Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې د عالي شورا پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
(إِنَّمَا ٱلۡمُؤۡمِنُونَ إِخۡوَةٌ۬ فَأَصۡلِحُواْ بَيۡنَ أَخَوَيۡكُمۡ‌)سورة الحجرات ۱۰
(ترجمه:  په تحقیق سره مؤمنان په خپلو کې سره وروڼه دي نو تاسي دخپلووروڼو تر مینځ سوله وکړئ)

 

د سولې د عالي شورا پیغام

سوله د هرې ټولنې لومړنۍ، عمده او اساسي اړتیا ده، په ځانګړې توګه افغانستان چې څو لسيزي يې په مسلسل ډول ناخوالې ګاللې دي، د سولې او ثبات راستنيدو او استحکام ته شديده اړتيا لري او آن د يوې ملي او ديني وجيبې په توګه يې تحقق پر موږ ټولو لازمه او حتمي ده. د اسلام مقدس دین د مسلمانانو تر مینځ د اخوت او ورورګلوۍ امر کړی دی. اسلام بشریت ته د سولې پیغام راوړ او پر خپلو پيروانو يې تاکيد کړى چې د ټاکلو حدودو او ارزښتونو په چوکاټ کې خپلې سياسي، اجتماعي او نورې هر ډول غوښتنې داسې مطرح کړي، چې عامه نظم او نظام ورسره مختل او ګډوډ نشي.

د اسلامي ارشاداتو او همداراز د افغانستان د خلکو له انسانی غوښتنو سره سم د افغانستان د سولې عالي شورا دې ته ژمنه ده چې ګران هیواد افغانستان ته د تلپاتې سولې او ثبات د راوستلو په موخه خپلې هڅې  ګړندۍ کړي. دغه شورا به د سولې ملي مشورتي جرګې د پریکړو په رڼا کې خپل ټول کاري پلانونه جوړ او له مخې به يې کوښښ وکړي چې له ناراضه وروڼو سره د خبرو اترو لار پرانیزي. همداراز د سولې عالي شورا په ملي او نړیواله کچه د افغانستان په قضیې کې له ذیدخلو هیوادونو او سازمانونو څخه په کلکه غواړي چې د سولې د ملي مشورتي جرګې د سپارښتنو په پلي کولو کې له دغی شورا سره عملي مرسته وکړي اوخپل مسولیت په دې برخه کې په سمه توګه ادا کړي.

د سولې عالي شورا په دې ښه پوهیږي چې د افغانستان ولس په تیرو څه د پاسه ۳۰ کلونو کې کړیدلی دی، او د ديرش کلنو ناخوالو لاملونه هم روښانه دي. همدا نن هم زمونږ هیوادوال د جګړيزه تاوتریخوالی، ، چاوديدونکو او وژنکو وسلو د کرغيړن شتون او استعمال په نتيجه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

  مونږ د سولې د عالي شورا غړي د افغانستان د مسلمان ملت له زغم او فداکاریو څخه ستاینه کوو او د پاک الله له دربار څخه غواړو چې ددغو قربانیو په بدل کې زمونږ  هیوادوالوته تلپاتې او عادلانه سوله په برخه کړي.

د سولې عالي شورا په افغانستان کې له ښکیلو اړخونو څخه په ټینګه غواړي چې د خپلمنځي اختلافاتو او ټکرونو په له مینځه وړلو کې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې د عالي شورا په مینځګړیتوب د ستونزو سوله ییزې لارې ولټوي. دغه شورا د افغانستان له حکومت او د حکومت له مخالفینو څخه غواړي چې د سولې له بهیر سره هر راز مرسته  او د دې شورا له نوښتونو څخه ملاتړ وکړي. د سولې عالي شورا غواړي چې په ملي او سیمه ایزه کچه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لار پرانیزي.

دسولې عالې شورا د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې هغو هلو ځلو ته د قدر په سترګه ګوري چه په نتیجه کې یې د افغانستان ملي حاکمیت او  د امنیت د خوندي کولو چارې د افغانستان ملي امنیتي ادارو ته وسپارل شي او په تدریج سره د نړیوالو ځواکونو وتلوته لاره هواره شي. هیله لرو چه دا هلې ځلې په مناسبه او دقیقه توګه داسې تنظیم شي، چې د يو بل ناورين سبب نه، بلکې د يوه سوکاله، يوموټى، واحد او په خپل ځان متکي افغانستان د دوام او استحکام سبب شي.

