Language Switcher

RJ Social Icons

Facebook Likebox Slider

×

هشدار

JFolder: :فایلها: مسیر یک پوشه نیست. مسیر: images/hpc_newsletter_current

د پکتیا په میرزکې ولسوالي کې د سولې پیغام رسولو په موخه د غونډې راپور


۲۲/۹/۱۳۹۷

سوله یو الهی امر او زموږ د پیغمبر (ص) سپیڅلې وینا ده، همدا ډول د شخړو، جنګ او جګړو په شتون کې انسانان له خپلو بنسټیزو حقوقو څخه محرومیږي؛ پس ټول ولسونه باید سره یو موټی د یوې تل پاتې او دایمي img paktia peace message qaws 22 1سولې لپاره د زړه له اخلاصه کار وکړو.
دا خبرې په نا امنه سیمو کې د سولې پیغام رسولو په هغه مشورتي غونډه کې وشوې چې د روان کال قوس میاشتې په دوه ویشتمه نېټه د پنج شنبې په ورځ د پکتیا ولایت د سولې ولایتي کمیټې لخوا د پکتیا په لرې پرتې، میرزکې ولسوالي له علماء کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې زیات شمېر کسانو ګډون کړی وو، چې پکې د سولې پیغام رسولو، د اسلام له نظره د سولې په ارزښت او اړونده مسائلو هر اړخیز بحثونه او ویناوې واورول شوې.
یاده غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره سره د قاري صیب دوست محمد لخوا پیل شوه او د ښه راغلاست وینا د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي جنت خان منګل لخوا واورول شوه، نوموړي د یادې ولسوالي له علماء کرامو او قومي مشرانو او ځوانانو ته د هر کلي ترڅنګ د دوی له دې پراخه ګډون نه مننه وکړه، نوموړي د سولې پيغام اورولو تر څنګ له ولسونو وغوښتل، چې د سولې راتګ په موخه دې د پکتیا سولې ولایتي کمیټې سره خپله همکاري وکړي.
ورپسې د میرزکې ولسوالي ولسوال محمدحکیم وزیري خبرې وکړې او د سولې راتګ په موخه یې د پکتیا سولې کمیټې له دې اقدام څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د سولې راتګ په موخه به د پکتیا سولې ولایتي کمیټې سره خپله همکاري کوي او ولسونو ته به د سولې پيغام رسوي، نوموړي له حکومت څخه دا غوښتنه وکړه، چې د بې روزګاره ځوانانو لپاره دې د کار زمینه مساعده شي، تر څو د دغو ځوانانو له وسله والو سره همکاري مخه ډب شي.
img paktia peace message qaws 22 2د پکتیا د ولایتی شورا وکیل محمد الرحمن قادري د سولې په تړاو د روانو هڅو په خوشبیني څرګنده کړه، چې دغه هڅې به ښه پایله ولري، خو نوموړي د دې خبرو تر څنګ وویل، چې د افغانستان په کچه تغیر لومړی له پکتیا څخه شوی دی، د ولسمشر لخوا د سولي مشورتي بورډ لپاره چې کوم کسان ګمارل شوي دي، په دې لیست کې د پکتیا هېڅ کوم، مخور یا  دیني عالم شتون نه لري.
یادې ولسوالي یو تن دینی عالم مولوي محمد فاروق په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره یې د سولې په ارزښت او جنګ په زیانونو هر اړخیزې خبرې وکړې او د سولې له اوسني بهیر څخه یې د ولسونو ملاتړ اړین وباله او په دې برخه کې یې له دیني علماءکرامو،  قومي مشرانو څخه هم مننه وکړه، چې تر ډېره یې د سولې په ټینګښت کې خپل رول ادا کړی دی.
قومي مشر ګلاب خان، حضرت محمد او اختر ګل هم د قومي جوړښتونو او قومي مشرانو په رول خبرې وکړې او د سولې راتګ په موخه یې د دوی هڅې ډیرې اړینې یادې کړې، دوی په نا امنه سیمو کې د سولې پيغام رسول خپله دنده یاده کړه.
د ځوانانو په استازیتوب ګل ولي ولي خبرې وکړې نوموړي وویل، چې زموږ ټول ځوانان د خپلو علماوو او قومي مشرانو تر څنګ د سولې کمیټې سره کلک ولاړ یو او د سولې راتګ لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتو.
د مولوي رمضان رحماني له لوري غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې د راتګ په دوعایې ویلو سره، پای ته ورسېده.

خبرنامه جدید

سولې او پخلاینه

Peace Reconciliation Booklet Pashto Page 01

صلح و آشتی

Peace Reconciliation Booklet Dari Page 01