Language Switcher

RJ Social Icons

Facebook Likebox Slider

×

هشدار

JFolder: :فایلها: مسیر یک پوشه نیست. مسیر: images/hpc_newsletter_current

د سولې په اړه د سویل ختیځ زون له علمای کرامو سره د مشورتي ناستې پرېکړه لیک

د کب ۲۱ مه، ۱۳۹۶، ګردېز

بسم الله الرحمن الرحیم
(( انما المومنون اخوة فاصلحو بین اخویکم – ۱۰ – الحجرات سوره))

سریزه

 د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ۳۴ ولايتونو د علماوو له خوا د سولې بهير په ملاتړ د جوړ شوي ملي کنفرانس په تاييد، نن د پکتیا ولایت مرکز گردېز کې د سولې مشورتي کنفرانس کې موږ د افغانستان د سویل ختیځ زون علماء، خطیبان او د دیني مدارسو مدرسین او استادان په هېواد کې د سولې له بهیر څخه په کلکه ملاتړ کوو او د اسلامي، افغاني او ملي سولې پر وړاندې د هر ډول خنډونو په له منځه وړلو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او ولس تر شا ولاړ یو. د افغانستان په اوسنیو حساسو شرایطو کې د سولې تأمینول، د سولې  راوستل او ټینګښت د هر افغان په ځانګړي ډول د دیني علماوو دنده او وجیبه بولو. مونږ د هېواد سویل ختیځ زون (پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر) ولایتونو څخه راغلي علماء خپل نظریات او وړاندیزونه د پرېکړه لیک په ډول په لاندې توګه اعلانوو:

۱ـ د افغانستان حکومت پدې ورستیو کې په افغان جګړه کې ښکېلو وسله والو ډلو ته د سولې پراخ او بې قید او شرطه وړاندیز کړی. نو له وسله والو مخالفینو څخه غوښتنه کوو تر څو له دې چانس څخه ګټه واخلي او د سولې له ملي پروسې سره یو ځای شي.
۲- طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې دې د افغان حکومت او حزب اسلامي افغانستان تر منځ د سولې بریالي تړون ته په کتو له هغې جګړې څخه لاس واخلي چې د پردیو په ګټه تمامیږي او د سولې له ملي پروسې سره په یو ځای کېدو دې یو با عزته ژوند ته راستانه شي او دغه تارخي ویاړ دې ترلاسه کړي.
۳- د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ریښتینې سولې او مذاکراتو لپاره دې یو بې طرفه پلاوی چې د دیني علماو او بانفوذه کسانو څخه تشکیل او صلاحیت لروونکی وي تر څو د وسله والو مخالفینو او دولت تر منځ  پوره اعتماد رامنځته او د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته لارې هوارې کړي. 
۴- د افغانستان له حکومت څخه په جدي ډول دا غوښتنه کوو هغه تصفیوي عملیات چې د کورنیو او بهرنیـو ځـواکونو لخـوا د بې ګناه افغانانو په کورونو باندې ترسره کیږي او د بې ځایه زورولو او تعذیب څخه دې په کلکه ډډه وکړي، دیني مدارسو، مساجدو او افغاني کلتور ته دې درناوی وکړي.
۵- د افغانستان د اسلامي جمهوریت مشرتابه ته مو وړاندیز دی چې د سولې د پرمختګ او تأمین لپاره د افغان مهاجرینو د بیا راستنېدو بهير ګړندی کړي تر څو هغوئ د ګاونډیو هيوادو له تاثیر څخه راووځي، چې د سولې هڅو خلاف يې ونه کاروي.
۶- له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د بهرنیو نظامیانو د وتلو لپاره دې د ولس په خوښه یوه کره نېټه وټاکي.
۷- دا چې د ټاپي پروژې له تطبیق څخه وسله والو مخالفینو هم ملاتړ کړی، له دې تصمیم څخه یې مونږ د سویل ختیځ زون علماء د ولس په اسـتازیتوب مننه کوو او د دا ډول نورو ملي مسلو په اړه يې د داسې دریځ غوښتونکي یو.
۸- له افغان حکومت څخه په کلکه غواړو چې تر ټولو وړاندې دې په هېواد کې اساسي قانون تطبیق او له عدلي او قضایي ارګانونه دې له فساد څخه پاک کړي.
۹- اوسنۍ روانه تپل شوې جګړه د افغانانو په ګټه نه، بلکې زمونږ د اسلامي او ملي ارزښتونو پر خلاف عمل بولو. مونږ علماء د روانې جګړې په ټولو ښکیلو غاړو غـږ کوو تر څو په افغانستان کې افغان وژنه بنده کړي او پر ځای یې په افغانستان کې د ولسونو او علماوو له غوښتنې سره سم سوله تأمین کړي.
۱۰- په قرآن عظیم الشان کې د الله (ج) د حکم پر اساس د یو بې ګناه مسلمان وژنه د ټول مسلمان امت له وژنې سره برابره ده. نو؛ په همدې اساس په وسله والو مخالفینو باندې غږ کوو چې د الله (ج) دې حکم ته په کتو سره دې په عامه ځایونو کې له ځانمرګي بریدونو او د بېګناه هېوادوالو له وژلو څخه ډډه وکړي.
۱۱- مونږ دیني عالمان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د وسله والو مخالفینو او افغان حکومت تر منځ دې له بین الافغاني خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي او د سولې په راوستو کې دې د افغانانو دې ملي ارادې ته درناوی وکړي.
۱۲- مونږ دیني عالمان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان په هغو ګاونډیو هېوادونو دې فشار لا زیات کړي چې د خپلو موخو لپاره پخپله خاوره کې د افغانستان مخالفو وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکوي او له هغو څخه مالي ملاتړ کوي.
۱۳- مونږ د سویل ختیځ زون علماء د اسلامي نړۍ له علماوو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره دې د خپل منځګړیتوب په ذریعه د دولت وسله وال مخالفین سولې ته قانع کړي او هم له طالبانو وروڼو څخه هیله کوو چې د اسلامي نړۍ د علماوو غوښتنې ته دې مثبت ځواب ووایي.
۱۴- په پای کې مونږ دیني عالمان د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو او په ټوله کې د اسلامي نړۍ له علمای کرامو څخه غـواړو تر څو په افغانستان، سیمه او اسلامي هېوادونو کې د سولې د ټینګښت او د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې د منبرونو او علمي کنفرانسونو له لارې جدي هڅې دومدارې کړي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې په هیله

خبرنامه جدید

سولې او پخلاینه

Peace Reconciliation Booklet Pashto Page 01

صلح و آشتی

Peace Reconciliation Booklet Dari Page 01