Language Switcher

RJ Social Icons

Facebook Likebox Slider

×

هشدار

JFolder: :فایلها: مسیر یک پوشه نیست. مسیر: images/hpc_newsletter_current

سولې ور په ور درپسې ګرځمه / زه په مات وزر درپسې ګرځمه

دغه شعر په هغه مشاعره کې واورول شو چې د روان لمريز کال د مرغومي پر پنځمه د ننګرهار پوهنتون په سولې مرکز کې د ننګرهار ولايت د ادبي بهيرونو په ملتيا د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې لخوا جوړه شوې img nangarhar peace peotry gathering jadi 5 1وه.
ياده مشاعره، چې لسګونو شاعرانو پکې د سولې په اړه شعرونه او نظمونه واورول، د پرانيستې پر مهال يې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې د هلو ځلو او نوښتونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې دی د سولې د ټولو هڅو ملاتړى دی. ښاغلي فهيم ژمنه وکړه چې د ننګرهار په پوهنتون کې به د ټولنيزې سولې لپاره بنسټيزې هلې ځلې کوي.
د سولې ولايتي کمېټې منشي راحت ګل زيارمل د دغې مشاعرې د جوړېدو په اړه وويل چې د مشاعرې موخه يې په روانو حالاتو کې د هېواد شاعران د سولې شاعرۍ ته هڅول دي. نوموړي وويل: (( شاعران او علماء کرام هغه قشرونه دي چې ټولنه رهبري کوي؛ که دوی وغواړي نو د سولې لپاره زموږ په ټولنه کې ډېر اغيزناک کارونه کولای شي)).
ښاغلي زيارمل د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز ته په اشاره وويل چې علمي او اکاډيميک بنسټونه زموږ د انسان سازۍ فابريکې دي، دلته د سولې لپاره هر ډول هڅې تر نورو ځايونو موثرې دي او په دې برخه کې د img nangarhar peace peotry gathering jadi 5 2ننګرهار پوهنتون له خپله وسه زيات کار کړی. نوموړي وويل چې د دې مشاعرې شعرونه راټولوي او په نږدې راتلونکي کې به يې په کتابي بڼه خپروي.
د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي وويل چې سوله د اکسيجن غوندې د وګړو اړتيا ده او ويې ويل چې په ټول توان سره به د پوهنتون استادان او محصلين د سولې لپاره کار کوي.
د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې ښځينه غړې او د پوهنتون استادې شيلا بابړي په خپلو خبرو کې وړانديز وکړ چې د سولې عالي شورا دې د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ پرې ومني چې د ننګرهار په پوهنتون کې د سولې پوهنځی جوړ کړي.
ورپسې لسګونو ښځينه او نارينه محصلينو او د ننګرهار د ادبي بهيرونو راغلو شاعرانو د سولې په اړه خپل شعرونه او نظمونه ولوستل، چې د مشاعرې په پاى کې هغو لسو تنو غوره شاعرانو ته جايزې هم ورکړل شوې چې د ټاکل شوي ژوري هيئت له لوري غوره شوي وو.
img nangarhar peace peotry gathering jadi 5 3دغه راز د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې له خوا د ننګرهار پوهنتون مخکېنى رئيس او د دغه پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پوهنوال ببرک مياخېل او د پوهنتون د سولې مرکز مشر پوهنمل نعيم جان سروري د سولې په برخه کې د ښو فعاليتونو او خدمتونو په پار تقدير شول او د اعزاز پګړۍ ور په سر شوې.
د مننې په پلمه د ننګرهار پوهنتون پخواني رييس پوهنوال ببرک مياخېل وويل چې د دوی په هڅو عملاً په ننګرهار پوهنتون کې دا مهال په پنځو پوهنځيو کې د سولې مضمون تدريس کېږي. هغه وويل چې ننګرهار پوهنتون چمتو دی چې د هېواد په کچه د سولې مضمون لپاره درسي کتابونه چاپ کړي.
دغه مشاعره چې شاوخوا دوه نيم سوه کسانو پکې ګډون کړی و او د سولې په اړه په دوو تمثيلي پارچو ښکلې شوې وه، په ټول هېواد کې د سولې، امن او ټيکاو په هيله په دعاييه سره پای ته ورسېده.
په مشاعره کې د اورول شويو شعرونو څو بېلګې:

