Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا تشکیلاتي جوړښت

HPC Structure Pashto

 

د ۱۳۸۹ کال د غبرګولي په میاشت کې د سولې ملي مشورتي جرګې د جوړیدو او د سولې او ملي پخلاینې پروګرام د تصویب راهیسې او د سولې عالي شورا د تاسیس څخه وروسته د پام وړ پرمختګونه هم په سیاسي کچه او هم د سولې پروګرام په عملې او تطبیقی ډول په ټول هیواد کې ترسره شوي دي چې نه یوازې په هیواد کې د سراسري سولې دتامینولو لپاره د افغانستان دولت او دسولې عالي شورا قاطع هوډ ښکاره کوي بلکې کوم اقدامات چې په دې لاره کې ترسره شوي، د سیمو په کچه د خلکو د باور ترلاسه کولو او د افکارو تغییرولو باندې یې مثبته اغیزه درلودلې ده.
د شورا د جوړیدو وروسته، د سولې عالي شورا غړو د دغه شورا له موخو او ارمانونو څخه د افغانانو او نړیوالو د خبرولو په موخه پیغامونه تصویب کړي چې په هغه کې د افغانستان په قضیه کې له ښکیلو اړخونو څخه غوښتل شوي ترڅو د خبرو اترو لاره غوره کړي او د سولې عالي شورا سره په هیواد کې د سولې او ثبات راوستلو په برخه کې مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان خلکو او نړیوالو دغه پیغام ته لبیک ووایه. نړیوالې ټولنې د ملګرو ملتونو سازمان، د اسلامي هیوادونو د کنفرانس سازمان او د اروپا یی ټولنې په ګدون د دغه شورا د سولې له هڅو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ چې په وړاندی یې د سولې عالي شورا د لندن او کابل تعهداتو په ړنا کې د سولې له بهیرڅخه د هغوي ملاتړ ته هرکلی ووایه.
د سولې عالي شورا خپل د فعالیتونو د پیل څخه تراوسه ډیری هڅې او فعالیتونه د مخالفینو سره د تماس او دعوت، د خلکو بسیجولو، د خلکو د همکاریو ترلاسه کولو او د ولایاتونو او محلاتو په کچه د سولې په بهیر کې د هغوی دشاملولو په برخه کې ترسره کړي دي چې دا د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره اړین عنصر ګڼل کیږي. تراوسه په ۳۰ ولایتونو کې د سولې ولایتي کمیټې پرانستل شوې چې دغه کمیټې خپل اجراآت او فعالیتونه د سولې بهیر د لارښود او د سولې عالي شورا د هدایاتو او لارښوونو سره سم ترسره کوي.

د سولې عالي شورا دارالانشاء

د سولې عالي شورا دارالانشاء  شپږ عمده څانګې لري چې په عمومي ډول د سولې عالي شورا د پریکړو او همدارنګه د سولې او سولییز ژوند ته د راستنیدنې پروګرام د پلي کولو مسؤلیت په غاړه لري. د اړوند چارو د ښه تنظیمولو لپاره ددارالانشاء دغه شپږ تخنیکي څانګي عبارت دي له:

اوپراتیفي او دملکي کولو څانګه

دغه څانګه مسؤلیت لري تر څو د سولې عالي شورا د لارښودونو او پریکړو په رڼا کې د امنیتي ادارو سره په همغږۍ د مخالفینو په اړه د معلوماتو د راټولولو او ارزونې لپاره هراړخیزه تدبیرونه، د ملکي کولو او وسلو مدیریت په بهیر کې د ولایتونو سره د همکارۍ په موخه د تخنیکي ټیمونو ګمارل، د اوپراتیفي فعالیتونو د راپور چمتو کول او همدارنګه نور کارونه چې د اجرائیه شورا او یا دې دارالانشاء د ریاست لخوا ورته سپارل کیږي، عملي کړي. دغه څانګه د مسلکي کارکوونکو او د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او محلي ادارو با صلاحیته استازو څخه تشکیل شوې ده. سربیره پر دې د سولې له بهیر سره د یوځای شويو کسانو د مصؤنیت تامینولو او همدارنګه په تخنیکي برخه کې د ایساف پوځونو استازي همکاري کوي. دغه څانګه په عین وخت کې د سولې عالي شورا د بلنې او اړیکو کمیټې او د شخړو د هوارولو له کمیټې سره همکاري او  نیږدې اړیکې لري.

