Language Switcher

RJ Social Icons

Facebook Likebox Slider

×

هشدار

JFolder: :فایلها: مسیر یک پوشه نیست. مسیر: images/hpc_newsletter_current

محمد عمر داوودزي کابل کې د فرانسې له سفیر سره ولیدل

د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا‌ء رئيس محمد عمر داوودزي نن سهار د خپل کار په دفتر کې د فرانسې هیواد له سفیر ښاغلي داويد مارتينون سره img kabul daudzai meet french embas jadi 6کتنه وکړه.
د دې کتنې په اوږدوکې دواړو لورو د سولې او په سوله کې د ګاونډیو هیوادونو د ونډې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا‌ء رئيس د سولې پر استراتیژئ او پلانونو باندې د بحث ترڅنګ وویل: افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره د ګاونډیو هیوادونو مخلصانه مرستو ته اړتیا لري.
د فرانسې سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو دوام ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې باید هر نوښت او هڅه د افغانانو په مشرۍ تر سره شي. نوموړي دا هم وویل چې هیواد یې چمتو دی د سولې په پروسه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
په دې لیدنه کي له ګاونډیو هیوادونو سره پر اړیکو او د سولې په تړاو د همږغۍ باندې هم بحث وشو.

خبرنامه جدید

سولې او پخلاینه

Peace Reconciliation Booklet Pashto Page 01

صلح و آشتی

Peace Reconciliation Booklet Dari Page 01