همداراز د سولې عالي شورا په افغانستان کې له میشتو نړیوالو ځواکونو او په مجموع کې له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د سولې په برخه کې خپلې کړې ژمنې ترسره کړي، د سولې په بهیر کې ددې شورا له نوښتونو څخه ملاتړ او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي. نړیوالې ټولنې د کابل په کنفرانس کې د افغانستان د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د سولې عالي شورا غواړي چې د دوی دغه ملاتړ په عمل کې وویني.

د افغانستان مسلمان ملت غواړي چې د سولې د راوستلو په موخه  په نورو اسلامي هیوادونو کې د خپلو مسلمانو وروڼو مرسته تر لاسه کړي. دا د اسلامي نړۍ دیني وجیبه ده چې د افغانستان د خلکو دغې غوښتنې ته لبیک ووایي. د سولې عالي شورا له اسلامي نړۍ څخه او په ځانګړې توګه له اسلامي کنفرانس او د خادم الحرمین الشريفین (د سعودي عربستان پاچا) څخه هیله کوي چې د اسلامي مسؤلیت له مخې د سولې په راوستلو کې دافغانستان له متدین ولس  سره مرسته وکړي او له خپل معنوي نفوذ څخه په ګټه اخیستنې سره پر ښکیلو اړخونو غږ وکړي چی له تاوتریخوالي لاس واخلي او له یو بل سره خبرې اترې وکړي ترڅو د افغانستان مسلمان ولس د جګړې په اور کې نور و نه سوځی
 
مونږ له خپلو ګاونډیو هیوادونو څخه خصوصاً له مسلمانو ګاونډیو څخه غواړو چې د دیني او فرهنګي مشترکاتو په پام کې نیولو سره خپل رغنده رول د افغانستان د سولې په پروسه کې ولوبوي. مونږ په دې باور یو چې که چیرته په افغانستان کې سوله رانشي، د نا امنیو لړۍ به د افغانستان ګاونډیو هیوادنو ته وغځیږي چه بیلګې یی همدا اوس څرګندې دي. 

د افغانستان د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو د سازمان رول ډیر اړین دی. ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې ماموریت لري. مونږ د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړو چې د سولې په راوستلو کې خپل رغنده رول ولوبوي. دغه سازمان په نړیواله کچه باید هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې لپاره نړیوال تعهد لا نور هم پیاوړی کړي ترڅو له افغانستان څخه د تاوتریخوالي لمن ټوله شي.

افغانستان یو اسلامي هیواد دی، او ددې هیواد ټول بچیان مسلمانان دي. د افغانستان خلک هغه کړنې چې اسلام یې نه خوښوي غندي. یو شمیر عناصر غواړي چې په خپلو کړنو سره اسلام نړیوالو ته د جنګ  او تاوتریخوالی  نظام  معرفي کړي په داسی حال کی چه اسلام دسولی  او اخوت دین دی او باید له داسی اعما لو  څخه په کلکه ډډه وشی چه په نتجه کی یی  بی ګناه مسلما نو هیوادوالو ته مرګ ژوبله رسیږی.

د سولې عالي شورا د افغانستان له وسله والو مخالفینو او د دوی له مشرتابه څخه غواړي چې نور له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي. د سولې شورا به د دوی مشروع غوښتنو ته غوږ نیسي او د یوې سالمې سیاسي پروسې په رامنځته کولو سره به د ښکیلو اړخونو ترمنځ د ملي اعتماد او باور فضا رامنځته کړي ترڅو افغانان د عدم تشدد او سالمو تدابیرو له لارې خپل ملي حاکمیت ټینګ کړي اوپه دې شان به زمونږ دهیوادوالو دکلونوکلونو هیله د تل پاتې سولې او امن په ټینګیدو ترسره شي.

و من الله التوفیق
د سولې عالي شورا
د ۱۳۸۹ کال د تلې  ۲۸ نیټه
کابل- افغانستان

د ۱۳۹۶ کلیز