Language Switcher

RJ Social Icons

د اوپراتیفي څانګې پیژندنه

د سولې عالي شورا د دارالانشاء د اوپراتیفي څانګې د فعالیتونو په اړه لنډ معلومات:

اوپراتیفي څانګه د سولې عالي شورا د دارالانشاء یوه اساسي او مهمه څانګه ده چې د سولې عالي شورا  له لارښوونو او پریکړو سره سم د مخالفینو په اړه د معلوماتو راټولولو او تحلیلولو، د وسلو راټولولو د مدیریت، د بایومیټریک معایناتو له لارې د سولې پروسې ته د وسله والو مخالفینو شاملولو، د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره د تخنیکي ټیمونو ګومارلو او د اوپراتیفي فعالیتونو او پرمختګونو په اړه د راپورونو ترتیبولو په موخه هر اړخیزه اجرآت ترسره کوي.
دغه څانګه له مسلکي کارکوونکو او د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست او محلي ادارو له با صلاحیته استازو څخه تشکیل شویده چې د ولایتونو په کچه د سولې ولایتي کمیټو او دارالانشاءګانو سره د اړونده چارو پرمخ بیولو او د سولې له پروسې سره د یوځای شويو کسانو د مصؤنیت تامینولو په برخه کې همکاري کوي.
د دارالانشاء اوپراتیفي څانګه د سولې عالي شورا  له کمیټو سره نژدې اړیکې لري او د دې څانګې فعالیتونه د سولې عالي شورا او دارالانشاء له نورو څانګو سره په همغږۍ سرته رسیږي.

د ملکي کولو بهیر:

د ملکي کولو بهیر چې د مخالفینو  له افرادو او ډلو سره د خبرو اترو او مذاکراتو اساسي او عمده برخه ده، د سولې ولایتي کمیټې او والي په مشرۍ د امنیتي ادارو له خوا پر مخ وړل کیږي.
هغو کسانو ته چې د سولې له پروسې سره یوځای کیږي،  له ابتدائی څیړنې، وسلې ارزونې او مدیریت، د ثبت او راجستر پروسې او بایومیټریک معایناتو له ترسره کولو وروسته د سولې په پروګرام کې د شمولیت کارت ورکول کیږي. نومونه یې په معلوماتي بانک کې داخل او امنیت یې تامینیږي. په دغه مرحله کې د سولې عالي شورا  له شته امکاناتو

سره سم فوري بشري مرستې، د ملکي کولو دورې زده کړه، د کار موندنې لپاره د زمینې برابرول شامل دي.

Operation pashto
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د تدقیق او څیړنې پروسه:

د سولې، ملي مصالحې او سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې پروګرام د اعتبار ساتلو لپاره ډیره اړینه ده چې د امنیتي ادارو سره په همغږۍ د شرایطو وړ کسان پروګرام ته شامل شي. د تدقیق د پروسې د ښه پلي کولو او د سولې، ملي مصالحې او سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې پروګرام سره د بهرنیو جنګیالیو له یوځای کیدلو څخه د مخنیوي په موخه، تدقیق باید د لاندې اصولو سره سم سرته ورسیږي:

  • هغه کسان چې غواړي په رسمي توګه د سولې له پروسې سره یوځای شي، له دې امله د لومړنیو څیړنو لاندې نیول کیږي څو د هغوی انګیزه معلومه او ډاډه شي چې هغوی د سولې، ملي مصالحې او سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې پروګرام کې د شاملیدلو د شرایطو وړ کسان دي.
  • د تدقیق او ارزونې پروسه د سولې، ملي مصالحې او سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې پروګرام سره د مخالفینو له یوځای کیدلو وړاندې سرته رسیږي.
  • تدقیق او لومړنۍ څیړنې د سیمې، ولسوالۍ، ولایت او مرکز په کچه سرته رسیږي څو د سیمې د اوسیدونکو سره لازمې مشورې ترسره شي او په پروګرام کې د شرایطو وړ کسان ثبت او راجستر شي.


سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې په پروګرام کې د شاملیدلو لپاره معیارونه:

  • باید تصدیق شي چې دغه کسان واقعاْ وسله وال مخالفین دي.
  • دغه کسان باید د جنایي جرمونو له امله تر قانوني تعقیب لاندې نه وي.
  • دغه کسان باید د بهرنیو هیوادونو اتباع نه وي.
  • مخالفین باید چمتو وي څو له تاوتریخوالي او تروریستي کړنو څخه لاس واخلي او په سوله ییزه توګه د افغانستان د قوانینو سره سم ژوند وکړي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء د اوپراتیفي څانګې اړونده پروژو په اړه لنډ معلومات

۱- د کومکي بستو پروژه:
دغه پروژه چې موخه یې د سولې له پروسې سره یوځای شویو کسانو سره د ۱۸۰ ورځو لپاره مرسته کول دي، د اوپراتیفي څانګې یو مهم فعالیت ګڼل کیږي. کله چې کسان په رسمي توګه د سولې له پروسې سره یوځای شي، د دغې پروژې له لارې هغوی ته د ۱۸۰ ورځو لپاره مرسته  او نقدې پیسې ورکول کیږي. همدارنګه په دغه موده کې هغوی ته سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې په برخه کې زده کړه هم ورکول کیږي څو هغوی وکولای شي د ټولنې د نورو غړو په څیر خپل عادي ژوند پر مخ یوسي. د دغو ۱۸۰ ورځو په ترڅ کې او یا هم له هغه وروسته، د سولې عالي شورا هڅه کوي څو دغو کسانو ته د دوامداره کار کولو زمینه هم برابره کړي.