د ملکي کولو بهیر: د ملکي کولو بهیر چې د مخالفینو د افرادو او ډولو سره د خبرو اترو او مذاکراتو اساسي او عمده برخه ده، د څو دولتي امنیتي ادارو، د سولې ولایتي کميټې په مشرۍ او د اوپراتیفي څانګې په همغږۍ سره  سرته رسیږي.
د سولې ولایتي کمیټه د سولې عالي شورا په استازیتوب د ولایتونو په کچه د ولایتونو د والیانو په مشرۍ د سولې بهیر پرمخ وړلو مسؤلیت په غاړه لري او په عین وخت کې سیمییزې ستونزې چې د سولې له بهیر سره د خلکو یا ډلو د یوځای کیدو مخنیوی کوي، د خلکو او دولتي ادارو په مرسته هواره وي.

د اقتصادي او ټولنیزوخدمتونو پراختیایې څانګه:

تخنیکي او پراختیایي څانګه په عمومي توګه په هغو سیمو کې چې مخالفین د سولې له بهیر سره یوځاي کیږي د پراختیایې او اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره د لازمو تدبیرونو او اقداماتو نیولو مسؤلیت پرغاړه لري. دغه څانګه د سکتوري وزارتونو (په ځانګړي ډول د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت، د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او د فوايد عامې وزارت) او نورو غیر سکتوري دولتي ادارو لکه د ارشاد حج او اوقافو وزارت، دسرحدونو قومونو او قبایلو وزارت، د پوهنې وزارت، د سیمییزو ارګانونو خپلواکه اداره او غیر دولتي ادارو سره په همکارۍ د پراختیا او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ځانګړي پروګرامونه سرته رسوي چې  د پروګرام د عمومي چوکاټ چې د کابل په کنفرانس کې تصویب شوی دی، سره سم دحرفوي زده کړودروزنې او کارموندنې زمینه برابروي.

د اطلاعاتو او ارتباطاتو څانګه:

په دغه څانګه کې مسلکي کسان کار کوي چې د عامه پوهاوي او تبلیغاتو کمیټې د پریکړو او لارښودونو د پلي کولو مسؤلیت پر غاړه لري او په عین وخت کې د سولې عالي شورا د ویاند سره په ورځنیو چارو، د هغه د اړتیا او هدایت سره سم، مرسته او همکاري کوي. همدارنګه دغه څانګه د سولې عالي شورا د انترنیتي پاڼې د تخنیکي مدیریت مسؤلیت هم پر غاړه لري او د اسنادو، مؤلفونو، تلویزیوني پروګرامونو او اطلاعاتو دآسانتیاوو مسؤلیت پر غاړه لري او د خلکو د ذهنونو د بدلولو او په ټولنه کې د ملي یووالي درامنځ ته کیدلو، زغم او تاوتریخوالي څخه د مخنیوي په موخه د اغیزمنو تبلیغاتي فعالیتونو لپاره زمینه برابروي. دغه څانګه د سولې عالي شورا د پروګرام د موخو په ټاکلو او چارو کې همکاري کوي.

د پالیسۍ څانګه:

دغه څانګه د سولې پروګرام د پلي کولو د تحلیل او ارزونې او د سولې په بهیر کې د ګډو هڅو د همغږۍ کولو مسؤلیت پر غاړه لري او د سولې عالي شورا لخوا دارالانشاء ته د سپارل شوو دندو په ړڼا کې  د پروګرام د ستونزو، پرمختګونو او تحولاتو په اړه راپور چمتو کوي. د سولې پروګرام د رهبرۍ څانګې سره د لومړیتوبونو په ټاکلو کې مرسته کوي. سربیره پر دې دغه څانګه لارښودونه، پالیسۍ  او طرزالعملونه چې د پروګرام داغیزمن  پلی کولو لپاره اړین دي، ترتیب او د شورا اجرائیه هیئت ته یې وړاندې کوي. په دغه ډول دغه څانګه د نړیوالو اړیکو د کميټې سره نیږدې همکاری لري او د سولې پروګرام مشرتابه ته د پلانونو او فعالیتونو د پلي کولو لپاره تخنیکي مشورې ورکوي.

حقوقي څانګه:

دغه څانګه د سیاسي بندیانو چارو ته د رسیدنې کمیټي او د شخړو د هوارولو کمیټې د لارښوونو سره سم د بندیانو چارو ته د رسیدنې مسؤلیت پر غاړه لري او په ټولو قانوني او حقوقي مواردو کې د دارالانشاء رئیس او مرستیال سره مرسته کوي. په عین وخت کې د اړتیا په صورت کې په ځانګړو موضوعاتو کې د کمیټو رئیسانو ته تحریري حقوقي مشورې وړاندې کوي.

