Language Switcher

RJ Social Icons

د شهید مولوي صاحب محمدهاشم (منیب) لنډه پیژندنه

مولوي محمدهاشم منیب د رحمان سید زوی د عبدالجلال لمسی په ۱۳۳۲هـ لمریزکال د کونړولایت وټه پور ولسوالۍ د دهوز کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی. لومړنۍ زده کړې یې د مرورې په کلي کې د مولوي محمد معشوق څخه پیل کړې. بیا د پیښور په سرحد دارالعلوم کی داخل شو، ورپسې یې په حدیقهَ العلوم کې زده کړې ته دوام ورکړ. په ۱۳۵۴لمریز کال کې یې د پیښور په جامعه اشرفیه کې د احادیثو لویه دوره، او په ۱۳۵۵هـ لمریزکال د پنج پیر په مدرسه کې د تفسیر لویه دوره بشپړه کړه، له فراغت وروسته خپل کلي ته راغی او خلکو ته یې د قرآنکریم د ترجمې او تفسیر ښوونه کوله چې له برکته یې ډیر ناسم رسمونه اصلاح او ناوړه تربګنۍ په ورورۍ بدلې شوې.


shahidMunibله کمونستي کودتا وروسته شهید مولوي صاحب منیب د قومندان میاګل او شهید قومندان رحمت ګل په ملګرتیا د کمونستانو په خلاف جبهه پرانیستله او کمه موده وروسته دغه مقاومتونه په ملي پاڅون واوښتل، او کله چې د فتوحاتو لړۍ اسدآباد ته ورسیده، مجاهدینو د چارو د سمون لپاره یوه عمومي شورا جوړه کړه چی شهید مولوي صاحب یې هم غړیتوب درلود.
وروسته د مجاهدینو له خوا  په باجوړ کې د مهاجرینو د سرحدي دفتر آمر او ورپسې د جهادي تشکیلاتو په چوکاټ کی د کونړ ولایت د دویمې حوزې آمر او د کونړ ولایت د جهادي امارت مرستیال وټاکل شو. د کونړ ولایت له ازادۍ وروسته د ټولو سیاسي جهادي ګوندونو(د متحدې اسلامي شورا) په تشکیل کی د نظامي چارو د رئیس دنده وروسپارل شوه. د شهید استاد رباني د واکمنۍ په وخت کی د کونړ ولایت د مرستیال په توګه وټاکل شو او ورسره یې د مشرقي شورا غړیتوب هم درلود. طالبانو چې کونړ ولایت ته مخه کړه، والي استعفا وکړه او شهید مولوي صاحب د والي په توګه وټاکل شو، د طالبانو له سقوط وروسته د سترې محکمې د جزاء دیوان د رئیس په توګه وټاکل شو، د اضطراري لویې جرګی غړیتوب یی هم درلود، وروسته د علماوو د سرتاسري شورا د غړي او د پوهنې وزارت د  دیني چارو د مشاور په توګه ومنل شو. د سولې د عالي شورا له تاسیس وروسته د کونړ ولایت د سولې شورا د رئیس په دنده وګومارل شو چی په کونړ ولایت کې یې د لویو شخړو د حل، سولې او امنیت د تأمین په برخه کې نه ستړې کیدونکی هلې ځلې کړیدي .
بالآخره شهید مولوي منیب د۱۳۹۱کال د حمل په ۱۸ مه نیټه پداسې حال کې چې د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته خپل کور ته روان و، د تعصب او جاهلیت په لاس د روزل شویو ځان پلورونکو او د هیواد د دښمنانو په ناځوانمردانه ځانمرګي برید کې له خپل زلمي زوی سعیدالله سره یوځای په شهادت ورسید.    

انا لله وانا الیه راجعون

د ۱۳۹۶ کلیز

Истёк срок регистрации домена burjindexator.info