۲ - د وسلې د مدیریت پروژه:
د ناریه وسلو، مهماتو او چاودیدونکو موادو د قانون د ۲۶/۲/۱۳۸۴ نیټې د ۹ شمیرې مصوبې د لومړۍ مادې، د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د ۳/۳/۱۳۸۴ نیټې د ۲۰ ګڼې حکم او د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، ملي امنیت عمومي ریاست، د محلي ارګانونو عمومي ریاست او د سولې عالي شورا د ګډې دارالانشاء د ګډ امر پر بنسټ، له قانوني جواز پرته د وسلو انتقال جواز نلري.
هر کله چې د وسله والو مخالفینو یوه ډله د سولې له پروسې سره یوځای کیږي، باید فعاله وسلې چې د اوسنۍ محاربې په صفوفو کې د استفادې وړ وي، له ځان سره ولري او د سولې پروسې ته یې وسپاري. که چیرې دغه ډله د اړتیا په صورت کې بیرته د وسلو غوښتونکې شي، نو د ولایتونو د امنیتي کمیټې له غور او تائید وروسته د طرزالعملونو سره سم دغه کار سرته رسیږي. د ولایت والي او امنیتي کمیټه تر غور او لازمې څیړنې وروسته پیشنهاد منظور وي او هغه د سولې کمیټې له دارالانشاء او امنیتې کمیټې له غړو (امنیه قومنداني، د ملي امنیت عمومي ریاست، د ملي اردو استازي او د دفاع وزارت او د سولې عالي شورا د دارالانشاء د اوپراتیفي ګروپ) سره شریکوي. پیشنهاد شوې وسلې د ثبت او راجسټر، د بایومیټریک او بالیستیک معایناتو او د کورنیو چارو د وزارت له خوا د وسلې د حمل کارت د صادرولو وروسته د یو محدود وخت لپاره د دویم ځل لپاره توزیع کیږي.
راټولې شوې وسلې تر رسمي ثبت او راجسټر وروسته د دفاع وزارت اوپراتیفي ګروپونو (ډایاګ) ته سپارل کیږي او وروسته د وسلو راټولولو دیپوګانو ته لیږدول کیږي. د دفاع وزارت اوپراتیفي ګروپونه ټولې راټولې شوي وسلې په ځانګړو فورمو کې ثبتوي او کاپي یې د سولې ولایتي کمیټې دارالانشاء او د ولایت امنیتي کمیټې غړو سره شریکوي او ټولې ثقیله وسلې ثبت، راجسټر او ډایاګ پروګرام ته تحویلیږي.
۳ - د سولې همکارانو پروژه:
د سولې پروګرام د تطبیق پروسه له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو او هغوی ته د بلنې ورکولو، د عامه ذهنیتونو د روښانولو پروسه ده، چې د  مشرانو، قومي متنفذینو، ملا امامانو او د ټولنې نورو غړو له خوا پر مخ بیول کیږي.
د سولې همکارانو پروژه د اوپراتیفي څانګې په چوکاټ کې فعالیت لري، چې د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې له مخالفینو سره د اړیکو نیولو او هغوی ته د سولې له پروسې سره یوځای کیدلو بلنې ورکولو په موخه بیلابیل فعالیتونه سرته رسوي.
په دغه پروسه کې د سیمې متنفذین، پیژندل شوي شخصیتونه، دیني عالمان او قومي مشران شامل دي چې په خپلو سیمو کې د امنیت تامینولو، سولې او ثبات، سوله ییز ژوند ته د راستنیدنې لپاره مخالفینو ته بلنه ورکول او د سولې له پروسې سره د مخالفینو یوځای کیدلو په برخه کې دنده سرته رسوي.
د سولې همکاران دنده لري څو په خپلو سیمو کې د خلکو ستونزې وڅیړي او د امکان تر حده یې د سولې کمیټې له طرزالعملونو سره سم د جرګې او سیمه ییزو پریکړو له لاری معضلې حل کړي.
۴ - د قومندانانو او سیاسي شخصیتونو د امتیازاتو پروژه:
د دغې پروژې موخه د سولې کمیټو په چوکاټ کې د قومندانانو د فعالیتونو منسجمول، معیشت برابرول، د مدیریتي او فني زده کړو ورکول او همدارنګه د سولې له پروسې سره د یوځای کیدلو لپاره د مخالفینو تشویقول او ترغیبول دي.
د قومندانانو او سیاسي شخصیتونو د امتیازاتو پروژې له پیل څخه تر اوسه په دې پروژه کې یو زیات شمیر قومندانان، سیاسي شخصیتونه او متنفذین شامل شوي دي څو هغوی وکولای شي د سولې له پروسې سره د نورو مخالفینو د یوځای کیدلو په موخه هڅه او همکاري وکړي. د سولې عالي شورا د دارالانشاء اوپراتیفي څانګه هڅه کوي چې د سولې پروسې سره د یوځای شويو کسانو څخه له پروسې سره د نورو مخالفینو د یوځای کیدلو په برخه کې اعظمي ګټه پورته کړي څو په هیواد کې تلپاتې سوله او ثبات راشي.
۵ - د معلوماتو آرشیف او معلوماتي بانک ته د معلوماتو داخلولو شعبه (اوپراتیفي دیتابیس):
د معلوماتي بانک (دیتابیس) شعبه د سولې له پروسې سره د یوځای شويو کسانو اړوند د ټولو معلوماتو یوازینی مخزن دی. دغه شعبه د اسنادو، د تدقیق لستونو او د پروسې سره د یوځای شویو کسانو د ادغام او سروې فورمونو د ساتلو مسؤولیت په غاړه لري. کله چې د هغو کسانو  چې غواړي د سولې له پروسې سره یوځای شي، د ارزیابۍ او پیژندګلوۍ لستونه په رسمي توګه طی مراحل شي، نو د دغو کسانو د سروې فورمې، د بایومیټریک معاینات او د کومکي بستو توزیع سرته رسیږي. اوپراتیفي څانګه د سولې له پروسې سره د یوځای شویو کسانو اړونده اسناد دیتابیس شعبې ته استوي ترڅو ټول معلومات په معلوماتي بانک کې داخل کړل شي.  
د معلوماتي بانک شعبه مسؤولیت لري څو د سولې له پروسې سره د یوځای شویو کسانو اړوند معلومات په فزیکي او بریښنایي (کمپیوټري) بڼه وساتي. دغه معلومات په تخصصي معلوماتي بانک کې داسې ځای پرځای کیږي چې د سولې عالي شورا د دارالانشاء اړونده شعبې وکولی شي د اړتیا په وخت کې د یوځای شویو کسانو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي. د معلوماتي بانک شعبه برسیره پر دې چې د معلوماتو د ذخیره کولو مسؤولیت لري، د سولې له پروسې سره یوځای شویو کسانو ته د هویت کارتونو د چاپولو او چمتو کولو مسؤولیت هم په غاړه لري. دغه د هویت کارتونه د سولې له پروسې سره د یوځای شویو کسانو د پیژندګلوۍ او د کورنیو او بهرنیو ځواکونو له مزاحمت څخه د مخنیوي لپاره ورکول کیږي.


د آزاد شویو بندیانو شمولیت:

د دغې پالیسۍ اصلي موخه د داسې زمینې برابرول دي چې له بنده آزاد شویو کسانو څخه د ټولنې فعال، مثمر او ګټور غړي جوړ شي او له هر ډول بشریت او انسانیت ضد فعالیتونو څخه لاس واخلي او په حقیقي ډول د سولې حامیان شي او همدارنګه د آزاد شويو بندیانو د شتون څخه په یو منظم چوکاټ کې د سولې پروګرام د چارو او اجندا په پر مخ وړلو کې ګټه واخیستل شي. د دغو کسانو شمولیت د مخالفو کسانو د شمولیت د طرز العمل سره سم سرته رسیږي.

 

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info