مالي او اداري څانګه:

دغه څانګه د سولې عالي شورا د مصوبو په ړڼا کې د پروګرام مالي او اداري مسؤلیت پر غاړه لري او مکلفه ده چې د سولې عالي شورا، اجرائیه هیئت، کاري کمیټو او د دارالانشاء نورو څانګو د فعالیتونو لپاره زمینه او شرایط چمتو کړي او په همدي ډول د خپلو کارونو منظم راپور د دارالانشاء له لارې مالیې وزارت، د کمکي صندق مدیریت او دسولې عالي شورا  ته وړاندې کوي.

د سولې ولایتي کمیټه:

د سولې بهیر د ولایت په کچه د والي په مشرۍ پرمخ وړل کیږي. دغه بهیر دوې اساسي مرحلې لري چې عبارت دي له: الف: د سولې له بهیر سره د یوځای کیدو لپاره اړیکه، مذاکره او مفاهمه، ب: د ملکي کولو بهیر، د وسلو مدیریت، د امنیت ټینګول، ارزونه او په سیمو کې عادي ژوند ته راستنیدنه.
لکه څرنګه چې په هیواد کې د جګړې ستونزه په هغه صورت کې هواریدلي شي چي خلک او دولت سره نیږدې شي او سیمییزې ستونزې چې د سولې له بهیر سره د خلکو د یوځای کیدو خنډ ګرځي، د قومي مشرانو، متنفذینو، علماوو، دولتي او مدني ټولنې ادارو سره په همکارۍ هوارې کړي. لکه څرنګه چې د سولې او سولییز ژوند ته د راستنیدنې پروګرام فعالیتونه د امنیتي او پراختیایي مسایلو سره نیږدې اړیکې لري او څنګه چې د ولایت په کچه د سولې بهیر بریالیتوب د امنیتي شرایطو او د پراختیايي پروګرامونو او ښې حکومتدارۍ په شتون پورې اړه لري، نو حتمي او ضروري ده چې د سولې ولایتي کمیټې فعالیتونه د امنیتي او پراختیایي کمیټو سره چې دواړې د ولایت د والي تر ریاست لاندې دي، سره په همغږۍ سرته ورسیږي.
شکل (2) په ولایتي کچه تشکیلاتي جوړښت

HPC Structure Pashto Provincial

د سولی د بهیر د تسهیل او ملاتړ او د سولې ولایتي کمیټې د پریکړو د تطبیق په موخه په هر ولایت کې د دارالانشاء لپاره ساده تشکیل په نظر کې نیول شوی دی چې د ولایت د دفترپه چوکاټ کې جوړیږي او د والي او همدارنګه د سولې کمیټې د رئیس ترلارښوونې لاندی فعالیت کوي. دغه واحد چې د پنځو تخنیکي کارکوونکو څخه جوړشوی په عمومي توګه د سولې د ولایتي کمیټې د پریکړو تطبیق او د هغولارښوونو چې د دارالانشاء د ریاست لخوا ورسپارل کیږي، اجرا کول او نور تخنیکي، لوجستکي، اداري او مالي فعالیتونه سرته رسوي.
پدې ترتیب، امنیتي کمیټه او پرمختییایي کمیټه چې مخکې جوړې شوې دي او خپلو دندو ته دوام ورکوي، خپل پلانونه او لومړیتوبونه د سولې او سولییزژوند ته د راستنیدنې  پروګرام د پلانونو او فعالیتونو سره سم عیار کړي او درې واړه کمیټې  به د ولایت د والي تر څارنې او  مشرۍ لاندې په منظمه توګه خپلې غونډې نیسي، د فعالیتونو او ستونزو په اړه بحث او د پلانونو په تطبیق کې به په ګډه دنده سرته رسوي. هیله کیږي چې د ولایت والي د پورته دریو کمیټو د رئیس او د رهبرۍ، انسجام، همغږې او د ولایتي پروګرامونو د تطبیقولو د لومړۍ درجې د مسول په توګه د سولې د کمیټې غونډې داسې تنظیم او عیار کړي ترڅو امنیتي او پرمختییایي کمیټې د سولې د کمیټې د فعالیتونو او نوښتون څخه ملاتړ وکړي او د پلي کولو زمینه ورته برابره کړي. همداراز د حوادثو د مخنیوي، د امنیت ښه والي او پرمختیا لپاره تدبیرونه د سیمییزو خلکو سره په همغږۍ او همکارۍ پیل کړي. باالاخره، د پرمختییایي پروژو تطبیق دې پدې ډول عیار شي چې د مخالفینو دراستنیدنې او د سولې د بهیر سره د هغوی یوځای کیدو په برخه کې ګټور تمام شي. پدې برخه کې د څو اړونده ادارو مکلفیتونه تر څیړنې لاندې نیول شوي دي.