سولې ور په ور درپسې ګرځمه
زه په مات ورز درپسې ګرځمه
تا نه لوپټه باروتو سوې ده
زه څيرې ټټر درپسې ګرځمه
بيا به دې راټول کړمه پښتون قامه
بيا په لر و بر درپسې ګرځمه
تا چرته په کال کې هم ياد نه کړمه
زه هر مازيګر درپسې ګرځمه
ته لکه د خان له کبره نه ګورې
زه لکه نوکر درپسې ګرځمه
ته لکه روژه ما ځوروې ياره
زه لکه اختر درپسې ګرځمه
زه “فراز” بېلوتون ستا لېونی کړمه
بس په سمه و غر درپسې ګرځمه
شاعر: عبدالله فراز
«««««««««««««««««««
جنګه نور بس کړه، ته ځه، سولې ته لږ لار پرېږده
مرګ خو مزې وکړې، دا ځل نو ژوند ته وار پرېږده
دا سړی هره ورځ روان وي تابوتونه راوړي
دا سړی پوه کړئ چې د مرګ دا کاروبار پرېږده
د غم سندرې، فريادونه دلته زښت ډېر شوي
اوس نو اتڼ ته دغه خلک د دې ښار پرېږده
يوې مورکۍ پرون شهيد زوی ته ژړل، ويل يې
سبا يې کوژدنې ته خو لږ شانته ايسار پرېږده
چې امن غواړې، نو خاورې دې نفاق ورک کړه
په خوب څه نه کېږي، راويښ شه، انتظار پرېږده
که د دې قام حالت بدل نه شي نو ای “منيژې”
کډه دې واخله، نوره ځه ترې، دا ديار پرېږده
شاعره: منيژه غفورزۍ
««««««««««««««
جنابه! ښه ده مونږه دواړو ته له شرهَ سوله
راځه چې راولو وطن ته بیا له سرهَ سوله
زمونږ په شونډو له دې پرته نور الفاظ نشته دی
په ترنم سوله ، په خوله مو ده سندرهَ سوله

اوس مو د کلې په ګودر کې یوه پیغله نشته
ای ته پوهیږې، چې تا وړې له ګودرهَ سوله!؟
راځه راکوز شه نور له غره نه، ژوند نه خوند واخله
ځان سره راوله حجرې ته له سنګرهَ سوله
راځه جنابه ! زمونږ کلي کې څه بیله فضا !!
هم له میډیا سوله او هم ده له ممبرهَ سوله
چې ماته تهَ شې ، تاته زه شم او بیا دواړه شو یَو
بیا به پُخلا کړو له خپل ، کلي مرورهَ سوله
څه لېونی “قدرت”، او څه یې لېوني خیالونه
څه به هنر غواړي له تا نه جادوګرهَ ! سوله
شاعر: قدرت الله مياخېل
«««««««««««««««««««
ذهن مې سوله، ضمير سوله، وجدان سوله غواړي
زه سوله غواړمه، زړګی او ارمان سوله غواړي
نن يې له خولې نه د غضب خبرې نه راوتې
ښايي له جنګه ستړی شوی جانان سوله غواړي
چې تر پرونه يې د جنګ اور ته لمن وهله
باور دې وشه نن هماغه انسان سوله غواړي
دا راکټونه او بمونه بیا د څه په خاطر
دلته رالېږي، ورته وايه افغان سوله غواړي
 د خدای لپاره دې جګړې ته د پای ټکی کېږدئ
کاڼي او بوټي، پسرلی او “خزان” سوله غواړي
شاعر: محمود خزان
«««««««««««««««««««««
نور ستړی يم، د ځان په وينو رنګ يمه سړيه
قسم دی، چې له دغې جګړې تنګ يمه سړيه
پښې ابلې، سر ببره په غرمو ورپسې ګرځم
زه خير د سولې غواړمه ملنګ يمه سړيه
حيران يم چې تر څو به يم په دغه جهالت کې
تر څو به له خپل ورور سره په جنګ يمه سړيه
زما د ستړي ژوند چيغه په هېچا اثر نه کا
بې کيفه، بې جذبې د رباب ترنګ يمه سړيه
جانانه، ته چې څه وايې، نو ښه وايې منم يې
زه چرته ستا د زور او ستا د چنګ يمه سړيه
“ساپیه” ته يو ګام د ابادۍ په لوري کېږده
تر مرګه به ولاړ دا ستا تر څنګ يمه سړيه
شاعر: سردارولي ساپی

خبرنامه جدید

سولې او پخلاینه

Peace Reconciliation Booklet Pashto Page 01

صلح و آشتی

Peace Reconciliation Booklet Dari Page 01