Language Switcher

RJ Social Icons

Facebook Likebox Slider

×

هشدار

JFolder: :فایلها: مسیر یک پوشه نیست. مسیر: images/hpc_newsletter_current

د سولې عالي شورا غړو او د سولې محلي او ټولنیزو شوراګانو مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته

دغه ناسته چې نن دوشنبه د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومې میاشتې په لسمه نیټه د سولې عالي شورا غړو او د فاریاب، دایکندي او ارزګان ولایتونو د سولې محلي شوراګانو مسوولینو ترمنځ د همغږۍ په موخه په لاره img kabul gender coord gathering jadi 10 1اچول شوې وه، د سولې عالي شورا د سولې په تالار کې ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د سولې عالي شورا غړې استاد شهلا فرید د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ له دوی څخه په ناسته کې د ګډون له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، موږ او تاسو په هېواد کې د سولې او ثبات په اړه د ذهنیتونو په جوړولو او ټینګښت کې محلي شوراګانو رول خورا ارزښتمن دی او موږ د همغږیو په لرلو سره کولی شو د سولې په برخه کې شته ستونزو ته د حل لاره پیدا کړو.
نوموړې وویل، موږ غواړو چې ټول مدني او ټولنیز بنسټونه د سولې په پروسه کې شامل کړو او له هغه بنسټونو سره چې د سولې په برخه کې کار او فعالیت کوي، همکار او همغږي واوسو.
همدارنګه د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي په ناسته کې د سولې عالي شورا په لاسته راوړنو خبرې وکړې او د سولې په اړه له محلي شوراګانو سره د همغږۍ ناستو په ارزښت وغږېده.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء عملیاتي مرستیال پوپل حبیبي، په سوله کې د ولایتونو ارزښت ته په اشارې سره وویل چې سوله د ټولو ګډ هدف دی او دې هدف ته د رسېدو له پاره هر ډول ممکنه هلې ځلې باید وکړو.
img kabul gender coord gathering jadi 10 2نوموړي زیاته کړه، دغه ګډ هدف ته د رسیدو له پاره د ښځو ونډې ته ډېره اړتیا ده او باید په دې برخه کې ښځې خورا ډیرې فعاله واوسي او ارزښت ورکړل شي چې په خبره یې سوله بغیر د دوی له همغږۍ او فعالیت ممکنه نه دی.
په یاده ناسته کې د سولې په برخه کې د محلي او ټولنیزو بنسټونو د رول په اړه ازاد بحث ترسره شو او د سولې عالي شورا غړو او د درې ولایتونو د محلي شوراګانو له مسوولینو او استازو سره سوالونه او وړاندېزونه هم مطرح شول چې د سولې عالي شورا غړو لخوا ورته ځوابونه وویل شول.

 

 

img kabul gender coord gathering jadi 10 3

خبرنامه جدید

سولې او پخلاینه

Peace Reconciliation Booklet Pashto Page 01

صلح و آشتی

Peace Reconciliation Booklet Dari Page 01