماوو سره د اړیکو شعبه د دې څانګې له مهمو شعباتو څخه ده او د علمای کرامو په همکارۍ او پاملرنې سره یو شمیر فعالیتونه لکه د سولې په اړه د ملي او نړیوالو کنفرانسونو دایرول، چې تر اوسه یې پروسه لا دوام لري.
همدارنګه دا څانګه دنده لري یو شمیر مشهور او پیژندل شوي ملي او نړیوال علماء تشخیص او له  هغوی سره دوامداره اړیکې ټینګې کړي څو هغوی عملاٌ د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. همدارنګه دا څانګه له مهمو دولتي ارګانونو لکه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت او نورو اړونده ادارو سره د چارو په سرته رسولو کې همغږي لري.
۲- له ولایتونو سره اړیکې: د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګې یو بل فعالیت له  ولایتونو سره اړیکه درلودل دي. د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګه دنده لري څو د دغې شعبې له لارې د سولې عالي شورا له ولایتونو سره وصل کړي او وقتاْ فوقتاْ د سولې ولایتي کمیټو ته د سولې عالي شورا د پروګرامونو په اړه معلومات شریک او د ولایتي کمیټو له اجرآتو څخه د سولې عالي شورا دارالانشاء ته راپور وړاندې کړي.
۳- خپرونې: خپرونې د دې څانګې له مهمو مسؤولتیونو څخه ګڼل کیږي چې  په مرکز او ولایتونو کې د سولې عالي شورا او دارالانشاء ټول فعالیتونه په یوې خبرنامې (صلح) کې خپروي. په دې خبرنامې کې د سیمینارونو او ورکشاپونو راپورونه، د سولې عالي شورا د مشرتابه هیئت ویناوې، د سولې په اړه مقالې، تحلیلونه، په ولایتونو کې د انکشافي پروژو اړونده راپورونه، د سولې له پروسې سره د یوځای شویو کسانو په اړه راپورونه، اوپراتیفي راپورونه، د اطلاعاتو او ارتباطاتو فعالیتونه او داسې نور په میاشتنی ډول سره خپریږي. دغه خبرنامه په منظم ډول او لوړ کیفیت سره په پښتو او دري ژبو چاپیږي.
۴- ویب پاڼه: ویب پاڼه د سولې عالي شورا د الکترونیکي خپرونو له ډلې څخه ده چې د اطلاعاتو او ارتباطاتو په چوګاټ کې فعالیت کوي. د سولې عالي شورا ویب پاڼه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو خپرونې لري.
د سولې عالي شورا په ویب پاڼه کې ورځني خبرونه، د شورا د مشرتابه اعلامیې او پیغامونه، مقالې، تحلیلونه، بیانیې، تصویرونه، ویډیوګانې، راپورونه او د اوپراتیفي، اطلاعاتو او ارتباطاتو، پرمختیایي، جندر، ځوانانو د څانګو فعالیتونه خپریږي.
۵- رسنیو ته کتنه یا میډیا مونیټورینګ: رسنیو ته کتنه د دې څانګې یو بل کاري فعالیت دی چې له دې لارې ټولې ملي او نړیوالې رسنۍ هر ورځ کتل کیږي او د سولې پروسې اړونده خبرونه، مقالې او راپورونه له دې خپرونو څخه استخراج او وروسته د سولې عالي شورا له ټولو مسؤولینو او مشرتابه سره شریک کیږي. همدارنګه په دې برخه کې له دغو راټولو شويو موضوعاتو څخه په ګټې اخیستلو سره اوونیز او میاشتنی عمومي تحلیل هم چمتو او د شورا مشرتابه، دارالانشاء او نورو غړو ته استول کیږي.

۶- له رسنیو سره اړیکې: د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګې یوه  بله شعبه له رسنیو سره د اړیکو څانګه ده. دغه شعبه له رسنیو او مطبوعاتو سره پر اړیکو نیولو برسیره د کنفرانسونو، ورکشاپونو، لویو غونډو او نورو مناسبتونو د جوړولو دنده هم په غاړه لري. همدارنګه په دې برخه کې له رسنیو سره د مصاحبو او ځینو تبلیغاتي کلیپونو د همغږه کولو کارونه هم سرته رسیږي.
۷- د پیښو او مناسبتونو تنظیمول: د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګې یو بل فعالیت د پيښو او مناسبتونو تنظیمول دي چې د یوې غونډې اړونده د تالارونو ریزرف، ترتیب او تنظیم او دوسیو ترتیبول، د پیښو د تنظیمولو په موخه د مهال ویش تهیه کول، د اسنادونو او دوسیو د ارشیف جوړول، غونډو ته د مشرانو او ګډونکوونکو خبرول او نورو اړونده مواردو دنده په غاړه لري.
۸- کمره او ویډیو: په دغه برخه کې ټولو غونډو، کنفرانسونو، سیمینارونو او نورو پیښو ته پوښښ ورکول کیږي او له دغو پیښو څخه تصویرونه او ویډیویي کلیپونه ترتیب او په آرشیف کې ساتل کیږي. په دې برخه کې یو شمیر مهم تصویرونه او ویډیوګانې چې ثبتیږي، د سولې عالي شورا په خبرنامې او ویب پاڼه کې هم خپریږي.
۹- ژباړه: په دغه برخه کې له بیلابیلو خارجي بنسټونو او ډلو سره د اړیکو د تسهیل په موخه ټول اسناد، مقالې، بلنلیکونه، تحلیلونه، خطابې او نور اړین اسناد له انګلیسي ژبې او کله ناکله له عربي ژبې څخه دري او پښتو ژبو ته او یا برعکس ژباړل کیږي.

د ۱۳۹۵ کلیز