الف: د سولې په بهیر کې د والیانو ونډه او مسؤلیت:

په ولایت کې سولې د بهیر عمومي مشري پر غاړه لري چې د سولې ولایتي کمیټې فعالیتونه د امنیتي او پرمختییایي کمیټو سره همغږي او د سولې د کمیټې د فعالیت څخه بشپړملاټرکوي. په عین حال کې هغو ځانګرومسایلو ته د رسیدنې لپاره کوم چېی سولیز ژوند ته د مخالفینو د راستنیدو خنډ ګرځي او یا هم  د هغو کسانو خوندیتوب چې د دغه بهیر سره یوځای شي د خطرسره مخامخ وي، د دریو کمیټو د ترکیب څخه دي بیلابیل هیئتونه وټاکي ترڅو د ستونزې هوارولو لپاره اقدام وکړي. سربیره پر دې چې د بیلابیلو ارګانونو په ګدون دسولې له بهیر څخه د نړیوالو ځواکونو فعالیتونه بسیج کړي، د خلکو په مرسته د افغانستان دولت ته د مسولیتونو د انتقال لپاره شرایط برابر کړي تر څوملي حاکمیت په هیواد کی ټینګ او د افغانستان په کلیو کې جګړه پای ته ورسیږي او نړیوالو ځواکونو لپاره خپلو هیوادونو ته د ستنیدو زمینه برابره شي.

ب: د سولې ولایتي کمیټې ونډه او مسؤلیت:

څنګه چې په شکل کې ښودل شوي دي، د سولې پرورګام د سولې ولایتي کمیټې لخوا پلی او د امنیتي او پراختیایي کمیټو لخوا یې ملاتړ کیږي، نو د امنیتي ادارو استازي په امنیتي کمیټه کې او د پراختیایې ادارو استازي په پراختیایې کمیټه کې تنظیمیږي. د سولې ولایتي کمیټې په راس کې یو رئیس د غړو او والي په مشوره ټاکل کیږي چې په عین وخت کې د سولې او سولییز ژوند ته د راستنیدلو په چارو کې د والي د مرستیال په توګه دنده لري. د دغې کمیټې سکرتریت د ولایت په کچه د سولې پروګرام دارالانشاء پرغاړه لري. د سولې په ولایتي کمیټې کې تر ۲۵ کسانوپورې غړي ټاکل کیدای شي او په لویو ولایتونو (د زونونو مرکزونو) کې تر ۳۰ تنو پورې غړي دسولې دولایتي کمیټه کې تاکل کیدای شي چې د سولې عالي شورا له منظورۍ وروسته په رسمي ډول دنده پیل کولای شې. د سولې د عالي شورا هغه غړي کوم چې په ولایتونو کې ژوند کوي د دغې کمیټې په ټولو غونډو کې رابلل کیږي او د سولې له بهیرڅخه د ولایتو په کچه نظارت  او د هغه څخه ملاتړ کوي.

د سولې ولایتي کمیټو جوړښت د لاندې شرایطو پر بنسټ منځ ته راځي:

  • د سولې د ولایتي کمیټې په ترکیب کې باید مسؤلین او غیردولتي نفوذ لرونکي شخصیتونه، عالمان ، قومي مشران، د مدني ټولنې او ټولنیزو ادارو استازي ګډون وکړي ترڅو د خلکو سره د اړیکو ټینګولو له لارې  پریګړو ته عملي او تطبیقي بڼه ورکړي.
  • د دغو کمیټو په ترکیب کې د ولایتي شورا او د علماو شورا استازي، نفوذ لرونکي شخصیتونه، عالمان او قومي مشران، د مدنی ټولنې استازي او لوترلږه دوه ښځې په پامکې نیول شوي دي.
  • کمیټه د سراسري ترکیب لرونکې ده.
  • غړي یې سولې ته معتقد او متعهدد دي.
  • د کمیټې غړي د نیک شهرت لرونکي او د خلکو په منځ کې د ځانګړي درناوي څښتن دي.
  • د کمیټې غړي د سیمییزو شخړو د هوارولو توان لري.
  • د کمیټې غړي د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو توان لري.
  • غړي باید وکولای شي چې د بیلابیلو ولسوالیو او په سیمو کې شته قومونو استازیتوب په متناسبه توګه وکړي.
  • د سولې ولایتي کمیټې غړي چې په سیمو کې به د دولت او ناراضه کسانو ترمنځ د اړیکو ټینګولو دنده ولري، باید د سولې او ملي پخلاینې  پروګرام او ناراضه او مخالفه کسانو چې د سولې د مذاکراتو پر بهیر او امنیت راوستلو ل ګټور او اغیزمن دي، تر منځ د اړیکو ټینګولو وړتیا ولري.

د ۱۳۹۶ کلیز