Language Switcher

RJ Social Icons

Facebook Likebox Slider

×

هشدار

JFolder: :فایلها: مسیر یک پوشه نیست. مسیر: images/hpc_newsletter_current

د قندهار ولایت په ارغسان ولسوالئ کې د سولې په اړه غونډه وشوه

د سلا مشورو او سولی پیغام رسولو په اړه د سولې ولایتي کمیټې له خوا د ارغسان ولسوالې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون لویه غونډه د مرغومی میاشتې په ۹ نیټه د هغې ولسوالئ په مرکز کی جوړه شوه.
img kandahar peace campaign arghasan jadi 9 1یاده غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتنو په تلاوت سره  پیل شو او د هیواد ملی سرود هم خپور شو. د ارغسان ولسوالی د ولسي شورا ریس حاجی کمال الدین برخه والو ته ښه راغلاست ووایه زیاته کړه موږ ارغسانیان سوله او اتفاق غواړو، جګړه نه غواړو داځکه جکړه بربادی او موږ یی ځپلی یو، زه یوځل بیا د وسله والو مخالفینو څځه غوښتنه کوم چې د کړیدلو افغانانو په خاطر د سولې بهیر ته غاړه کښیږدی. ته هم زما ورور یې او د دولت کارکونکی هم زما ورونه دي، جګړه زما او ستا بربادی او د دښمن په ګټه ده، هغه د ارغسان ولسوالی پر دینی عالمانو ږغ وکړ چې د اسلام له نظره د سولې اهمیت بیان کړي تر څو ټول سوله وکړی. بیا برخه والو په یوه اواز وویل موږ سوله غواړو، هغوی دا هم وویل چې د دولت دروازې د اولس پر مخ بندي دي چې له امله یی اولس د بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د غونډې په دوام د کندهار د سولې ولایتي کمیټې ریس حاجی شیراحمد حقیار په خپلو خبرو کې وویل زه ویاړم چی نن د ارغسان ولسوالئ په مرکز  کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د سلا مشورو او سولې پیغام رسولو په لویه غونډه کې ګډون لرم، خو تاسو پوهیږئ چې سوله د ټولو خیر او د الله پاک امر دی نو هر مسلمان باید د دغه امر ملاتړ وکړي او د مسلمانانو تر مینځ سوله تامین کړی، د هیواد د دینی عالمانو د فتوا او img kandahar peace campaign arghasan jadi 9 2په سعودي عربستان کې د نړئ د دیني عالمانو د اعلامیې په اساس په  اسلامي افغانستان کې جګړه کول جواز نه لري، هغه یوځل بیا د دولت پر وسله والو مخالیفتو ږغ وکړ راشی تفاهم وکړی او د سولی سره یوځای شی موږ ستاسو ملاتړ او ضمانت کوو. بیا د ارغسان ولسوالئ یو تن فومي مشر حاجی عیسی محمد خان وویل د ارغسان خلګ د سولې تږي دي، تر ننه پورې د دې ځوریدلي اولس اواز چا نه دی اوریدلی ،هغه د بیلابیلو پرتو ستونزې د بیانولو ترځنګ د لوړی د اوبو بند د جوړولو  غوښتنه وکړه چې د دې بند په جوړیدو به د اوسیدونکو اقتصاد پیاوړئ شي، هغه ټینګار  وکړ چې د ولس او دولت ترمنځ واټن د خلګو د زړونو په خپلولو سره باید له منځه ولاړ شي.
وروسته د ځوانانو په استازیتوب منور احمد واحدي وویل د جګړې په دواړو خواوو کې افغان ځوانان وژل کیږي باید د سولې په تامین سره یی مخنیوی وشي، وروسته د ارغسان ولسوالی دینی عالمانو مولوی اغاجان او مولوی عبدالصمد د جګړی پر زیانونو خبرې وکړی هغوی وویل سلا مشوره د اسلام اصل دی په هرکار کې چې مشوره وی له هغوی څخه ښی پایلی ترلاسه شوی دي. د کندهار ولایت مقام سرپرست والی عدالحنان منیب img kandahar peace campaign arghasan jadi 9 3هم د سولی پر ارزښت خبری وکړی هغه د سولی تامین لاره د دولتی چاواکو نیک چلند یاد کړ او ژمنه یی وکړه چی د ولایت مقام دروازه به تل ستاسو پر مخ خلاصه وی، موږ ستاسو د سولی او ملی پخلاینی د هڅو ملاتړ کوو. وروسته برخه والوته د ازاد بحث کولو وخت ورلول شو هغوی وویل د لوړی بند په جوړیدو کی دی مرسته وشي. د کندهار د سولی په ولایتی شورا کی دی د دی ولسوالی استازی شامل شي. هری ولسوالی کی دی د مخورو قومی مشرانو څخه کمیټې جوړې شي. تر څو د وسله والو مخالفینو سره د خبرو او تفاهم پروسه ترسره شي، موږ مخکې په دې ولسوالی کی د وسله والو مخالفینو سره خبرې پیل کړي دی. په اخیر کی د غونډی پریکړه لیک د سولې ولایتي کمیټې له منشی حاجی محمد عمر ساطع لخوا ولوستل شو او د سولی، پخلاینی او د دینی عالمانو د فتوا کتابونه هم پر برخه والو باندی وویشل شول.

خبرنامه جدید

سولې او پخلاینه

Peace Reconciliation Booklet Pashto Page 01

صلح و آشتی

Peace Reconciliation Booklet Dari Page 01